«که مې مینه ناکې خبرې زده وای نو دنده یې راکوله»

د سینوهه کتاب لولم، لا یې لومړیو پاڼو کې یم. هغه څه چې مې همدا شيبه په دې کتاب کې ولوستل دا دي چې سینوهه وایي له ده سره علم دی چې غواړي په دې کتاب کې یې تر نورو ورسوي نه د دې لپاره چې څوک دې د ده کتاب ولولي او په تاریخ کې دې نوم روښانه پاتې شي.

د دې متن له لوستلو سره سم له ما سره دا پوښتنه پیدا شوه چې زما سره کوم علم  شته چې تر نورو یې ورسوم او نور ترې خبر کړم. داسې ګمان کوم چې ما به هیڅ هم ددې ټولنې لپاره نه وي کړي. زه یوه خبریاله یم، شاید ډیری دا فکر وکړی چې دنده مې تر دې حده سرته رسولي وي چې زما د ادارې غوښتنه وي په ټوله نړۍ کې خبریالانې شته چې کار کوي آن د جنګ او جګړو لومړۍ کرښې ته ځي زما دنده هیڅ توپیر نلري زه به مې له دې کاره څه تر نورو ورسوم چې سبا ورځ لکه د سینوهه کتاب خلک له حقیقتونو خبر کړي خو یو څه چې په نوره نړۍ کې به نه وي دا دي چې دلته مونږ د زړه په وینو کار کوو. یو ډار راسره دی چې کار کوو. په څوکۍ آرامه کښيناستۍ نشو. له مخامخ کس څخه په ډاډه زړه پوښتنه نه شو کولای. داسې نه ده چې ګواکې ددې توانایې به نلرو ددې لپاره چې شاوخوا هر څه راته نارینه ښکاري.

هغه نارینه چې ټولنه یې په خپل لاس کې اخیستې ده. یوه ورځ به داسې نه وي چې مونږ دې د چا له خبرو، له کردار او رفتاره نه و ځورول شوي. هر څه په روښانه ترسره کول او بیانول به شاید تاوتریخوالی ونه وسي. ددې ځورونې تر ټولو خطرناکه څپه هغه وخت ده چې سړی له منځه یوسي یوازې د یوه روباټ په څېر ها خوا او دې خوا ته تګ کول وکړي ځکه نوره له منځه تللې وې. خو نن چې مې د «هشت صبح» په ورځپاڼه کې د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه دا ریپوټ ولوسته چې د ژورنالیستانو د اتحادیې مشر په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو د تاوتریخوالي د کمښت لپاره یوه حل لاره دا ښودلې چې ښځې دې چله « د کوژدې او واده څانګړې ګوتمۍ» په ګوته کړي نو واقعین مې درد ولیده ماویل کاشکې ما د هغه خبریال پر ځای د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې له مشر څخه پوښتي وای چې هغه خبریالانې چې ستاسې دغه حل لاره یې هم عملي کړې څه به کوي چې بیا هم وځورول شي؟

زما د خبریالۍ د کار نه څو کلونه تیریږي له ډېرو او آن خطرناکو کیسو خبره شوې یم چې دلته یې په مستعارو نومونو د هرې یوې خبریالې د کاري چاپیریال ترخې خاطرې را اخلم.

مرضیه «مستعار نوم»

your ads

ټیلیفون مې راواخیست غوښتل مې له یو چا سره مرکه وکړم. خو ګورم شمیره یې نشته راسره. و مې لټوله پیدا نشوه. له دومره ډېرو کارونو سره سره اړینه وه لاړه شم د فیسبوک ای دي مې خلاصه کړم. فیسبوک له خلاصېدو سره سم مې په آن لاین شویو دوستانو سترګې ولګیېدې. په ډار سره  باید دلته مخته تتلې وای خو داچې خبریاله یم نو له ډیریو کسانو سره د اړیکو ساتل مې په کار راځي.

باور وکړه تر ننه له هر چا سره چې خبرې کوم، همدا ډار راسره وي چې له خبرو  مې ناوړه استفاده ونکړي.

دغه ورځ مې د یوه معتبره رسني یو پوه خبریال څخه د یوه وزارت د معین شمېره وغوښته چي لوړې زده کړې یې د ماسټرۍ تر کچې کړې دي. شميره يې ژر راته واستوله. وروسته له هغه چې خبري غونډو او کنفرانسونو ته د خبري پوښښ لپاره تلم نو ځينې وخت به له ده سره هم مخ کېدم. یوه ورځ د فلم افتتاحیه غونډه وه د ریپوټ جوړولو تر څنګ و مې غوښتل خاوند مې هم ګډ راسره فلم وویني تصادفي چې په هغه غونډه کې هم دغه خبریال راغی نو له خپل خاوند سره مې معرفي کړ. ما فکر کاوه چې ماسره به هیڅوک کار نلري ځکه ډیری کسان پوهیږي چې واده مې کړی دی خو هفته لا پوره شوې نه وه چې راته یې د شپې په یوولس نیمو بجو مسج وکړ. «ګرانې سلام… زه غواړم نن درته یوه خبره وکړم اې ګرانې کله چې ته خبرې کوې نو ډېر خوند راکوي او ډیر کله هڅه کوم ډېر وخت له تا سره خبرې وکړم. ستا خبرې راباندې ښې لګیږي که کیږي یو ځای وټاکو او سره ووینو.»

له مسیج سره سم مې یې شمېره پاکه کړه. بیا مې یې مبایل شمېرې ته ځواب ورنکړ. بلاک مې کړ خو لاره رانه ورکه شوه. په ټولو آن په تر ټولو نیکو کسانو مې باور مات شو.

شبنم «مستعار نوم»

یوه معتبره رسنۍ کې مې نوې دوه درې میاشتې کېدې چې دنده اخیستې وه. کله چې په یوه دفتر کې  نوې دنده اخلې په تېره ما چې په رسنیو کې کار کړی نو لیدلي مې دي چې د ډيریو نارینه و فکر دې ته وي چې څنګه دغه نوې راغلې نجلۍ سره یارانه پیل کړي او ما چې نارینه ښه پیژندلي و نو چې کله نوې راغلم نو د کوژده شوې نجلۍ په څېر مې چله «د سرو زرو ځانګړې ګوتمۍ»په ګوته کړه خو له هغه سره سره مې هم داسې رفتارونه لیدل چې سخته یې ځورولم. یوه ورځ چې کله ډوډۍ خوړلو لپاره غوښتل مې «طعام خانې» ته ولاړه شم نو یو چا د شا نه راباندې غږ وکړ. «وبخښی تاسې نوي راغلي یې»

ومې کتل چې یو څوک دي نه یې پيژنم. خپل ځان یې راته معرفي کړ چې د همدې دفتر په یوه بله شعبه کې کار کوي. ښه نو ماسره مو کار څه و. راغبرګه یې کړه هسې ماوېل که څه کار دې لرلو نو پر مونږ امر کوه. ورته هکه پکه پاتې شوم. په سختۍ مې ځان کنترول کړو او ورته ومې وېل  کور دې ودان اوس زه کار لرم. د هماغې ورځې په سبا چې کله له دفتر د کور پر لوري روانه وم نو موټر یې راته ودراوه چې راځه زه مو رسوم نو زه هم  موټر ته ور وختم.

په موټر کې یې بیا پوښتنې پیل کړې. کور مو چیرته دی. ولې عمله موټر کې نه ځئ؟ که د دفتر په موټر کې دې زړه نه غواړي نو زه هسې هم په دې لاره هره ورځ ځم تاسې به رسوم. ورته مې وکتل په قهرجنه لهجه مې وویل نه مننه زه همدلته ښکته کیږم او اړینه نه ده چې تاسې مې ورسوئ په همدې ورځو کې مې واده دی نو ځکه ضرور نه ده عمله موټر کې لاړه شم کور مې نیږدې راځي د دفتر کوڅې ته .

له هغه ورځ وروسته مې هغه کس ونه لیده چې راته نور مزاحمت وکړي حتا نور یې راسره خبرې هم ونکړې.

رڼا «مستعار نوم»

دا مونږ چې په خپلو کارونو کې ډېر صادقه یو خو دا صداقت مو یوه ورځ وژني. ځکه ما په لومړي کال چې دنده ترسره کوله نو له …. رسنۍ سره مې تر څلورو بجو قرار داد خط لاسلیک کړی و خو ددې لپاره چې ما باید د واده په سالونونو کې د ښځینه کارکوونکو«ګارسون» په اړه یو بشپړ ریپوټ جوړ کړی  وای باید له هغوی سره حد اقل د دوه درېو ساعتونو لپاره وخت تېر کړی وای. له همدې کبله د واده سالونونو ته له خپلې یوې بلې همکارې سره لاړم خو هغوی راته وویل چې کارکوونکي یې د ماښام ۶ بجې راځي نو ځکه باید هغه وخت ورشم د مرکې لپاره. موضوع مې له مدیر سره شریکه کړه. فیصله دا شوه چې باید یواځې زه  ۷ بجې ماښام د مرکې لپاره ولاړه شم. مرکې ته ولاړم. د مرکې لپاره باید د هوټلونو ښکتنۍ برخې «تاکوی» ته تتلې وای. کار مې د شپې ۳۰:۹ دقیقې پای ته ورسېد. باور وکړه د شپې په هغه وخت کې یوه بې تجربې خبریاله هغو خونو ته لیږل چې د هوټلونو په ښکتنۍ برخه کې وي له منطقه لېرې ده خو دا چې په خپله هغه نجلۍ به څه تیریږي نو د ویلو نه ده. باور وکړه دومره ډاره شوې وم چې اصلن فکر نشې کولای خو دا چې د دندې لپاره مې خورا ډېره مینه په زړه کې وه خوښه وم چې حد اقل کار کوم مینه مې پالم نو ځکه د کور پر لور رهي شوم. سبا چې کله د مرکې د جریان او د ریپوټ د جوړولو لپاره د مدیر خواته ورغلم چې معلومات ورسره شریک کړم نو مدیر پرته له دې چې له ما مننه وکړي چې د رسمي وخت نه وروسته مې کار کړی په داسې حال کې چې اضافه کاري معاش هم نلرم له مانه یې اداري یا «اچ.آر» برخې ته شکایت وکړ او په ایمیل کې یې ورته لیکلي و چې دې کار کوونکې مې کار سم مخته نه دی وړی باید کسر معاش شي. حیرانه پاتې شوم چې کله مې له مدیر څخه د دلیل پوښتنه وکړه نو راته ویې ویل چې ولې دې هغه وخت ویډیو نه ده اخیستې چې ښځینه کار کوونکې« ګارسون» په محفل کې خواړه ویشي. باور وکړئ داسې شوم لکه په واوره چې د جوشو اوبو ګیلاس چپه کړې ځکه زما د هڅو سره سره د هغه کورنی چې واده مراسم و ددې لپاره حاضر نشول چې زه دې په خپل ریپوټ کې د هغوی د محفل فلم واخلم.

که ریښتیا ووایم ما د راډیو لپاره ریپوټ برابرولو نو اړینه نه وه چې فلم دې ولرم خو دا یوازې هغه څه چې زما نور همکاران یې د مدیر سام او ډار ګڼي چې زه تر اغیزې لاندې یې راشم.

نیلوفر «مستعار نوم»

پوهنتون کې چې وم په ډېره مینه مو خپل درسونه ویل. کله چې د ژورنالیزم پوهنځي ته بریالی شوم نو ځښته زیاته خوشحاله شوم.

ماوېل چې دنده به مې ښه مخته وړم ډېره به په خپل کار کې تکړه اوسم خو ها د چا خبره ښه شنه او سره باغونه مې په خیال کې جوړ کړي و. اوس دا څلور کاله کیږي چې فارغه شوې وم خو له دې رشتې نه مې زړه سم تور شوی دی. پروسږکال چې مې غوښتل د یوې ورځپاڼې سره کار پیل کړم د هغه ورځپاڼې مشر په فیسبوک کې راسره ملګری و. راته یې وړاندیز وکړ چې په یوه ریپوټ کار وکړم او بیا یې ورته واستوم. پوره یوه اونۍ مې زیار و ایسته ریپوټ مې آماده کړ. ورته مې بله ورځ مسج وکړ چې ښاغلی… د ایمیل آدرس مو راکړئ ترڅو خپل ریپوټ درته واستوم. زما مسیج ته یې ځواب رانکړ. بله ورځ مې ورته زنګ ووهلو بیا یې هم وویل چې سمه ده په فیسبوک کې خپل ایمیل آدرس رالیږي خو کله چې مې ورته بیا بیا او څو څو ځلې ورته د ایمیل آدرس د را استولو وویل نو بله ورځ یې ویل چې «فلانی جانې زه پوهیږم چې ته تکړه یې ستا ریپوټ به هم ښه وي. اصلن ضرورت نه و ریپوټ ولیکې. یواځې زه دې له دې رسمي خبرو سره مشکل لرم. که دې خوښه وي وروسته له دې راته په تخلص غږ مه کوه نوم مې اخله نو بیا به دې مقرره کړم ځکه زه هيڅ له داسې کس سره چې تند او جدي چلند ولري کار نکوم»

په قهرجنه لهجه مې ورته ولیکل «وبخښي ښاغلی… زه غواړم له تاسې سره رسمي کار پیل کړم نو اړینه ده چې رسمي دریځ ولرم او رسمي خبرې وکړم خو فکر کوم تاسې زما د دندې له غوښتنې بل کوم هدف اخیستی نو ځکه درته وړاندیز کوم چې خپل چلند مو بدل کړئ کنه نو ددې رسنۍ نوم به له خاورو سره یو کړئ.»  همدا و چې په فیسبوک کې یې بلاک کړم.

وروسته له شپږو میاشتو وقفې مې د تره زوی راته وویل چې راځه د یوه رسنی مشر پیژنم نو هغه سره دنده پیل کړه. کله چې مې له هغه سره هم ولیدل نو د مرکې «انټریو» پر وخت یې د رسمي پوښتنو پر ځای د خپلې ځوانۍ کیسې پیل کړې نو له دې ډاره چې بیا له هغه پخوانۍ ستونزې سره مخ نه شم نو هلته مې هم کار کولو ته زړه ښه نکړ. تر ننه چې د دندې نوم څوک راته واخلي نو کرکه مې له خپل پوهنتونه او مسلکه بیخي ډېره شي.

نرګس «مستعار نوم»

د ریپوټ جوړولو په برخه کې مې عملي کار نه و کړی نو یوې رسنۍ ته د پوهنتون له لوري معرفي شوم. هلته چې کله لاړم نو د برخې مشر یو چا ته دنده ورکړه چې ماسره د عملي کار په برخه کې مرسته وکړي. یو پاخه عمر لرونکی کس و. ټولو ورته ډېر احترام کاوه. ما هم پرې پوره باور پیدا کړ. نو هره ستونزه چې به مې په کار کې پیدا شوه ورته غږ به مې کړ. آن کله کله به د ریپوټ جوړلو لپاره د هغه تر څنګ کښیناستم. په دې کې دوه درې میاشتې تیرې شوې. یوه شپه راته د شپې په ناوخته کې زنګ راغلو. و مې لیده چې هغه و نو ځواب مې نکړ ځکه زما د مور دا نه خوښیږي چې کوم کس دې راته ناوخته زنګ ووهي. سبا ورځ مې په دفتر کې د ټولو په مخ کې له هماغه کس څخه وپوښتل چې څه کار یې درلود. تک سور شو. په خبرو کې  بند بند شو خو بیا مې هم باور پرې مات نشو ځکه ما ورته آن د پلار په سترګه کتل. د زنګ وهلو کار یې یوه اونۍ وخت ونیوه خو خبره معلومه نه وه او ما به د شپې ځواب نه ورکاوه. آخر مې مستقیمه توګه ترې پوښتنه وکړه چې ښاغلی… که ووایې چې زنګ څه ته وهی چې زه هم پوهه شم.  نو په خندا یې ځواب راکړ. «هسې ما وېل په دفتر کې ډېره هڅه کوې راسره وخت تېر کړې خو نه کیږي. ما ویل که چېرې دباندې د لیدو وخت وټاکو نو واضح به خبرې وکړو ته به دې هم د زړه خبرې راته وکړې»

تکه سره شوم داسې احساس مې وکړ چې له مخ نه مې اور بادیږي. څه چې مې په خوله راتلل نو ورته ومې وېل او بیا هغه دفتر ته کله هم ور نغلم.

سحر «مستعار نوم»

د دندې له اخیستلو مې اته میاشتې تیرې شوې وې. کار مې ښه و. ډېر زیار مې ایسته خو بیا هم مدیر رانه راضي نه ښکارېده. هره ورځ به په سهارنۍ غونډه کې راباندې په قهر و. دا هر څه مې د کاري چاپیریال ترڅنګ په شخصي ژوند کې هم زهر شیندلي و. آن روهي ستونزه راته پیدا شوې وه چې له کبله به مې هره شپه دوا درمل خوړل. یوه ورځ مې حوصله تمامه شوه او له مدیر نه مې یې د غوسې لامل وپوښته  سم د واره یې راته ووېل. «دا جامې دي چې ته یې اغوندې. هر کله هڅه کوم چې پوهه دې کړم خو ته یې چې ځان نه پوهوې. واضح درته وایم که ما سره کار کوې نو جامې دې رسمي باید وي. داسې لویې لويې جامې او حجابونه مه اغونده.»

او زه…

چې اوس لګیا یم دا هرڅه لیکم نو د کیبورد سر مې په اوښکو لوند شوی دی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب