جوګیان څوک وو؟ د ګدایانو دنیا

 په کندوز کې استوګنو ګڼو قبیلو کې د جوګیانو قبیله هم شامله ده. کور په کور  ګرځېدل او ګدایي کول، د جوګڼو ښځو میراثي کسب دی. جوګیان په اوړي معمولا د سیندونو د غاړې په چمنونو کې خیمې وهي او ژمی په کلیو کې د سر سیوری لټوي. د دوی سړي په کور ناست وي، ماشومان پالي، پخلی کوي. څاروي او آسونه یې ډیر خوښیږي. ښځې یې لکړه په لاس ، خورجین په غاړه کور په کور ګرځي، خیر غواړي. د دوی کمیسونه اوږده او مخونه لوڅ وي. ځینې جوګڼې فال ګوري. د فال په وخت ممکن نامحرمه سړی له مړونده ونیسي. نابلده سړی چې د جوګڼو دغسې ژوند او دا رنګه فال وګوري، شاید د بدګرځو ښځو ګومان پرې وکړي خو دوی هیڅکله د بدلمنۍ شهرت نه دی لرلی.

 جوګڼه چې ودیږي د  پلار له کوره د لاس لرګی او خورجین په جهیز کې ورکول کیږي، د دوی نجونې ولور لري خو ولور یې په پیسو نه بلکې په وخت اندازه کیږي.د هلک او جینکۍ  کورنۍ پریکړه کوي چې له واده وروسته به نجلۍ دومره کلونه ( مثلا دوه، درې حتی اته کاله) د خیر ټولولو عایدات د پلار کره ورکوي.

 له خپل پلار مرحومه مې اوریدلي وو چې  د ظاهر شاه بابا د سلطنت په وروستیو کلونو کې شاه مردان قل د چاردرې ولسوالي د جوګیانو مشر و. دی په جوګیانو کې شتمن سړی و. د میلمه خانې خیمه به یې په غالیو فرش وه. د اوزلوبې یو یا دوه اسونه به یې همیشه ساتل، خپله هم تکړه چاپ انداز و، خو ښځه یې چې د طلایي غاښونو میرمن وه، د نورو جوګڼو غوندې کور په کور ګرځیده. پلار مې ویل، یوه ورځ چې ګدایي ته راغلې وه، پوښتنه مې ورنه وکړه: ستا خاوند خو شکر ښه ژوند لري، ته ولې ګدایي کوې؟ ځواب یې راکړ:« موږ که ګدایی ونه کړو، مانا یې دا ده چې بې همته یو!»

 د جوګیانو ګدایي اقتصادي نه بلکې کلتوري ریښه لري. د پوهانو په قول،

د جوګي کلمه له (یوګي) رااخیستل شوې ده او (یوګي)هغه چا ته وایي چې د (یوګا) پرکټس کوي. یوګا د هندوانو یو لرغونی ذهني او جسمي ورزش دی چې په هندي مذهب او کلچر کې ریښې لري. د افغانستان جوګیان مسلمانان دي خو د خیر ټولولو عادت یې  په هند کې د  ځینو جوګیانو د ملنګي او مرتاضي د کلچر ادامه ښکاري.

 هغه چا ته چې مونږ ملنګ وایو، دنیا ته یې لته ورکړې وي او خیر د دې لپاره ټولوي چې دنیايي چارو ته اهمیت نه ورکوي. دی غواړي معنوي ژوند ته کافي وخت ولري. ملنګ چې له خلکو بیل، مرموز ژوند لري، ممکن رسیدلی کس وي او دعا یې ارزښت ولري.

 زموږ په ادب او فولکلور کې ملنګان اهل ذوق وي، مجذوبان وي، اوږدې څڼې لري، دم کوي، دعا کوي، ښیرا یې لګېږي، خیرټولوي او کله کله پیشګویي کوي.

ملنګان اولاد، کور او کورنۍ نه لري، په ګوښه کې اوسي، زیارتونه یې خوښېږي، په اجتماعي ژوند کې برخه نه اخلي، په لمانځه، اوداسه او نظافت کې یې مزه نه وي او کیدای شي چې په ملایانو ښه ونه لګیږي.

 دوی  تور یا د ښځو غوندې رنګین اوږده کمیسونه اغوندي، امېلونه او رنګه مرۍ په غاړه کوي، د کورونو  په دروازو کې هل کوي، کچکول لري، لکړه لري، چرس څکوي، د اوسیدو ځای یې دوهۍ ده او په دوهۍ کې معمولا اور او ایرې او چرس پیدا کیږي.

ځینې ملنګان د سختې ګرمۍ یا سختې یخنۍ یا اوږدې لوږې په مقابل کې بې پروا وي او دا بې پروایي یې د کشف و کرامت نخښې ګڼل کیږي. سندهي پیر به ،چې د شلمې پیړۍ په اتیایمو کلونو کې وفات شو، د پيښور په سخته ګرمي کې هم د اور لمبو ته ناست و او د کندوز د امام صاحب سالار ملنګ به ان په سخته یخني کې جامې نه اغوستلې. دغو ځانګړنو خلکو ته دوی د کرامت څښتنان معرفي کول.

 د خلکو په نظر یوازې ځینې ملنګان حقیقي ګڼل کیږي، نور نو مازې ګدایان دي چې د ملنګۍ جامې یې اغوستې دي.

د ملي هیندارې له روایت سره سم د پتي خان په نکل کې لولو چې ملنګ د پاچا د حرمسرای په دروازه کې هل کوي او خیر غواړي. د پاچا ماینه وایي:«… اور دې در وسي ، په تاسې ډیرو ملنګیانو، په یوه کې دونه تاثیر نسته چې خدای پاچا ته زوی ورکي…» او بیا ملنګ مڼه دموي، پاچا ته خدای زوی ورکوي.

د ملنګانو دم  زموږ په ګڼو نورو نکلونو کې هم بې زامنو میندو ته زامن ورکړي دي.

 خوشحال خټک په سوات نامه کې له اخوند درویزه څخه د شکایت په سلسله کې وایي:

منلګانو به یزید ته کړې ښکنځلې
درویزه به د یزید ډوزې بللې

خو د نفس و د هوا په کار یې مخ شه
ملنګان چې ورکېدل په ده به سخ شه

ملنګان یې واړه وایستل له سواته
دم یې وواهه له کشف و کراماته

په (پښتو نثر اته سوه کاله) کې استاد هیوادمل د اخوند درویزه د زوی کریمداد د نثر په بېلګو کې دا جمله ،چې د پلار فارسي جمله یې پښتو کړې، هم را اخیستې ده:« پس هغه چې ملنګان په دا زمانه کې شعرونه جوړوي چې په هغو کې د عالمانو ښکنځل وي او سپکاوی وي، د دغه شعر ویل حرام دي او اورېده یې هم حرام دي.»

 استاد هیوادمل د اخوند درویزه د پښتو او دري ګډوله نثر د معرفي په وخت دا بېلګه راوړې ده:« له کافران سره مینه او محبت حرام دی. پس چون بعضی افغانان زمانه ما با ملنگان رافضی که تارک نمازند و روزه ، و مردار خورند، محبت میکنند حرام است، و اگر حلال میدانند کافر میشود. مساله: د مسلمان پرهرژل کول یا وهل په ناحق یا وژل په ناحق حرام دي.»

 د خوشحال خټک او اخوند درویزه له خبرو دې نتیجو ته رسیږو چې شاوخوا څلور سوه کاله پخوا ملنګان په سوات کې یو داسې اجتماعي ګروپ و چې له ملایانو سره یې ورانه وه، شعرونه یې ویل، د یزید مخالفت یې کاوه او په دې تورن وو چې لمونځ نه کوي او روژه خوري.

  جوګیان د یوه کلچر په حکم ګدایي کوي او ملنګان چې له دنیایي ارزښتونو سره د مخالفت ادعا لري، په ګدایي کې ذلت نه بلکې عزت ویني. د سوالګرو لویه برخه وایي چې بې وسي او بیچاره ګي ګدایي ته اړباسلي دي.

سوال کول او خیر غوښتل د ځینو کسانو د خوی برخه ده. یونیم کس به ډیرې پیسې لري خو بیا به هم ګدایي کوي. په اوسني کابل کې په ځینو ګدایانو تور پورې کیږي چې د سوال په پلمه پوډر خرڅوي. که له دغسې مثالونو راتیر شو نور نو اکثره سوالګر یوازې په دې خاطر ګدایي کوي چې د ماښام ډوډۍ نه لري او لوږې ورڅخه د عادي ژوند کولو لاره ورکه کړې ده.

 په دغو مجبورو سوالګرو کې ځینې د ډیرې ګټې لپاره یونیم چل کوي، د یو شمیر نورو ظاهري حالت دومره ابتر وي چې د خواخوږۍ د جلبولو لپاره چل ته اړتیا نه ویني او ځینې نور بیا یا په چل نه پوهیږي او یا د ژوند بدمرغۍ د فکر کولو فرصت نه ورکوي.

 د ګدایي لپاره نوی چل یو څه وخت وچلیږي او بیا افشا شي. تر دوه ، درې کاله پخوا پورې په کابل کې ځینو سوالګرو ماشومانو هګۍ اخیستلې ، هغه یې ماتولې او د لارې په سر ورته ژړغونې کیناستل. لارویو به ګومان وکړ چې له غریب ماشومه هګۍ لوېدلې دي، نو خوا به یې ورته بده شوه، پیسې به یې ورکړې. نن سبا دغه چل ختم شوی او یا ډیر کم شوی دی.

  څرنګه چې ګدایي ته په ښه سترګه نه کتل کیږي نو ځینې کسان ممکن په یوه بل کار تظاهر وکړي خو اصلي مقصد به یې ګدایي وي، مثلا یو ماشوم به ژاولي درته ونیسي چې ویې پېرې. دغسې ماشوم ته ډیر ځله خلک پیسې ورکوي او ژاولي یې نه رانیسي.

 ځینې کسان ، د دې لپاره چې سوالګر یې ونه ګڼو، یوه کیسه جوړوي او مثلا وایي: دلته په کابل کې مسافر یم، مریض راسره دی، پیسې مې کیسه بر ووهلې، یو څه مرسته راسره وکړه! دغه کیسه په لږ توپیر ډیره تکرار شوې ده او داسې ښکاري چې د سوالګرو دا ډله په خپله کیسه کې نوښت ته اړتیا لري.

 معیوب بنیادم، د تیخوري ماشوم مور، څو اتیا کلن بوډا او دا رنګه نور کسان چې ظاهري حالت یې د بې وسي ثبوت دی، نورو چلونو ته چندان ضرورت نه لري.

 د ګدایي لپاره د ځای انتخاب یو بل بحث دی. په اوسني کابل کې ځینې بیوزلې چادرې پوشې میرمنې د نانوایي د دوکانونو څنګ ته ناستې وي او یو شمیر نور سوالګر د لوکسو هوټلونو مخې ته ولاړ وي. کله چې یو څوک له خپلو میلمنو سره له هوټله راکوز شي، سوالګر ورته ودریږي. دغه وخت دوی ممکن له یو بله وشرمیږي او سوالګر تش لاس پرې نه ږدي.

 شرم، د ښېرا وېره، رحم، د ثواب تمه، د دعا اسره، نورو ته ځان ښودل او د وجدان عذاب ځینې هغه عوامل دي چې خلک له سوالګرو او ملنګانو سره مرستې ته وربولي. البته، له جوګڼو سره خلک په دې تمه هم مرسته کوي چې فال یې وګوري او د آینده په اړه معلومات ورکړي.

 د سوال په وخت د سوالګرو او ملنګانو د خبرو انداز یو بل جالب بحث دی. زه چې ماشوم وم ، په چاردره کې به یو ملنګ په کال کې یو یا دوه ځله راپیدا شو، او د کور په دروازه کې به یې چیغه کړه: ادم خانه، د جنت دروازه وانه!

 له انا مرحومې مې اورېدلي وو چې په کوم وخت کې دا ماشومه وه( کابو سل کاله پخوا) ، په غزني کې به یوه  سوالګر د مرستې له تر لاسه کولو وروسته ویل: خدای دې سل اوښې او سل کتې درکړي، خو زړه ته مې نه لویږي!

 زموږ د ټولنې کابو هره ساحه د ډیرو معلوماتو ناسپړلې خزانه ده. د اجتماعي علومو له څیړونکو او ځوانو محصلانو توقع کیږي چې د دې خزانو په خوندي کولو کې فعاله برخه واخلي او د خپلې ټولنې علم تدوین کړي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب