په اسلام کې قتال ولې او د څه لپاره جايز ګڼل شوی؟

په [حَتَّىٰ يُعْطُوا الْجِزْيَةَ] کې د قتال موخه په روښانه توګه بيان شوې ده. که چېرې يې ويلاى واى، چې ((حتى يسلموا)) نو بيا به دا فکر کېده، چې د قتال هدف د تورې په زور ددوى مسلمانول دي، خو چې [حَتَّىٰ يُعْطُوا الْجِزْيَةَ] يې وويل، نو معلومه شوه چې د جزيې پر ورکولو خوښي ښودل د قتال وروستى بريد دى. له دې وروسته يې پر نفس او مال حمله کول روا نه دي، که اسلام ومني او که نه. لکه چې د بدائع الصنايع مصنف ليکي:

((نهى سبحانه و تعالى اباحة القتال الى غاية قبول الجزية و اذا انتهت الاباحة تثبت العصمة ضرورة)) [ج – صـ ١١] (الله تعالى د قتال د اباحت لپاره د جزيې منل د پولې په توګه ټاکلې، کله چې د هدف د ترلاسه کېدلو پر مهال اباحت له منځه ولاړ، نو په لازمي توګه د ذميانو د مالونو او نفسونو تحفظ هم ثابت شو).

نو پر همدغه بنسټ د ذميانو په اړه ټينګار شوى، چې نفس، مال او عزت به يې له هر ډول يرغل څخه په امن ساتل کېږي. پر مسلمانانو لازمه ده، چې د هغوى د ساتنې په خاطر جګړه وکړي او خپله وينه تويه کړي. لکه چې حضرت علي رضی الله عنه فرمايي:
((انما قبلوا عقد الذمة لتکون اموالهم کاموالنا و دمائهم کدمائنا)).

(هغوى د ذمې عقد ددې لپاره پر ځان منلى دى، چې مالونه يې زمونږ د مالونو په څېر او وينې يې زمونږ د وينو په څېر د درناوي او احترام وړ وګرځي).

حضرت عمر رضی الله عنه فرمايي:
((اوصيه بذمة الله و ذمة رسوله، ان يوفي لهم لعهدهم، و ان يقاتل من ورائهم، و لا يکلفوا الا طاقتهم)).
(زه وصيت کوم، چې د الله جل جلاله او د هغه د رسول ( ذمې ته دې پاملرنه وشي او هغه داسې، چې ورسره دې ژمنې پوره کړاى شي، د هغوى د ساتنې لپاره دې جګړه وکړاى شي، د خراج (ټيکس) بار دې پرې له توان څخه زيات نه اچول کېږي).
رسول الله ( يې د وينې پر درناوي ټينګار کوي او فرمايي، چې:

((من قتل معاهداً لم يرح رائحة الجنة و ان ريحها لتوجد من مسيرة اربعين عاماً)).
(څوک چې يو معاهد ووژني د جنت خوشبويي به يې هم په برخه نشي سره له دې، چې د جنت خوشبويي د څلوېښتو کالو پر واټن هم محسوسېږي).

ځنې خلک وايي، چې ددوى د مال او نفس درناوى يواځې له دې کبله په کار دى، چې تړون او ژمنې ته يې درناوى وشي. خو دا خبره سمه نده، ځکه چې نوموړى حکم د ټولو ذميانو لپاره عام دى، سره له دې چې د ذمې يواځې يو عقد نه دى، چې د اسلامي دولت سره منظم تړون او لاسليک وکړي، بلکې يو بل ډول هم لري او هغه دا چې خپل ځان اسلامي دولت ته وسپاري او هغه يې په خپله د ذميت پرېکړه وکړي. لکه چې فقهاوو نوموړې قضيه په ډېر صراحت بيان کړې ده او ويلي يې دي چې که چيرې مسلمانان يو هېواد د تورې په زور فتح کړي او د هستوګنو سره يې کوم تړن هم نه وي کړى، بيا هم کولاى شي، چې د فتح شوو نامسلمانو په اړه د ذميت پرېکړه وکړي، امام ورته جزيه وټاکي او د الله جل جلاله او رسول الله  په ذمه کې يې داخل کړي. [پدې اړه دې بدائع الصنايع، جـ ٧، صـ ١١٠ او ١١٢ وکتل شي].

نو له دې څرګنده شوه، چې د قتال حکم د کومې دينې دښمنۍ پر بنسټ ندى، که داسې واى نو هېڅکله به يې د هغو خلکو (ذميانو) د نفس او مال د ساتنې ذمه واري نه واى اخستې، چې د چا سره له اطاعت نه مخکې د جنګ حکم شوى ؤ، سره له دې چې څوک مطيع وګرځي، له هغه سره د ديني دښمنۍ پالل نور هم اسانه کېږي. او دا خبره هم له عقل نه ډېره لرې برېښي، چې د قتال حکم دې يواځې د جزيې د ترلاسه کولو لپاره شوى وي، ځکه چې د يو څو درهمو په بدل کې د هغو د مال او نفس ساتل او د هر دښمن په مقابل کې سينه سپر کول، هېڅوک پر ځان نشي منلى، په دې خو چا سوچ ندى کړى، چې يو ذمي يواځې له جزيې ورکولو وروسته ښه په آرام او ډاډه زړه خپل کاروبار پر مخ بيايي او ښه په اطمينان د خپلو بچيانو او کورنۍ سره د ژوندانه خوشحاله او سوکاله شېبې تېروي، خومسلمانان د هېواد د ساتنې لپاره، په سنګرونو کې شپې سبا کوي او د جنګ په ډګر کې د نفس او مال قربانۍ ورکوي. ايا مسلمانان نشي کولاى چې له ذميانو جزيه هم واخلي او په جنګ کې يې هم له ځان سره شريک کړي؟ خو بيا هم داسې نکوي.

نو کله چې د جزيې په ورکولو يې د وژنې اباحت له منځه ځي او د جزيې په منلو يې د عدل او امن ټول مسئوليتونه د مسلمانانو پر اوږو بارېږي، نو معلومېږي چې د جنګ اصلي هدف د فتنې او فساد مخنيوى او د امن او قانون تابع کول دي. او د جزيې په نامه ټيکس ترې يواځې ددې لپاره اخستل کېږي، چې د حفاظت او ساتنې په لګښتونو کې ونډه واخلي، چې مسلمانان يې ترسره کوي او پر اطاعت او انقياد ټينګ پاتې شي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په اسلام کې جهاد له کتاب څخه

اصلاح انلاین

د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب