د مینې او مین په هکله ښایسته مصرۍ

ته نقاب دمخه لری کړه بس زه به درته گورم
د نظر پروا ونکری جیب می ډک دسپلنو دی

وخت نه وخت په یارۍ باندې رنګا رنګ ټپې او مُصرۍ ویلي شوي دي چې ځنې یاري ستايي او د ژوندانه ټولې ښیګڼې په یارۍ کې لټوي او هر ځه ترېنه قُربان او صدقه کوي . خو ځینې بیا ټول کړاونه او ستونځې په یارۍ پورې تړي ګڼي او نورو ته هم لارښونه کوي چې له دې غذاب ځخه ځان وساتي. تاسو درانو لوستونکو ته د یارۍ په هکله په لاندې ډول لنډۍ وړاندې کوم او هځه به وکړم چې ډیرې لنډۍ برابرې کړم
**********  نوي  **********
چې د یارۍ مطلب د نه وؤ *** زما وده زړګۍ د ولې ویښه ونه
زما د مینې یار ملنــګ شو *** اوس به دیرې د ملنګانو لـــټومه
ما ویل یواځې زما یار يې *** د اختر ټال یې هر سړی د زنګوینه
یاره آینه دستمال د واخله *** نه د یاري کړم نه د نښې ګـرځومه
ما د یاري کله کوله *** ســــــر تور ولاړ وې له ښیرو د ویریدمه
ما ته له ډنډ نه خټه راوړه *** د اوسنۍ زمانې یار ترې وړه ومه
ستا د قسم په حُسن خپل وي*** که یار د بل وي ما ته راکړه ځوابونه
یار مې د جیګو غرو شپونکی دی*** ما ته به راوړي د وطن د غرو ګلونه
یار ته مې بد ولـــــي نه دي *** نا حــــقه زړه زما نه ولې بدوینه
که لیونی یې زما یار یې *** دا لیوانیان د کلي چا ایستلي دینه
ستا یارانه د ونې سیوری *** کله په کله په نورو خلکو وینه
مخ په قبله مې د یار کور دی *** لمنځ بهانه کړم د خپل یار دیدن کومه
***********  پخوانۍ  **************
عمر مې ټول غُربت کې تیر کړ *** یار مې راضا شو اوس بادشاه د وطن شومه
یار په یارۍ کې ضامن غواړي *** زه په پرادي وطن کې ځوک ضامن لرمه
وطن د یار سره مزاه کړي *** چې یار د نه وي ځه وطن ځه بې وطنه
ټګي د وکړه ټګه یاره *** د ستا کم اصله په یارۍ وشرمیدمه
خلک جوړه جوړه ګرځیږي *** زه مې د یار قبر ته ځم ژاړه راځینه
یاره راځه چې سره لاړ شو *** وروستۍ خبرې به سپینږیري خلاسه وینه
یاره وفا را سره وکړه *** که بې وافا شې زه به مړه له غمه شمه
یار مې په شنو سترګو مین دی *** زه به دا تورې سترګې چیرې بدلومه
لږ را نیږدې شه ښکلیه یاره *** چې د ښایسته سترګو دې وکړم دیدانونه
یار مې دُبۍ کې مسا فر شو *** نور به باقي عمر په غم کې تیره ومه
یار مې زرګر دې پیښور دی *** ما ته به جوړ کړي د سروزرو زنځیرونه
یاره قسم را سره وکړه **** که نزاولي مې ساتې در سره ځمه
یاري دې نه کوم ډاریږم *** د لرې لرې تماشې به دې کومه
یاري د جیګې جینۍ خواند کړي *** چې په ملا ماته شي تر ځټ خوله درکوینه
جینۍ وړوکي په یارۍ شوه *** لویه به نه شي لاس وهینې شوه مینه
مینه لــه مینې پیدا کـــــیږي **** په مینه مینه د کتم مین د کـــــړمه
مینه په تلو راتلـــو زیاتیږي  ***  کله راځــــــه کله به زه درځم مینه
مینه د نه ده سره لمبه ده *** په اندامونو مې خواره شوه ویې سومه
مینه د وکــړه رانه ولاړې  ***  وس به د بل کلــــي کې چیرته لټومه
مینه اول سـړی بادشاه کړي *** د ملنګۍ برخه بیا وروسته ورکوینه
اول د ویل چې را مین شه  *** اوس را ته وایې زړه د صبر کړه مینه
زه د په ځان باندې مین کړم*** تا بې وافا شوې اوس مې نه کړې ټپوسونه
مین د خدای ګناهګار نه دی  ***  په زیړو ګولـــو د هر چا مینه راځینه
په قدمو د خدای مین  کړم *** ما  ته په سپین میدان کې کیږده قدمونه
مینه د خدای او رسول ښه ده *** دا نورې مینې بې وافا تیرې به شینه
زه په مین سړي پوهیږم *** شونډې یې وچې رنګ یې زیړ اوښتئ وینه
ته مین نه یې نه دروغ وایې*** نه د رنګ زیړ دی نه د شونډې وچې دینه
چیرته مین سړی ولاړ  دی **** ساړه ساړه اسویلي کړي باد یې راوړینه
۲
که یارانه راسره نه کړې  ***  دُمره خو وایه چې مین در باندې یمه
عالمه مینه مینه نه شته  ***  سوداګــــري ده یو په بل یې خرڅوینه
زه د اوله ملنګ نه ومه *** په تا مین شوم اوس ملنګ د دُنیا شومه
مینې د داسې لیوانی کـړم  *** په لارو ځم لکه قصاب ګوتې شمیرمه
مینې د داسې لیوانی کړم  ***  په غرونو ګرځم خپل پردی نه پیژانمه
اخیر په خپله خدای مین کــړم  ***  ما په مینو پورې ډیر خندلي دینه
مینه د نه ده سره لمبه ده ***  زه د په وسوم خدای د نور درنه ساتینه
یو د غریب پیدا کــــــړم خدایه *** بل د مین په کبرجنه جینۍ کــــــړمه
زړګی مې دوه ځایه مین دی  ***  یوه یې وړه ده بله خوله نه راکوینه
مازدیګر لمونځ رانه قضا شو *** نوی مین وم په دیدان نه مړیدمه

ولايت خان ځدران

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب