جهاد اکبر او جهاد اصغر

د اسلامي امت پر وړاندې د یهودو او نصاراو دسیسي او سازشونه یواځې په نظامي برخې پورې محدود نه دي بلکی  په فکري اړخ کې يې هم د اسلام پر ضد پراخ کار کړی، دا دی نن ورځ يې پایلی په خپلو سترګو ګورو، وینو چې اسلامي ځمکې د کفارو لخوا غصب دي، د مسلمانانو سر او ناموس، مال او خاوره په امن کې نه ده، د مسلمانانو خویندې میندې د کفارو په زندانونو کې د اسارت شپې تیروي، مسجدونه او مدرسې ړنګې شوې، لومړنۍ کعبه د یهودو په تسلط کې ده، د دنیا هیڅ یوه داسې ګوشه نشته چې هلته د مسلمانانو سره ظلم او ستم نه وي، هره ورځ یو پر بل پسې اسلامي هیوادونه د کفارو تر یرغلونو لاندې راځي، د مسلمانانو د وژلو او زورولو نوي او حیرانوونکي تکتیکونه په کار اچول کیږي خو لنډه يې دا چې هيڅ یوه داسې پلمه نشته چې کوم مسلمان يې په سبب له جهاد نه ځان خلاص کړي، ولې بیا هم د ډیرو ایمان پلورونکو له خولو دا جمله  په اسانئ سره بار بار راوزي چې جهاد اکبر او جهاد اصغر، حال دا چې د قرآن کریم په ایتونو او نبوي احادیثو کې د دوی د خبرو هیڅ کوم ثبوت نشته، هغه مقوله چې له جهاد نه تښتیدونکو ورته د حدیث نوم ورکړی دا ده:

رجعنا من الجهاد الاصغر الی الجهاد الاکبر قالوا و ما الجهاد الاکبر؟ قال جهاد القلب.

ژباړه: نبي اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي چې موږ له وړوکي جهاد نه اوس لوی جهاد ته راغلو، یو چا پوښتنه وکړه چې اې د الله جل جلاله رسوله! لوی جهاد کوم جهاد دی؟ هغه مبارک صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: د زړه جهاد( کافرانو سره جهاد وړوکې جهاد دی).

په دی هکله  ملا علي قاري رحمة الله علیه په خپل کتاب کې موضوعات کبیر کې حرف راء په ۱۲۷ مخ کې د دی روایت له نقل کولو وروسته د ابي حجر عسقلاني په حواله سره لیکي: خلکو په ژبه دا الفاظ د حدیث په نوم جاري دي، حال دا چې دا د ابراهیم علبه نومي سړي وینا ده.( تنظیم لاشتات مشکوة اول جلد ۱۶۷مخ)

د همدغه په اصطلاح حدیث په اړه التعلیق الصبیح او بیضاوي لیکلي دي چې ابن تیمیه رحمه الله  و فرمایل: هذا حدیث لا اصل له» یعنې د دې هيڅ اصل نشته، همدارنګه په فتاوی عزیزیه کې شاه عبدالعزیز رحمة الله علیه د یو پوښتونکي په ځواب کې وفرمایل: دغه خبره چې د حدیث په نوم یادیږي د صوفیاء کرامو په تصنیفاتوکې ډيره موندل کیږي، او د هغوی په نزد دا نبوي حدیث دی، بهرحال له جهاد اکبر نه مراد دا نه دی چې له جهاد نه فارغ شي او بیرته راشي بلکه له جهاد اکبر نه مراد دادې چې د نفس او شیطان سره جهاد وکړل شي، دا تفسیر د صوفیانو خیالات دي او د ټولو علماؤ خلاف دي چې له جهاد اکبر نه مراد له جهاد نه فراغت او راتلل دي  او د سلیقه د کتابي او عبارتي پوهې د دې نه نفرت کوي چې وروسته راتلل لفظ ( رجعنا) مفهوم دی.

your ads

د شاه عبدالعزیز رحمة الله علیه له په نزد دا خبره یواځې د صوفیانو کلام کیدای شي، همدا شان د کتابي پوهې طریقه هم دا نه ده او نه هم په عبارتونو د پوهیدو طریقه داسې ده، دا چې شاه عبدالعزیز د وخت یو ستر عالم پرې اعتراض کړی معلومه شوه چې دا حدیث نه دی.

همداراز مشارع الاشواق الی مصارع العشاق په ۳۰ مخ کې لیکلي چې د اسلام دښمنانو کله دا ولیدل چې د مسلمانانو سره د حفاظت لپاره د اعلاء کلمة الله  په خاطر جهاد یو ستر او اساسي قوت دی تر څو پورې چې جهاد وي نو د اسلام پر وړاندې د دوی بری ناشونې دی، ځکه دوی ولیدل چې د جهاد في سبیل الله په برکت سره مسلمانانو د نیمې پیړۍ څخه په کم وخت کې نیمه نړۍ فتحه کړه، د معاصری نړۍ کفارو چې  د اسلام او کفر ترمنځ د تیرو جګړو او د مسلمانانو د بریاو تاریخ ولوسته نو د جهاد د له منځه وړلو، بدنامولو او ګډوډولو لپاره يې پخپلو کې سره ډيری مشوری وکړی او بلاخره دی نتیجې ته ورسیدل چې د جهاد د مخنیوي یوه اسانه لاره داده چې د مسلمانانو په منځ کې د راحت طلبۍ مفکوره عامه کړل شي، مسلمانان د دنیا په ژوند، د کور، ښځې، بچیانو او خپلوانو په محبت کې راګیر شي، تجارت او کاروبار ورته پیداشي نو بیا مسلمانان په اسانه جهاد ته زړه نه ښه کوي، همدې نقطې ته په پام سره کفارو د مسلمانانو په منځ کې د جهاد اکبر او جهاد اصغر خبره را پورته کړه او دومره يې مشهوره کړه چې نږدی د هر مسلمان تر غوږه يې ورسوله لکه نن چې موږ او تاسو ګورو، ځکه کفار پوهیدل چې د کومې خبرې نسبت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته شوی وي مسلمانان يي په مینه قبلوي، بیا يي دا الفاظ ( رجعنا من الجهاد الاصغر الی الجهاد الاکبر) درواغجن حدیث په مسلمانانو کې خپور کړ.

دا الفاظ هیڅکله حدیث نه دی، د دې الفاظو ویونکې ابراهیم علبه نومې سړی اګر چې ثقه ؤ خو دارقطني وئیلي دي چې د ده طرفته هم د دې عبارت نسبت واضحه نه دی، کله چې د مسلمانانو په منځ کې دا الفاظ د حدیث تر نامه لاندې مشهور شول نو په مسلمانانو يې دا اثر وشو چې هغوی د کفارو سره جهاد ته شا کړه او د نفس سره په جهاد مشغول شول، په ذکر او فکر کې مشول، دنیا يې کفارو ته ورپریښوده، بالاخره کفار غالب او مسلمانان مغلوب شول، اوس د غلامۍ ژوند تیروي.

همدا راز خطیب بغدادي رحمة الله علیه د دې عبارت نه لږ جدا عبارت سره یو حدیث ذکر کړی دی چې د هغې ژباړه داسې ده: حضرت جابر رضي الله عنه فرمايي چې رسول کرم صلی الله علیه وسلم له یوې غزا نه راستون شو نو صحابه کرامو رضي الله عنهم ته ېې وفرمایل: هرکله راشۍ هرکله راشۍ تاسې له وړوکي جهاد نه لوۍ جهاد ته دوباره راغلۍ، اصحابه کرامو پوښتنه وکړه چې یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! لوی جهاد څه دی؟نو نبي اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: د خپلو خواهشاتو خلاف مبارزه کول لوی جهاد دی، په دې حدیث باندې هم ډیرو علماؤ جرحه کړی ده، څرنګه چې د دی حدیث په راویانو کې یو راوي خلف بن محمد خیام دی حاکم رحمه الله فرمايي چې د ده احادیث قابل د اعتبار نه دي او ابویعلي خلیلي رحمه الله فرمايي چې دې ډير ضعیف ؤ هر وخت به ورته شکونه پیداکیدل او کله کله خو به يې داسې حدیث هم رانقل کړ چې هیچاته به یې معلومات نه وو، ابوزرعه رحمه الله فرمایلي دي چې دا ډير دروغژن سړی ؤ حدیثونه به یي له ځانه جوړول او ابن عدي رحمه الله فرمايي چې: د دې سړي ټول احادیث له ځانه جوړ شوي دي، شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله به فرمائیل: چې بعضي خلک دا حدیث نقل کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم له تبوک نه په بیرته راتلو باندې وفرمایل (( رجعنا من الجهاد الاصغر الی الجهاد الاکبر فلا اصل له)).

ژباړه: موږ له وړوکي جهاد نه لوی جهاد ته وروسته راغلو، د دې حدیث هیڅ اصل او بنیاد نشته( مشارع الاشواق ۳۱ مخ)

د جهاد مع النفس او جهاد مع الکفار په هکله د ترمذي شریف د یو قول سره مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمه الله په کوکب الدري اول جلد ۴۲۵ مخ کې لیکې:

و لایخفي ما بین الجهادین من  الالتئام و الاتصال، فانّ مجاهدة الکفار لا تخلوا عن مجاهدة النفس ولا تتصوّرُ دُونها و مجاهدة النفس اذا کمُلت لا تکادُ تترک الرجل لا یجاهد الکفار بلسانه و بسنانهِ.

ژباړه: دا خبره معلومه نه ده چې جهاد مع النفس او جهاد الکفارد دواړو په منځ کې اتصال شته، ځکه چې ل کافرانو سره جنګیدلو کې د نفس مجاهده کیږي او د نفس د مجاهدې نه بغیر له کفارو سره د جنګیدو خو تصور هم نه شي کیدای او پاتې شوه دنفس مجاهده، نو د نفس مجاهده چې کله مکمل شي نو دا بیا سړی له کافرانو سره له جنګیدو نه بغیر نه پریږدي( خامخا يې جهاد ته تشویقوي) اګر که په ژبه سره وي، یا په توره او نیزی سره وي.

وفضّل الله المجاهدین علی القاعدین اجراً عظیما(النساء:۹۵ایت)

یوه شیبه دلته تم کیږو د دې ایت مخاطب صحابه کرام رضي الله عنهم دي یعنې لمړی د هغوی په باره کې نازل شوی، د دې ایت د نزول په وخت کې یوه ډله اصحابه کرام هغه وو چې جهاد ته وتلي وو او یوه ډله هغه وه چې جهاد ته نه وو وتلي او د فرض کفایي جهاد په صورت کې ورته د نه تللو اجازه وه، البته هغه ډله چې جهاد ته تللی وه الله جل جلاله هغه په دوو توپیرونو سره لوړه کړه، یو دا چې د ناستو( پاتې خلکو) او نه تلونکو په مقابله کې د وتونکو خلکو درجه لوړه ده او دوی ته به لوی اجر ورکول کړای شي، دوهم دا چې تلونکي خلک مجاهدین دي او په دغه وخت کې نه تلونکي قاعدین یا ناست خلک مجاهدین نه دي، بلکې مجاهدین هغه شول چې جهاد ته وتلي وو( کوم اصحابه کرام چې له جهاد نه پاتې وو که یې هر څومره ښه کارونه کول او دې کې شک نشته چې ښه کارونه به یې کول مګر دلته مهمه خبره داده چې هغوۍ خو ټول د نفس په تزکیه یا د نفس سره په مجاهده کې بوخت وو ولې نو بیا پرې هغه کسان بهتر و بلل شول کوم چې جهاد ته تللي وو؟؟ په داسې حال کې چې جهاد هم فرض کفايي وو، اوس لږ فکر پکار دی چې د فرض کفایي جهاد دومره لوړه درجه ده چې تر سره کونکي يې په ناستو او د نفس سره په مجاهده بوختو خلکو باندې فضیلت لري، نو د فرض کفايي جهاد به څومره لوړه درجه وي؟)

که چیري د نفس سره مجاهده د سنګر له جهاد نه بهتره وای نو بیا د (( وفضل الله المجاهدین علی القاعدین)) څه مطلب شو؟ بیا خو به د دې ایت په مفهوم باندې  پوهیدل ګران شي، یوه خبره دا هم په یاد لرۍ چې سلف صالحینو د جهاد په اړه څومره کتابونه لیکلي دي ټول یې د جهاد مع الکفار په هکله دي،  تر ننه پورې هیڅ یو داسې معتبر او مستند اسلامي کتاب نشته چې هغه دې د جهاد د فضائلو په باره کې لیکل شوی وي او د نفس په جهاد باندې يې بحث کړی وي، البته د ریاضت په نوم چې کوم کتابونه لیکل شوي دي هغو ته يې د زهد او تقوی نوم ورکړی چې پخپله د عبدالله ابن مبارک رحمه الله یو کتاب الجهاد اوبل  کتاب الزهد د دواړو مضامین جدا جدا دي، او بیا دا فکر هم پکار دې چې شاوخوا ۵۰۰۰۰ تنو اصحابه کرامو رضي الله عنهم خپل ژوند د جهاد په سنګرونو کې د کفارو په وړاندې د مبارزې له کبله قربان کړي نو آیا د هغوی ژوند په دومره وړوکي کار کې مصرف شو؟؟ آیا دغه ۵۰۰۰۰ تنه اصحابه کرام د نفس سره د جهاد کولو نه عاجز وو؟؟ یا د دې په ګټه نه پوهیدل؟؟ د نفس سره د جهاد هیڅ کوم داسې ثبوت نشته چې ورته جهاد اکبر وویل شي.

پورته لنډ او مختصر بحث چې معلومات مې د دعوت الجهاد له کتاب نه راخیستي، موږ او تاسو ته په واضح ډول یو پیغام دې چې د نفس سره مبارزه یوه جدا خبره ده او جهاد اکبر ورته ویل هیڅ کوم اصل نلري، نه یې په احادیثو صحیحه و کې ثبوت شته او نه یې د سلف صالحینو په کتابونو کې کومه یادونه موندلای شو، که جهاد کول وي نو هغه جهاد دی وشي چې ستا سر او مال د الله جل جلاله له دین او د خپل مسلمان امت د دفاع په لاره کې قربان شي، هسې پلمې او بهانې ورته لټول پکار نه دي، د سنګر مجاهد په عین حال کې نفس سره هم په مجاهد بوخت دې نو ځکه خو الله جل جلاله په ناستو عبادت ګذارو خلکو او پلمو جوړونکو دواړو باندې د مجاهد في سبیل الله درجه لوړه فرمایلی ده، هیله ده چې دغه مختصر معلومات د درنو لوستونکو د استفادی وړ وګرځي.

 

حماد ایوبي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب