په تشه خوا د اوبو څښل او اغېزې

په تشه خوا د اوبو څښل:

پدې ټول پوهېږو چي اوبه د قدرت یوه ستره پېرزوینه او حیاتي عنصر دی چي نه یواځي انسان بلکه ټول موجودات دخپلي بقاء لپاره ورته اساسي اړتیا لري الله تعالی فرمايي:

وجعلنا من الماء کل شيء حي.

او مونږ هرڅه ته له اوبو څخه ژوند بښلی دی .

خو له کله راهیسي چي مي تر ژباړي لاندي لاندېنۍ لیکنه لوستي نور مې هم داوبو په معجزانه اغېزو باور زیات شوی ما پخپله هم دلاندېنۍ ليکني له مخي داوبو په ټاکلي اندازه څښل پیل کړي چي تر وخت مخکي مې مثبتي او ګټوري اغېزي درک کړي تاسو يې هم دخپلي روغتیا پالني په موخه عملي کولو ته رابولم همدا راز ددې ليکني منځپانګه دهغه چا او ناروغانو غوږونو ته هم ورسوئ څوک چي ورڅخه ناخبره دي او دې ډول معلوماتو ته لاس رسی نلري تر څو د نورو دژوند په رغولو کي ستاسو ونډه اغېزمنه او دالله تعالی په وړاندي له غوره ثوابونو څخه برخمن شئ.

دچاپان یوې روغتیاي ټولني او عامو طبي څېړنو جوته کړي چي په تشه خوا داوبو څښل داوږدمهالو او خطرناکو نارغیو همدا راز دمنځنیو ناروغیو چي مونږ به يې لاندي یادونه وکړوددرملني لپاره ۱۰۰ ٪ کامیاب درمل ګڼل شوی دی .

دجسم دردونه، دسر خوږ، دزړه ناروغیوي، دبندونو دردونه، دزړه تېزه درزا، زیات چاغښت، دساه دنالیو التهاب، د بډوګیو او مثانې التهاب، قی کول، دنس ناروغیوی، نس ناستي، بواسیر، دخوږې ناروغي، همېشنی قبض، دسترګو ناروغیوي، سرطان، دښځېنه ناروغیو نا انډولتوب او دغوږونو ، پوزي او ستوني ناروغۍ.

د درملني طریقه:

سهار وختي له خوب څخه له راپاڅېدلو سمدلاسه وروسته او مخکي لدې چي خپل غاښونه مسواک یا برش کړې څلور ګلاسونه اوبه چي دمعدني اوبو له یو نيم لېټر بوتل سره یا ۱۶۰ مللیتره سره معادل وي وڅښه له هغه وروسته خپل خوله او غاښونه برش او ووېنځه خو د اوبو له څښلو وروسته ۴۵ دقیقي خوراک او څښاک مکوه چي کله ټاکلی وخت تېر شي بیا چي څه ته دزړه کېږي هغه خوړلای او څښلای شې..

همدا راز له ناشتې او دغرمې او ماښام له خوراک څخه پنځلس دقیقي وروسته په زیاته اندازه اوبه څښل او بیا له هغه وروسته تر دوو ساعتونو پوري له هر ډول خوراک او څښاک څخه ډډه کول دیادو ناروغیو په کمولو او یا له منځه وړلو کي بشپړه مرسته کولای شي .

دا هم باید هېر نکړو چي په ذکر شوي توګه داوبو څښل نه يواځي دا چي د بشپړ باور وړ روغتیاي ګټي لري بلکه هېڅ ډول ناوړي پایلي او منفي اغېزي نلري .
کېدای شي درنځورانو او بوډاګانو لپاره په يوځل دټاکلي مقدار اوبو څښل ستونزمن وي خو هغوی کولای شي په تدرېجي شکل ځان ورباندي عادت کړي او ورورو يې مقدار ور لوړ کړي.

په یاده شوي توګه داوبو څښل دناروغانو په درملنه کي دالله تعالی په مهرباني اغېزمن رول ترسره کولای شي او دروغو انسانانو روغتیا هم دتل لپاره ساتلای شي .
لاندي جدول درنځونو د راکمولو او یا هم په بشپړه توګه د له منځه وړلو لپاره په ټاکلي اندازه داوبو دڅښلو مهالوېش ټاکي .

1. دويني لوړ پشار (30 ورځي) .

2. د نس ناروغي او تېزابیت (10 ورځي) .

3. دخوږې (شوګر) ناروغي (30 ورځي) .

4.قبض (10 ورځي) .

5. سرطان (180 ورځي) .

6. سل (90 ورځي) .

هغه ناروغان چي د بندونو دالتهاب په ناروغي اخته وي باید په پیل کي په یوه اونۍ کي درې ورځي په ټاکلي اندازه اوبه وڅښي خو په دوهمه اونۍ کي یې هره ورځ څښلای شي .

لکه څرنګه چي مو مخکي یاده کړه چي په ټاکلي ذکر شوي طریقه داوبو څښل هېڅ ډول منفي اغېزي نلري خو بیا هم په پیل کي کېدای شي ځېني ناروغان ژر ژر متیازو کولو ته اړباسي مونږ ته په کار ده چي دخپلي روغتیا دساتلو په موخه او په یاده شوي توګه د اوبو څښل خپل ورځنی عادت جوړ کړو .

دا هم باید هېر نکړو چي زمونږ دڅښلو اوبه تل باید نه ډېري یخي او نه هم باید ډېري تودې وي تر څو زمونږ په درملنه او روغتیا پالنه کي دپام وړ اغېزي پرېږدي دیخو اوبو څښل که څه هم په ظاهري بڼه زمونږ تنده په خوندوره توګه له منځه وړي خو څېړنو جوته کړي چي نه يواځي دستوني او دهوا دنالیو ناروغېوي زېږوي بلکه دوازګېنو موادو دکرل کولو له لاري دسرطان دناروغيو درامنځته کولو لامل هم ګرزېدلای شي .

له خوراک څخه سمدلاسه وروسته دیو ګلاس اېشېدلو اوبو ، یا یو ګلاس شین چای او یا هم یوګلاس شوروا څښل دخوراک په هضمولو او دوازګېنو موادو په ويلي کولو کي مرسته کولای شي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب