په امریکا کې د ښځو حقوق!!!

پرون سکای نیوز یوه ویډیو خپره کړه، ډیلي ټلیګراف بریتانوۍ ورځپاڼه کاږي، چې نوموړي ويډیو د دیفیډ دیاز په نامه یوه لاروي په خپل موبایل کړې ده.

په ویډیو کې یوه افریقايۍ تور پوستې مېرمن د دوه سړکونو تر منځ په پیاده رو روانه ده، یو په یو، یو پولیس ور پسې راځي او له شا یې رانیسي، سمدستې پر ځمکه را څملوي! په نس کې یې ګونډې ور وهي! او له مخې سره یې په مخ او سر په ډېر وحشتناک ډول په سوکانو وهي،  ته به وايي کوم داړونکی ځناور یې را نیولی! او یا خپله داړونکی ځناور دی او په انسان یې برید وکړ!

په همدې ترڅ کې یې کوم بل ملګری را رسي، ددې پر ځای چې د پولیس په پښو کې پر ځمکه پرته له دې وحشتناک حالت نه وژغوري، د سر له ویښتانو یې نیسي  او له خپل ملګري سره یې په ټینګ نیولو کې مرسته کوي، په داسې حال کې چې مېرمن یوازې دظابط له وحشي سوکانو د خپل مخ د ژغورلو هڅې کوي او بس.

دا په داسې حال کې چې امریکا او غربي هېوادونه تل نارې وهي چې په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو کې له ښځو سره ناوړه چلن کېږي، په پوره باور سره ویل کېدای شي، چې په هېڅ اسلامي هېواد کې به له کومې مېرمنې سره په دې ډول وحشي چلن نه وي شوی، اونه به وشي، په اسلامي هېوادونو کې یو عادي کس نشي کولی او نه کوي، پولیس او حکومت خو لا څه کوې! چې کومه مېرمنه که څه هم چې خپله مېرمن یې وي، په لاره کې را څملوي،  او بیا یې په سر او مخ په داسې یو وحشي انداز کې ووهي!

که فرض کړو چې دې مېرمنې لوی جرم کړی وي، یا به یې قتل کړی وي، یا به یې غلا کړې وي، تر دې اخوا خو بل لوی جرم نشته، که وي هم په دې ډول د مېرمنې رانیول، او په ځمکه یې څملول او بیا وهل، یقینا چې په یوه ټولنه کې د یو غیر معمولي وحشت استازیتوب کوي!.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب