په دنده كې د بريا لپاره لس كليانې

په ژوند او ورځنيو چارو كې  بريا  خورا  ارزښتمن توكى دى.  هر سړى په خپل كار كې د بريا په لټه كې وې او خوښوي چې د يوه اغيزناك شخص په تو ګه په خپلو ملګرو  او همكارانو ګران وي. خو په كاري ژوند كې بريا ته رسيدل يو ستونزمن كار دى.
همدې ارمان ته د رسيدو په موخه، لس وړانديزونه كښل شوي دي.

۱-  ځان وپيژنه.

هغه وخت انسان كولاى شي خپل ځان ښه درك  كړي چې خپل د پياوړتيا او كمزورتيا ټكي وپيژني، كله مو چې دغه ټكي كشف كړل، بيا نو د پياوړو ځانګړتياوو  د لا قوت  دكمزوريو د له منځه وړلو لپاره هڅه وكړي. د ورځنيو ستونزو سره د مخ كيدو له لارې، كولاى شو په ښه توګه چې خپل ځان وپيژنو، دا كار هغه وخت شونى دى چې نور د دغه ستونزو په رامنځ ته كولو كې تورن نكړو بلكه هڅه وكړو چې خپل هغه كړه وړه پيدا كړو چې  د دغې ستونزې د رامنځ ته كيدو لامل شوى دى. د ښې پيژندنې لپاره اړينه ده چې خپل وپيژنو تر څه خپل ځان له  وس نه پورته په زحمت نكړو، او هغه موخې وڅارو چې  زمونږ رسيدل ورته شوني وي.

۲- د فكر كولو سره ځان عادت كړه.

فكر كول د انسان لپاره د ژوند په مختلفو حالاتو كې يوه ښه وسله ده. منظم فكر كول د زياتو كتابونو د مطالعې او د معلوماتو له لرلو نه ګټور دى، ځكه منظم فكر  انسان ته د ستونزو او خنډونو منځ ته راتګ په ګوته كوي، او د هغوى د لرې كولو لپاره مناسبې لارې چارې پيداكوي.

۳- په چارو كې نيك شګوم نيسه.

د پرمختګ، او د ستړيا د لرې كولو لپاره خوشحالي او هيله د انسان معشوقه ده. هر څوك چې غواړي پخپل كار كې بريالي و اوسي، نو بايد خپل كار په خوشحالۍ او د ښو پايلو د لاس ته راوړلو  په هيله پيل كړو.  انسان هغه وخت بريالى كيږي چې خپل ژوند ته خوش باوره و او سي.

۴- د نورو  په احساساتو كې ځان شريك كړه.

د خلكو په ښو او بدو  كې ځان شريك كول يو ضروري امر دى. د خلكو ستونزې بايد واورو او د هغوى په حل كې ورسره ګډون وكړو، دا د  دې لامل كيږي چې د دوى په ښاديو ښاد او په غم يې غمجن شو. د هغوى سره په كارونو كې مرسته وكړه،  تر څو احساس كړې چې ته له خلكو سره اوخلك له تا سره دي.

۵- تكبر او لويي مه كوه.

ځيني انسانان ګومان كوي چې هر څه يي زده دي او د نقد او لارښونې نه ځان پورته گڼي. دا يو غلط باور دى او د دې لامل كيږي چې سړى د نورو نصحيت ته غوږ نه نږدي او يوازې پاتې شي او خپل ملګړي له لاسه وركړي. مګر متواضع او خاكساره  وګړي تل په خلكو ګران وي.

۶- په ماتې سره مه ناهيلي كيږه بلكې د هغې نه د لا ښه ژوند كولو لپاره درس واخله.

كاري ژوند يو ستونزمنه لاره ده. ډير كم خلك به پيداشي چې پرته له پر لپسې ماتې نه بريالي شوي وي، هر څوك چې پخپل ژوند كې بريالي شوي دي هغوى حتماً له زياتو ستونزو سره مبارزه كړې ده ترڅو چې بريالي شوي دي، نو هر وخت د چې په ژوند كې ماتې وخوړله د ماتې اسباب معلوم كړه او ځان ترې وساته ترڅو په راتلونكې كې تكرار نشي.

۷- ژوند د يو معلم په توګه درس راكوي.

په مدرسه او صنف كې زدكړه د ژوند له زدكړې سره توپيرلري، يو سړى له پرلپسې مطالعې نه معلومات لاسته راوړي، مګر په يو كار كې سړى هغه وخت مهارت حاصلولاى شي چې په ژوند كې په عملي تو ګه ورسره مخامخ شي. هغه  حالات او تجربې  چې په عملې ژوند كې ورسره مخ كيږې تا ته مهارت او پوهه دركوي.

۸- رښتيا وايه او كم غږيژه.

نيكه خبره صدقه ده. د(مهربابي وكړه) ( كه مو اجازه وي) او  داسې نورو الفاظو كارول په مخاطب باندې زيات اغيز كوي. همدارنګه د بل خبرو ته ښه غوږ نيول، چپتيا او كمې خبرې كول له ډيرو نيكو صفتونو څخه دي.

۹- د هيڅ عمل پايلو ته تلوار مكوه.

ځينې خلك هيڅ كار پرته له چټك مزد څخه نه تر سره كوي، پداسې حال كې چې په كار مين سړى بايد خپل كار په پرلپسې توګه وكړي،  پرته لدې چې د هغه پايلو ته ډير بيړني وي.

۱۰- پوى شه چې انسانان يو له بل سره توپير لري.

دوه نفره به سره يو شان پيدا نشې كړاى، ټول د بڼې، رنګ، غوښتنو او شخصيت له پلوه سره توپير لري، نو ته د بيلابيلو خلكو سره په برخورد كې بايد داسې تمه مكوه چې ټول درسره يو شان چلند وكړي. كومه پيژندګلوي چې د خلكو په هكله يې لرې د دې سبب كيږي چې ته د هغوى د ځانګړتياوو سره سم تعامل  وكړې او پوه شه هر ډول تعامل چې له خلكو سره وكړې، په همغه ډول به ستاسره چليږي.
كه چيرې د ريښتينې بريا غوښتونكى يي بايد تل دغه لارښونې په پام كې لره.  ښه اخلاق، ريښتينولي، امانت داري، له خدايه ويره او زيار هغه صفات دي چې تل درسره مرسته كوي.

وحيد الله بهرام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب