په اسانه او له کوم لګښت او ورزش پرته په چټکۍ سره اضافي وزن کم کړئ

په اسانه او له کوم لګښت او ورزش پرته په چټکۍ سره اضافي وزن کم کړئ

په دې وروستیو کې خلک د ورزش لپاره وخت نه ځانګړی کوي چې له همدې امله د نورو مهلکو ناروغیو تر څنګ د خلکو وزن هم مخ په زیاتیدو دی خو د نوې څیړنې پر بنسټ یوازې په ځانګړی وخت کې د اوبو له استعمال سره کولی شئ په اسانۍ او چټکۍ سره اضافي وزن کم کړئ.

د انګلستان یو پوهنتون کې ترسره شوې څیړنې پر بنسټ څیړوونکي وايي چې په ورځنۍ ډول له هر خواړه نیم ساعت وړاندې نیم لیټر او یا دوه ګیلاسه اوبه څښل ډیره چټکۍ سره اضافي وزن له منځه وړي. د څیړونکو په وینا له خواړه وړاندې اوبه څښل ډیرې روغتیايي ګټې لري او انسان له زیات شمیر مهلکو ناروغیو څخه هم ژغورلی شي.

د دغې څیړنې لپاره روغتیايي کارپوهانو ۸۴ منځنی عمر لروونکي کسان غوره کړل او په دغو کسانو يي د اوبو څښلو دغه طریقه د ۱۲ اونیو لپاره عملي کړه په داسې حال کې چې دغو کسانو ته د وزن کنټرولولو ادارې له خوا د خورک کنټرولولو مهال ویش هم ورکړل شوی و.

روغتیايي کارپوهانو انتخاب شوي کسان په دوو ګروپونو وویشل. د ۴۱ کسانو ډلې ته يي له خواړه خوړلو نیم ساعت وړاندې نیم لیټر یا دوه ګیلاسه اوبه ورکول او پاتې ۴۳ کسانو ته له خواړه خوړلو ډیر وړاندې اوبه ورکول کیده. د دغې څیړنې په دوران کې له اندازې زیاتې یخې اوبه او ساړه مشروباتو په استعمال بندیز پورې شوی و.

د څیړنې څخه معلومه شوه چې هغو کسانو چې له خواړه څخه ډیر زیات وړاندې اوبه څښلي ول د هغو کسانو په پرتله چې له خواړه څخه وړاندې اوبه نه څښل ۱.۳ کیلو ګرامه اضافي وزن له لاسه ورکړي ول. خو هغو کسانو چې له خواړه خوړلو څخه نیم ساعت وړاندې نیم لیټر یا دوه ګیلاسه اوبه څښلي ول له ټولو څخه په چټکۍ د هغوي اضافي وزن کم شوی و. یعني یوازې په ۱۲ اونیو کې د هغو کسانو وزن چې له خواړه څخه نیم ساعت وړاندې اوبه څښل ۴.۳ کیلوګرامه وزن کم شوی و.

your ads

د برمنګم پوهنتون یو روغتیايي کارپوه وايي چې د دغې څیړنې تر ټولو غوره ځانګړنه دا ده چې ډیره اسانه ده ځکه چې یوازې دوه ګیلاسه او یا نیم لیټر اوبه له خواړه څخه نیم ساعت وړاندې په ورځ کې درې ځلي باید وڅښل شي کوم چې هیڅ ډول لګښت نه لري او په چټکۍ سره اضافي وزن کموي.

روغتيايي کارپوهانو په وینا که چیرې دغې طریقې سره د بدن جسماني فعالیتونه لږ زیات شي نو له دې نه په چټکۍ سره هم اضافي وزن کمیدلی شي.

روغتیايي کارپوهان وايي چې دغه طریقه له انسان سره د اضافي خواړه خوړلو څخه مخینوی کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي ځکه چې له خواړه وړاندې دوه ګیلاسه اوبه څښل د معدې یوه ستره برخه اشغالوي او په دې ډول انسان د لږو خوړو خوړلو سره مړیږي او له اضافي خوراک څخه پرته له کومې هڅې ژغورل کیږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب