د ژاولو ګټې

ژاولې، په بېلابېلو رنګونو او خوندونو کې نن ورځ د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر پلورل کېدونکی توکی دی.

د ژاولو ترکيبات څه دي؟

د ژاولو اساسي ترکيب طبیعي کنډونه، جامد پارامین او یا هم د شاتو موم دي چې د ژوولو پر وخت ژر نه حلېږي. دویم ترکيبي توکی یې شات او رکسټروز دي چې ژاولو ته خوږوالی او حجم ورکوي. دوه سلنه ګلیسیرین، لسیتین، اوبلن سوریټول او د مالیټول شیره د ژاولو د نرموالي لامل کېږي. لس سلنه ترکيب يې بيا طبیعي عصارې دي چې ژاولې لمدې او تازه ساتي. څلور سلنه يې خوند ورکوونکي مواد لکه نعناع، دارچین او نورې مېوې دي. په معیاري ژاولو کې بیا پاتې پنځه سلنه هغه مواد دي چې د غاښونو له سپینوالي او د خولې له خوشبویۍ سره مرسته کوي.

د ژاولو ژوول اشتها کموي، د خولې بدبویي له منځه وړي، د غاښونو او وریو د پاکوالي لامل کېږي. دا سمه ده چې ژاولې د غاښونو او خولې له پاک ساتلو سره مرسته کوي، خو هېڅکله هم د غاښونو د برس، کريمونو او مسواک ځای نه شي نیولی. له ډوډۍ خوړلو وروسته د لسو دقیقو لپاره د ژاولو ژوول په معده کې د خوراکي موادو له هضم سره مرسته کوي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب