په زراعتي تراکتور کې د زکات ورکولو حکم؟

د درنو لوستونکو څخه یو ورور د کرهڼې په اړه خپله پوښتنه مطرح کړی وه او په خپله دې پوښتنه کې یې لیکلي ؤ چې: آیا په هغه زراعتي ترکتور کې چې د کرهڼې او مالدارۍ لپاره ترې ګټه اخستل کېږي، زکات ورکول څه حکم لري؟

د نوموړي ورور د دې پوښتنې په ځواب کې باید دومره ووایو چې:
که چېرې ددې ترکتور او کرهنیزې آلې څخه د تجارت په نیت ګټه اخستل کېږي؛ نو په دې صورت کې زکات پکې واجب ګڼل کېږي. په دې اړه د حضرت سمره بن جندب ـ رضي الله عنه ــ څخه روایت شوي دي چې وې وویل:

((نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ـــ به مونږ ته په دې اړه امر کاوه چې په هر هغه څه کې چې مونږ یې د خرڅولو لپاره آماده او عرضه کولو ته وړاندی کوو، په هغه کې باید صدقه ورکړو)). (رواه أبو داود برقم 1562)

نو که چېرې دا ټیکټر وخت په وخت استعمالیږي؛ نو بیا زکات پکې نشته، اما دا خبره هم د یادولو وړ ده چې که چېری دا ټیکټر له یو چا څخه په کرایه اخستل شوی وي؛ نو بیا په دې صورت کې ددې ټیکټر څخه په ترلاسه کېدونکي مزد او ګټه کې چې کله پرې یو کال تېر شي؛ نو بیا به زکات پکې ورکوي.

خو که چېرې پر دې مزد باندی مخکې له دې چې یو کال تېر شي د خاوند څخه مصرف شي؛ نو بیا په دې حالت کې پر ې زکات نشته.

په دې اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره تاسې کولی شی د دکتور عبدالرحمن بن نفیسه مشهور کتاب (رسائل و مسائل في الفقه)، 3 جلد او 103 صفحې ته مراجعه وکړئ.

لیکنه: فضل الله (ممتاز)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب