په بدو کې دښځو ورکول شرعي حکم څه شی دی؟

سوال :-د پښتنو رواج ده چی دخپل منځی دښمنی ختمولولپاره هغه مقابـل لوری ته چی دمړی پوريي پری باندی وی دغه بل مقابل دهغه مړی په بـدله کی ښځی ورکوی دشریعت له نګاه داعمل څه حکم لری ؟
ځواب :- داداسې نارواعمل اولــــوی ظــلم ده چی پــــه تمــــام جهـان کی يــي ساری نه لیدل کیږی بلکی دجاهلیت په زمانه دمشرکانوپه اعمالوکی چی دښځو متعـــــلق يي ډیــــــرزیات دانـــــسانیت خـــلاف ظلـــمونه کول هم کوم اثرنه لیدل کیږی چونکی داپه اصل کی دحورو انســانانوخرڅـــول دی چـی په شریعت کی ډیر سخت حـرام دی.
د حورو انسانانو د خرڅوونکو ســــــره الله تعالی دجهنم وعده کړیده الله تعالیﷻ انســــان بیـــــا مسلمان ډیرغزتمــــند پیـــــداکړیده لکه چی الله تعالیﷻ فرمايي ولقــــــدکرمنابـــــــنی ادم لهذا دهغو درجه له چارپایانو سره بــرابــرول دقران اوحدیث اوعقل سلیـــم خــــــــلاف ده اوبـــل په دی عـمل سره د دغې ښځې ټول عمربرباد شی ددغی ښځی رضایت هم ختـم شی اومــــهريي هــــم له منـــځه ولاړشی اودادخــداي پاک ددی ایـــات خــلاف ده .
واحل لکم ما وراء ذالکم ان تبتغواباموالکم الخ یعنی حلال دی تـاسولره ددینه ماسواء چی طلب يي کړی په بدله دمهرکی یعنی الله تعالیﷻ فرمايي چی تاسوله نوروپردیوښځوسره نکاح کولای شی دهغونه ماسواء کوم چی مونږحرام کړیدی خوپه بدله دمهرکی ورسره نکاح کولای شی لهذاداعمـل دقـــران او حــــدیث خــــلاف ده اودخـــپل قریب سره داسې ظلم کول ډیره بې رحمی ده الله تعالیﷻ دی مسلمانان دداسی ناوړه رواجونونه خلاص کـړی

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب