په انجينرۍ جنتيک کې لومړني ګامونه

د بيولوژي پوهانو له پخوا څخه د جنتيک له انجينرۍ سره مينه درلودله. لکه څنګه چې په دې نږدې وختونو کې یې د انساني انسولينو د برابرولو لپاره له بکتريا څخه کار واخېست يا په نباتاتو کې د بېلګې په توګه په باټينګنو (رومي بانجانو) کې به یې جينونه داخلول، چې د ځانګړو خواصو د منځته راتلو لامل کېدل يا د بېلګې په توګه د اور اوره کي (هغه حشره ده چې د شپې رڼا کوي) جين یې د تنباکو حجرو ته داخل کړ. په نتيجه کې په نوموړي نبات کې جين يو ډول پروټين توليد کړ چې د شپې له خوا نبات روښانه معلومېده. عين عمل یې په حيواناتو کې تجربه کړ.

د جنتيک د انجيرانو د رڼا جين د جلي فيش څخه واخيست او د خوک زايګوټ ته يي پيچکاري کړ چې د ودي او رشدڅخه وروسته د حيوان بدن رڼا کوله. د جنتيک د انجينرۍ پوهان د خوراکي توکو، درملو، مصنوعي منسوجاتو د زيات توليد او ښه کيفيت لپاره له دی علم څخه استفاده کوي. پورته ذکر شول چې د جنتيک پوهانو په پرمختللي لابراتوارونو کې همېشه د نوو صفتونو په منځته راوړلو کې د ناروغيو توليدوونکو جينونو په لهمنځه وړلو کې کوښښ کوي.

DNA يې له دوو يا څو ژونديو موجوداتو څخه اخېستی او يوځای کړی يې دی او د نوو توپير لرونکو خواصو DNA یې منځته راوړي دي چې دې ډول نوي DNA ته Recombinant DNA يا د نوي جوړښت (Recombinant DNA) ويل کېږي. د نوي ترکيب شوي DNA يوه عمده استفاده د شکرې يا ديابت د ناروغانو لپاره د انسولين توليد دی. څرنګه چې په ديابت يا شکرې باندې اخته کسان نشي کولی په خپل بدن کې په نورمال ډول او ټاکلې اندازې انسولين جوړ کړي. ترڅو په وينه کې یې د شکرې اندازه کنترول کړي. له دې کبله په مصنوعي ډول یې اخېستلو ته اړتيا لري.

د جنتيک انجينران د انساني انسولينو توليدوونکی جين بکتريا ته داخلوي، په نتيجه کې بکتريا انسولين توليدوي چې دغه توليد شوی انسولين نسبت د توليد مخکينيو طريقو ته په زياته اندازه او د ښه کيفيت لرونکی وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب