په ولاړه اوبه څښل کومې ناروغۍ رامنځته کوي؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم څوارلس سوه کاله پخوا په ناسته د اوبو څښلو امر کړی، او لامل یې هم روغتیا ته د زیان رسول ښودل شوي، چې اوس روغتیا پوهان وایي په ولاړه اوبه څښل بدن کې یو شمېر ناروغۍ رامنځته کوي.

په عام ډول ډاکټران د اتو ګیلاسو اوبو څښلو توصیه کوي، په ځانګړي ډول سهار په نهاره، چې د یو شمېر ناروغیو مخه نیسي، دوی وایي چې د انسان د مغزو ۶۰ سلنه برخه له اوبو ترکیب شوې ده، په همدې اساس که اوبه کمې وڅښل شي د یادښت ځواک کمزوری کوي، همدا ډول د پښتورګو ناروغي ښه کوي، د هاضمي سیستم او د کولمو ناروغۍ له منځه وړلو کې مرسته کوي.

سربېره پر دې سهار په نهاره اوبه څښل د نري رنځ، سر درد، هډوکو درد، زړه ناروغیو او د وزن په کمېدو کې پوره مرسته کولای شي، خو د اوبو څښلو سمه لاره کومه یوه ده، او په ولاړه اوبه څښل کومې ناروغۍ رامنځته کوي؟

د اوبو څښلو سمې لارې:

په بسم الله پېل کول، په ناسته څښل، په کوچني ساه ګانو (چې له درې څخه کمې نه وي) څښل، او په پای کې الحمد لله ویل، دغه لاره عملي کول نبوي سنت هم دي او د روغتیا لپاره هم ګټوره ده.

په ولاړه اوبه څښل لاندې ناروغۍ رامنځته کوي!

د مرۍ ناروغي

په ولاړه اوبه څښل د مرۍ لاندې پرخې ته زیان رسوي، چې د انسان د مرۍ لاندیني عضلات زیانمنیږي، هغه عضلات چې د معدې سره نښتي دي، دغه کار د معدې او مرۍ ترمنځ ناروغي رامنځته کوي چې په طبي اصطلاح ورته (Gastroesophageal reflux) «GERD» ویل کیږي.

هاضمې ستونزې

کله چې انسان په ناسته اوبه څښي بدن، عضلات او عصبي سیستم یې نسبت په ولاړه اوبه څښلو ته ارام وي، او په ولاړه اوبو څښلو سره عصبي سیستم سمدلاسه هاضمي سیستم ته خبر ورکوي ترڅو خوړل شوی او څښل شوی شی ژر تر ژره هضم کړي، خو د ولاړې پر وخت بیا عصبي سیستم دغه وظیفه په سمه توګه نه شي ترسره کولی.

پښتورګي زیانمنوي

کله چې مونږ په ولاړه اوبه څښو، د پښتورګو لخوا اوبه په سمه توګه نه فلتر کیږي، چې په پایله کې مثانه (متیازو کڅوړه) زیانمنوي او اوبه په وینه کې ګډيږي، چې د پښتورګو د خرابېدو لامل کیږي، او کله چې همدغه سیستم تر ډېره وخته دوام وکړي، دواړه پښتورګي له منځه ځي او انسان د مرګ له ګواښ سره مخ کوي.

اعصاب له منځه وړي

په ناسته اوبه څښلو سره زمونږ عصبي سیستم او حواس په ښه توګه کار کوي، او هاضمه هم په اسانۍ سره راولي، خو په ولاړه اوبه څښل بیا ددې برعکس دی، چې د عصبي او هاضمي سیستم مو د بدن سره په جنګ شي، او په پایله کې اعصابو ته سخت تاوان رسیږي.
داکتره راضیه اتل

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب