د حجرې جوړښت (Cell Structure)

د حجرې جوړښت (Cell Structure)

حجره ټول حیاتي فعالیتونه لکه: تغذیه، تنفس، اطراح او تکثر پر مخ بیايي. حجرې د دندو او موقعیت له پلوه بېلا بېل شکلونه لري؛ خو په عین حال کې د څو مشترکو جوړښتونو لکه: سایتوپلازم، هستې، حجروي غشا او په نباتاتو کې د غشا ترڅنګ د حجروي دیوال لرونکې دي.

حجروي دیوال (Cell Wall)

حجروي دیوال په نباتي حجرو کې شتون لري، چې ډبل او کلک دی او ډېره برخه يې له سلولوز څخه جوړه شوې ده. حجروي دیوال له نباتي حجرې څخه ساتنه کوي او نباتي حجرې ته یې ثابت انځور ورکړی دی. حجروي دیوال له درېو برخو څخه جوړ شوی دی.

  1. لومړنی دیوال (Primary Wall)
  2. ثانوي دیوال (Secondary Wall)
  3. منځنی دیوال (Middle Lamella)

لومړنی دیوال حقیقي دیوال دی، چې له سلولوز څخه جوړ شوی دی. ثانوي دیوال د لومړني دیوال دننه خواته واقع، کلک او ډبل وي چې له سلولوز او مومو څخه جوړ شوی دی. منځنی لمیلا یې غیر سلولوزي پردې ته ورته جوړښت دی او د انساجو په جوړولو کې له حجرو سره مرسته کوي.

حجروي غشا (Cell membrane)

حجروي غشا ته پلازمي غشا هم وايي. دا غشا دوه پوړیزه او سوري لرونکې غشا ده. له پروتین او شحم څخه جوړه شوې ده او حجرې ته د موادو په داخلېدو او خارجېدو کې مهم رول لري. اکسیجن او غذایي توکو ته اجازه ورکوي، چې حجرې ته داخل شي او کاربن ډای اکساید او ځينې نور فالتو توکي د همدې پردې له لارې بیرون ته ووځي.

دوه پوړه

سایتوپلازم (Cytoplasm)

سایتوپلازم یوه شفافه، نیمه مایع ده، چې غلظت یې په مختلفو حجرو کې فرق کوي. سایتوپلازم د هستې په خارج کې وجود لري او د حجرې زیاته برخه تشکیلوي. د سایتوپلازم اصلي ترکیب اوبه، منرالونه او په اوبو کې منحل پروتینونه دي. همدارنګه د رشتو او لوله شکل پروتینونو یوه شبکه په سایتوپلازم کې موجوده ده، چې د حجرې سکلیټ جوړوي. د سکلیټ دنده حجرې ته کلکوالی ورکول دي. په سایتوپلازم کې کوچني جوړښتونه دي، چې د ارګانل یا د حجرې د اعضاچې په نامه یادېږي او مختلفې دندې لري، چې په لاندې انځور کې لیدل کېږي. علاوه پردې په سايتوپلازم کې پروتیني ټوټې یا تارونه لیدل کېږي، چې سایتوسکلیټون ورته وايي او حجروي توکي محکم ساتي.

نباتي حجره

 

  1. Endoplasmic Reticulum: په سایتوپلازم کې ټیوبونو ته ورته شبکه يي جوړښتونه لیدل کېږي، چې د اندوپلازمیک ریټیکولم په نامه یادېږي. ځینې اندوپلازمیک ریتيکولم له حجروي غشا څخه تر هستوي غشا پورې رسېږي. ځینې اندوپلارمیک ریتیکولم په خپلې بهرنۍ سطحې باندې د رایبوزوم وړې وړې دانې لري، چې دې ډول ته دانه لرونکی اندوپلازمیک ویل کېږي. بل ډول يې صاف دی.

د اندوپلازمیک ریتیکولم دندې: په سایتوپلازم کې د موادو لېږدونې او حرکت سربېره دانه لرونکی اندوپلازمیک د پروتین په جوړولو او ترشح کې هم برخه اخلي. صاف اندوپلازمیک په نورو دندو سربېره په بدن کې زهري درمل له منځه وړي. همدارنګه د انزایمونو او نورو مرکبونو د کیمیاوي تعاملاتو لپاره پراخه سطحه جوړوي.

 

  1. رایبوزوم (Ribosome): رایبوزوم د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۳ م کال کې د Palad له خوا په حجره کې ولیدل شو. د الیکترون مایکروسکوپ له کتنې څخه معلومه شوه، چې د اندوپلازمیک په ځينې برخو باندې کوچنۍ دانې واقع دي، چې د رایبوزوم په نامه یادېږي. رایبوزوم خاص ډول انزایمونه لري، چې د پروتین په جوړولو کې مهمه ونډه لري. رایبوزوم د نوکلوییک پروتین په نامه هم یادېږي.

 

  1. مایتو کاندریا (Mitochondria): په ۱۹۰۰ میلادي کال کې د حجرې په سایتوپلازم کې کوچنۍ میلې ته ورته جوړښتونه ولیدل شول، چې د مایتوکاندریا په نامه یاد شول. مایتوکاندریا ته د حجرې د انرژۍ مرکز هم وايي او په کیمیاوي ترکیب کې یې ۹۰٪ فاسفولپید شامل دي. د حجروي فعالیتونو لپاره ۹۰٪ انرژي مایتو کاندریا برابروي. داخلي خوا يې د مټریکس په نامه مادې څخه ډکه شوې ده، چې انزایمونه او کو انزایمونه لري.

 

  1. لیزوزوم (Lysosome): په ۱۹۵۰م کال کې د دیوي په نامه عالم له خوا په حجره کې کشف شو. عموماً په حیواني حجره کې لیدل کېږي. دا جسمونه له مایتوکاندریا څخه کوچني دي. د یوې غشا په وسیله پوښل شوي دي. هضمي انزایمونه لري او پروتیني مواد تجزیه کوي. که چېرې غشا يې پرې کړل شي، نوموړی انزایم د سایتوپلازم د تخریب لامل کېږي.

 

د لېزوزم دندې: زړې تخریب شوې حجرې، اضافي او غیر ضروري انساج له منځه وړي. همدارنګه د حیواناتو په انکشاف کې برخه اخلي. د بېلګې په توګه د چونګښې د بچي لکۍ د بچي د انکشاف په وخت کې د لیزوزوم په واسطه له منځه ځي.

 

  1. ګلجي اجسام (Golgi Apparatus): دا اجسام د لومړي ځل لپاره په ۱۸۹۸م کال کې د کامیلو ګلجي ایټالوي له خوا په حیواني حجرو کې کشف شول. په نباتي حجرو کې يې شتون په شک کې دی. دا اجسام د پروتین د ډلبندۍ د دستګاه په توګه کار کوي. پروتین مالیکولونه له اندوپلازمیک ریتیکولم څخه اخلي او ډلبندي کوي يې او د قندونو په ترکیب کې هم برخه اخلي.
  2. سنتروزوم (Centrosome): په حیواني حجرو کې د هستې ترڅنګ ستورو ته ورته کوچني جوړښتونه لیدل کېږي، چې د سنتروزوم په نامه یادېږي. د سنتروزوم په مخ د سنتریولونو په نامه وړې دانې وي. سنترولونه د حیواني حجرو د وېش په وخت کې د ستورو په شکل د حجرې دواړه قطبونو ته حرکت کوي او د حجرې په وېش کې برخه اخلي. سنتریولونه له ۹ جوړو مایکروټیوبیولونو څخه جوړ دي، چې هر سیټ يې درې مایکروټیوبیولونه لري. سنتریولونه د حجرې د وېش په وخت کې ښکاره کېږي او بیا ورکېږي.

 

هسته (Nucleus)

هسته د حجرې لویه او مهمه برخه ده، چې معمولاً کروي شکل لري او د رابرت براون لخوا په ۱۸۳۱م کال کې کشف شوه. د دوه پوړیزې غشا په وسیله پوښل شوې ده. دغه غشا ته هستوي غشا وايي او هستوي مواد یې احاطه کړي دي. هغه ژوندي موجودات چې حجرات يې هستوي غشا لري، د یوکاریوتا په نامه یادېږي. یو په معنا د حقیقي او کاریون په معنا د هستې ده، یعنې دا ژوندي حقیقي هسته لري او هغه ژوندي چې حجرې یې هستوي غشا نلري، د پروکاریوتا په نامه یادېږي، چې پرو په لاتین کې ابتدايي ته وايي او کاریون په معنا د هستې دی. یعنې دا ډول ژوندي حقیقي هسته نلري. هستوي غشا د هستې او سایتوپلازم ترمنځ د موادو په تېرېدو او راتېرېدو کې مرسته کوي. هسته د حجرې د تنظیم او حجروي فعالیتونو د کنترول دنده په غاړه لري. د هستې په داخل کې نازکې رشتې موجودې دي، چې کروماتین ورته وايي. دا کروماتین د حجروي وېش په وخت په کروموزوم بدلېږي. کروموزوم له پروتین او ډي اېن اې څخه جوړ شوي دي، چې د حجرې فعالیتونه کنترولوي.

هستوي تېزابونه (Nucleic Acid)

د ۱۹ پېړۍ په پای کې فریدریک مېشر وښودله، چې د هستوي تېزابو توکي له پروتین سره یوځای د حجرې په داخل کې شتون لري، چې دا هستوي مواد له نورو پروټينونو څخه توپیر لري. نو له دې کبله يې ورباندې د هستوي تېزابونو نوم کېښود. هستوي تېزابونه هغه مرکبات دي، چې له نوکلیوتاید څخه منځته راځي او په ټولو حیواني او نباتي حجرو کې شتون لري. ویلی شو چې هستوي تېزابونه د حجرې ټول اعمال لکه وده، د مثل تولید، د پروټین تشکیل او د میتابولېزم نورې عمليې کنترولوي. هستوي تېزابونه په دوه ډوله دي: RNA او DNA دي.

Ribo Nucleic Acid (RNA)

RNA یو ریشتوي جوړښت لري او پنځه کاربنه قند، فاسفیټ ګروپ او له څلور قلوي ګانو څخه جوړ شوی دی. دغه څلور قلوي ګانې عبارت دي له ادنین، ګوانین، سایتوسین او یوراسل څخه. RNA د دندو له پلوه په لاندي ډولونو وېشل کېږي:

  • پیغام وړونکی Messenger RNA: هدایات او پېغامونه د هستې له DNA څخه اخلي او په سایتوپلازم کې يې ریبوزومونو ته رسوي.
  • رایبوزومي Ribosomal RNA: کیمیاوي مواد دي، چې ریبوزوم ورڅخه جوړ شوی دی. دا د پروتین په جوړښت کې مرسته کوي.
  • لېږدوونکي Transfer RNA: دندې یې ریبوزوم ته د ازادو امینو اسیدونو رسول دي؛ ترڅو د پروتین په جوړولو کې ورڅخه کار واخلي. لېږدوونکی RNA په سایتوپلازم کې پېدا کېږي.

Deoxy Ribo Nucleic Acid (DNA)

DNA زینې ته ورته شکل لري، چې د واټسن او کریک لخوا په ۱۹۵۳ م کال کې وړاندې شو. د DNA په جوړښت کې څلور قلوي شامل دي، چې له ادنین، ګوانین، سایتوسین، او تایمین څخه عبارت دي. د DNA په داخل کې د ادنین اندازه له تایمین سره او د ګوانین اندازه له سایتوسین سره برابره ده. A=T او C=G دغه کشف د ایرووین چارګف په واسطه سرته ورسېد او د ایرووین چارګف د قانون په نامه یادېږي. DNA د حجرې په هسته کې شتون لري او د جین په درلودلو سره د حجرې ټول فعالیتونه کنترولوي.

تمرین

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړئ:

  1. حجروي غشا له …………… او ……………. څخه جوړه ده.
  2. …………… ته د حجرې د انرژۍ مرکز هم وايي.
  3. لیزوزوم په ۱۹۵۰م کال کې د ……….په نامه عالم له خوا په حجره کې کشف شو.
  4. ……………. د پروټین د ډلبندۍ د دستګاه په نامه یادېږي.
  5. حجروي دیوال له ……………. څخه جوړ شوی دی.
  6. حجروي دیوال له …………… برخو څخه جوړ شوی دی.
  7. هسته د …………….. لخوا په …………. کال کې کشف شوه.
  8. کروماتین ……………..په داخل کې شتون لري.

حل

  1. پروتین او شحم
  2. مایتوکاندریا
  3. دیوي
  4. ګلجي باډي
  5. سلولوز
  6. درې
  7. رابرت براون لخوا په ۱۸۳۱م
  8. د هستې

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب