په اوبو کې ټوپ وهنه د زړه د درېدو لامل ګرځېدلی شي؟
ډیری وګړي دا ګومان کوي چې د ګرمۍ په ورځو شپو کې په سړو (یخو) اوبو کې ټوپ وهل د زړه د درېدو لامل ګرځي. آیا دا خبره صحیح ده؟
د دغې استفسار په رد کې د آلمانیا د زړه د بیمارۍ او سپورټي برخي د طب متخصصه (سوزانه بیریش راميل) دغه خبر د سالم بدن تنانو په اړه ردوي، خو د ځینو اشخاصو په اړه بیا په یخو اوبو کې په ناڅاپه توګه ټوپ وهنه د هغې د ژوند د خطر لامل ګرځېدل تاييدوي.
رامیل زیاتوي: د ګرمۍ په موسم کې اوبه د هوا په نسبت ډېري سړې وي، او په ناڅاپه توګه د بدن د حرارت درجه بدلول را بدلول د یخوالي سره د ټکر سبب ګرځي.
او هرڅومره چې د هوا او د اوبو د حرارت درجو ترمنځ توپیر پیدا کېږي په هماغه اندازه يې خطر هم زیاتېږي، خو د زړه درېدنې حالت ته نه رسېږي، خو هغه تنان چې سالم زړه نلري او د زړه په بیمارۍ اخته وي د یو ناڅاپه یخوالي د مخامخ کېدو لامله د دې توقع هم کېدای شي چې د مرګ د خطر سره مخ شي، چې دا خطر هغه مشران چې د زړه په بیمارۍ اخته دي هغو ته ډېر متوجه دی.
د دغه خطر څخه د بچ کېدو لپاره المانۍ ډاکټره د دې نصیحت کوي چې پکار ده په اوبو کې د ټوپ وهنې څخه دمخه باید بدن یخ کړل شي او بیا اوبو ته ټوپ ووهل شي./عماد الدین سعید