په اسلام کې د حياء ارزښت

حياء دهرانسان د شرف او عزت د پېژندلو نښه ده.  دانسان دوقاراوعزت معيارهم له حيا‌ء ځخه پيژندل کېږې څومره چې په يوه چا کې حياء زياته وې په هماغه اندازه يې په ټولنه کې خلک ديوه ښه شخص په توګه پيژني ،نوځکه خودهمدې خبرې دتايد لپاره درسول الله (ص) يوښکلې حديث هم شته، روايت شوى،  چې يوه ورځ جناب نبې کريم (ص)په يوه باغ کې تشريف درلوده داسې چې لنګ مبارک يې وهلې وه اوپښې مبارکې يې دکوهې پرغاړه ځوړندکړې وې، دې وخت کې سيدنا ابوبکر(رض) راغې، نبې کريم ص هماغه شانته ناست و، لږوروسته سيدنا عمر(رض) راغې بيا هم مبارک (ص)په  خپل حال و، بيا سيدنا علې (رض) راغې بيا هم ناست و، په اخر کې چې کله سيدنا عثمان بن عفان (رض) راغې، نبې کريم (ص) خپل ځان مبارک راغونډکړاوپرخپومبارکويې لنګ مبارک راتاوکړه، اودعثمان بن عفان(رض) څخه يې پرده وکړه.

له اصحابو څخه يوچاپوښتنه ورځنې وکړه چې اې دالله (ج )رسوله(ص) ابوبکر (رض) راغې تاسوپرده ونکړه بيا عمر (رض) راغې بيا هم تاسو پرده ونه کړه حتې چې علې (رض) راغې تاسو هم پرده ونکړه خوکله چې عثمان( رض) راغې نوتاسو پرده وکړه ،رسول الله (ص) ورته وفرمايل چې دعثمان (رض) څخه داسمان فرشتې حياء کوې نوزه ځکه ورڅخه حياکوم،مونږ و ګورو چې حياء څومره اوچت مقام لرې اوپه دې هکله ګڼ روايات له جناب نبې کريم ص څخه نقل شوې دي.
په دې خبره پوهېدل ډيرضروري دي چې د پيغمبر(ص)  په هره خبره کې لوى لوى حکمتونه وو،مونږټول بايد خپل ځانونه دحياء په جامه سمبال کړو.بي حيائې په ټولنه کې ډيرې  بدې اغيزې لرې . حياء دايمان يوه برخه ده،که هرچانه دابرخه کنډوه شوه ،دهغه ايمان هم مکمل نشو،اوهمدارنګه که وګورودخپلو پاکوصحابياتو ژوندته چې هغوې څومره دحياء په جامه سينګاروې ،کله چې فاطمه (رض)وفات کيدله، وصيت يې کړې وه چې زما جنازه به دشپې وړې اوپه جنازه به مې يوه ډولې جوړوئ، چې زماوجود بالکل له لرې نه هم خلک ونه ګورې، پکارده چې زمونږټول مسلمانان وروڼه په تېره بيازمونز ټولې خوېندې بايدځانونه دحياء په جامه سينګارکړي، لباسونه دحياء په ځان کړې په ښاراوبازار کې يې ګرځيدل بغيرله ضرورته نه وې اوکه وې بايدله حياء نه ډک وې ،داسې نه وې چې دکفارو،هندوانواونوروټولوغيرمذهبه کلتوراولباس خپل کړې ،ددې څخه دې ځانونه وساتې  اوپه خپل کورکې دې دحياء اوعزت نه ډکې  شې اوورځې تيرې کړي .
يوورځې رسول الله (ص)سره يواصحابې عبدالله ابن مکتوم(رض) چې هغه په دواړو سترګوړوندو، درسول الله (ص) سره کورته راغې بيبانوورڅخه پرده ونه کړه ،رسول الله (ص) ورته واېي چې تاسوولې پرده ونه کړه، هغوې وويل چې هغه خوپه دواړوسترګوړوند دې ، رسول الله (ص)ورته و فرمايل : تاسو خوبيناياستئ تاسوورڅخه پرده وکړې ،نواې دمحمدرسول الله (ص) دامت بيبيانونن دغه فرمان تاسوته متوجه دې چې وګورې څومره په دغه پاک حديث باندې تاسوعمل کړى دې،راځې چې دنبې کريم (ص)دغه فرمان راواخلو اوپه خپل روزمره ژوند کې يې عملې کړواوخپله حياء اوپرده په کلکه وساتو. که يوتعدادخويندې په مختلفوداخلې اوخارجې دفترونو کې کارونه کوې نوهغوې ته داپه کارده چې  دخپل حياء اوايمان خيال وساتې اودخپلې پردې پوره پوره خيال وساتې خپل افغانې پت اوغزت وساتې چې همداېې ددونيااواخرت کاميابې ده،يوبل څه چې زه غواړم اشاره ورته وکړم هغه په تلويزيونونوکې خپريدونکې بيلابيل پروګرامونه دي ،مونز په دې باندے ټول پوهيږو چې تکنالوژي هم منفي اوهم مثبت اړخونه لري ،له بده مرغه اکثره يې داسلام په خلاف دي،مونږبايد فکر وکړومن حيث ديوه فاميل دسرپرست چې آيا دغه تلويزيون چې نن ورځ زما دکورټول اعضاء يې ګورې څومره دانديښنيې وړدې اوڅومره دنيوي اواخروې اضرارلرې، آيا مونږدافکر کله هم له ځان سره کړى دى اوکه نه؟  . دتلويزيون ناوړه پروګرامونه دکفارويوه وسله ده چې داسلام ددښمنانو په واسطه زمونږددين اومذهب په ښکاره خلاف استعماليږې ، اوزمونږ دټولنې لپاره يوناسوردې ،بايد فکر وکړوچې نن ولې زمونږ په يوه اسلامې ملک کې دکفارودخوښې اوزمونږدعقيدې ،مذهب کلتور اوفرهنګ په ښکاره خلاف داسازشونه اودسيسې جوړيږې اوعملې کيږې دغه ننې سريالونه چې خپريږې آيادازمادين اومذهب درواياتو سره سم دې ، ماته زما ضمير اجازه راکوې چې زه يې نن دخپل ټول فاميل سره يو ځاى  وګورم ،اوآيا زما افغانې پت او غيرت اجازه راکوې چې زه يې وګورم ،آيا ديوه فاميل دسرپرست په حيث مناسبه ده چې دې ته اجازه ورکړم چې زمافاميل يې وګورې. اخرولې؟ مونږنه پوهيږو،ترڅوبه دناپوهې په دغه لوې سيند لاهو يو،څه شې دې چې مونږ يې په دهوکه کې اچولې يوپه دې ټولو هرڅه باندې به هله پوه شوچې زمونږسترګې ددې فانې دنيا څخه پټې شې ،پدې هلکه دحضرت علې(رض)يوقول رايادشوچې فرمايې :ټول انسانان ويده دې اودوې به دمرګ په چيغه راويښيږې،راځې چې فکروکړوددغه تلويزيونود ناوړه پروګرامونو په ليدلوسره سره  ،غير ددې نه چې زمونږدټولنې اخلاق راخرابوې دونياوې تاوانونه هم رااړوي ،لکه دمثال په ډول هرکله چې دتلويزون دپردې پر مخ کوم سريال خپريږې دهغوې غيرشرعې لباسونه دنوې موداوفشن سره سم لباسونه دغربيانو، چې هرکله يي  مونږګورو نومونږ هم مجبوريو چې ځانونه ورسره اعيارکړو ترڅودعصرپرمختللۍ لباسونه موخپل کړې وي که هغه هرڅومره زمونږددوداودستورخلاف وې ،اوس دغه لباسونه څنګه اودکوم ځاې څخه راونيسونومجبوريوچې دهمدغه ملکونوڅخه يې راواردکړوترڅودهغوي اقتصادې حالت هم وده وکړي،تاسوفکروکړې داسلام دشمنانو هوښيارتياته و چې څومره د اسلام اومسلمانانو دشمنان دې هر طرف ته فکرکوې، هم مودټولنې اخلاقياتو ته تاوان رسوې اوهم موپه اقتصاد ضربه وارد وي ،ګوري نبې کريم (ص) فرمايلې چې حياء اوايمان سره وروڼه دې اوداسلامې اخلاقوله نظره حياء ډير لوې مقام لري. راځې چې په ګډه سره ددي بې وزله ولس ددرد څخه ځان دردمند کړو اوپرېنزدوچې داټولنه مخ په بربادې لاړه شې. نن داکاروان بې څاروانه شوې دې اوهرڅوک مسؤل دې چې دخپل فاميل سرپرستې په سمه توګه وکړې خپلواولادونو ته داسلام په رڼاکې دقرآن تعليم ورکړې،نبوې سيرت ورته زده کړې ،دخلفاې راشيدينودسپڅيلې تاريخ څخه يې خبرکړې،خپلوکورونوکې دحياء فضاءجوړه کړي چې دهمدغه څخه يوه سالمه ټولنه تشکيليږې،همدارنګه دخپل توان په اندازه دې ولس سره همدردشي، ،مونږسره سره حکومت هم دخپلې وسې پورې  مسؤليت رفع کړې وي چې پرېنږدي بي حيايې،بي ديني اوبداخلاقې په ملک کې عام شې اودغسې کسانوته چې ددې کارونو منشاء دې دقانون منګولوته وسپارې او جزاورکړې ترڅو جامعه ددغه رنګه مفسدينو څخه خلاصه شې.ترڅويوه داسې ټولنه رامينځ ته شې چې ملتونوته ورڅخه خيرخپورشې .
ومن الله توفيق

خوازک عبيد

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب