د جُمعې لمونځ

د جُمعی لمونځ د اسلام ستره نښه

د جُمعی لمونځ په هر عاقل ،بالغ ،آزاد ،مقيم او تندرست مسلمان فرض دی ، اوپه نابالغو،ناروغو ،ړندو ، مسافرو او ښځو باندې فرض ندی ، لکن که ويې کړي نو د دوی د جُمعی لمونځ به وشي په دغه ورځ بيا د ماپښين لمونځ ته ضرورت نشته .
دجُمعی لمونځ د اسلام له سترو شعائرو څخه دی ددی له فرضيت نه منکر کافر دی او څوک يې چې له څه غدر يوازی د سستی او بې پروايې له وجی دا لمونځ پريږدي فاسق دی .

د قرآنکريم حکم دی :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلاَةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْع (الجمة ۹ ).َ
مؤمنانو! کله چې د جُمعی په ورځ د لمانځه لپاره اذان وشي نو دخدای ج د ياد لپاره په بيړه ورځی او اخيستل او خرڅول پريږدی .
پدی لمانځه کې د بيړی ورتګ حکم ځکه دی چې دا لمونځ بله جماعت څخه نه ادا کيږي او بل دا چې د نورو لمونځونو په شان قضايې هم نلري .
دجُمعی په لمانځه په احاديثو هم ډير تاقيد راغلی دی :
څوک چې بله څه غذر او ضرورته څخه د جُمعی لمونځ پريږدي د هغه نوم به د منافق په حيث سره په کتاب د لوح المحفوظ کې وليکل شي چې نه يې ليک له منځه تلی شي او نه هم بدليدلای شي . (مشکوة باب جمعه ).
چاچې دجُمعی اذان وارويده او بيا لمونځ ته رانغی ، بيا يې د دوهمې جُمعی آذان وارويد او لمانځه ته رانغی تر دريو جُمعو يې پر له پسی همداسې وکول ، دهغه په زړه مهر وهل کيږي او زړه يې د منافق زړه ګرځيدلی شي ( چې بيا به د حق خبره ،وعظ او نصيحت پر ده کوم اثر نه کوي )  (طبرانی ).

دجُمعی لمانځه د قيام د صحت شرطونه  :

دجُمعی لمانځ د ادا کولو لپاره لاندې شرطونه دي که دغه شرطونه پوره نه وي د جمعی لمونځ نه صحيح کيږي .
۱- جامع ښار :
د جامع ښار يا مصر په باره کې په قرآنکريم او ستنو کې کوم حد ندې ټاکل شوي نو ځکه د هغه په څرګندوالې کې د فقهاؤ تر منځ اختلاف دی .

– جامع ښار :

د جامع ښار يا مصر په باره کې په قرآنکريم او ستنو کې کوم حد ندې ټاکل شوي نو ځکه د هغه په څرګندوالې کې د فقهاؤ تر منځ اختلاف دی .
يو تعريف يې دادی : مصر جامع هغه ځای دی چې هلته بازار وي حاکم موجود وي چې د خلکو فيصلی وکړي
بل :  مصر جامع هغه ښار دی چې د هر کسب او حربې واله کسان په خپل کسب او هنر سره ګزاره کولی شي .

خومولنا مودودی پدې اړه ليکي ( ترکومه ځايه چې ما پر احکامو غور کړی دی لدی نه ماته د شريعت منشأ دا ښکاري چې د جمعی لمونځ په کوچنيو کوچنيو کليو جلا جلا ادا کول د جمعی د مقاصدو او اهدافو لپاره ګټور ندي پدې خاطر مصر جامع ټاکل شوی دی مصر جامع په څپله دې خبرې ته اشاره کوي چې لدې ځنې مراد داسې کوم لوی کلی يا محل چې واړو واړو کليو ړلې را ټولې او يو جامع الجماعت جوړ کړي  ددی لپاره بازار يا د اهتوګنو شميره هيڅ یې په مصر جامع کې کوم دخل نشته .بل تعريف يې داسې دی :

د وخت حاکم چې کوم محل مصر جامع وبولی او هلته خلکو ته د جمعی د لمانځه کولو حکم وکړي  نو مصر جامع بلل کيږي  (فتح الباري )

۲- د ماسپښين وخت : د ماسپښين  د وخت نه مخکې او ورسته  دجُمعی لمونځ نه صحی کيږي .

۳- خطبه : د  جُمعی د لمانځه د وخت په  دننه کې  د جمعې د لمانځه نه مخکې  خطبه ويل شرط دی

your ads

۴- جماعت : دجُمعی د لمانځه لپاره جماعت  يا جَمعه کول شرط دی چې کم نه کم به دری کسان وي .

۵- عامه اجازه (د جمعی د لمانځه  لپاره مسلمان واکمن شرط دی )

د  جُمعی لمونځ قايمولو لپاره به پخپله واکمن يا د هغه نماينده وي  د جُمعی لمونځ به قايموي .

هغه هيوادونه چې حکومت يې د نا مسلمانو په لاس کې وي نو هلته  به مسلمانان په شريکه په خپله خوښه امام  دروي او د جُمعی لمونځ به کوي چې د اسلام شعائر لوړ وي .

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب