د ښه ډاکټر خصوصیات

د یو طبیب څرنګوالی: Qualities of A Good Doctor

ډیری خلک پدي پوهیږي چی یو ښه ډاکټر څه ډول باید ووّسي، خو بیا هم ډیری وخت مونږ ته ضرورت وي تر څو د ځان او د فامیل لپاره داسي یو طبیب وټاکو چی په درسته توګه مو درملنه وکړي او د اضافي اندیښنو څخه مو وساتې!
د یو یو طبیب اساسي خصویات!!!

۱. پوهه او مسلکیتوب knowledge and Professionalism : یو ښه ډاکټر باید پوه شي چی تاسي)د انسان وجود) ټول څنکه په واحده توګه کار کوي؛ او تاسي باید څه وکړی تر څو مو د ټول بدن روغتیا لا وساتئ، همدارنګه طبیبان باید د ټولو نوی څیړنو څخه خبر وی او پداسی توګه یی توضیحات ورکړي چی په اسانی سره د پوهی وړ وي، ناروغ ته پوره معلومات د نوموړي ناروغی په هکله مرسته کوي تر څو ناروغ پر خپل طبیب نور هم باوري شي!

۲. ښه شهرت Good reputation: یو ناروغ اکثرآ ډاکټرته د خلکو د خولو په خبرو مراجعه کوي ؛ نو اړینه به وي چی له خلکو یی وپوښتو، او ګورو چی کوم نوم ډیر د خلکو په خولو رازئ، همدارنګه د خپل ړومبني معالج ډاکټر څخه د ناروغتیا د وخامت پر وخت د یو متخصص ډاکټر پوښتنه کول ښه نظر کیدای شي، د وخت د عصریتوب سره اوس ډیری خلک د د میډیا (فیسبوک، تلویزون ) له لاري د یو ښه ډاکټر لټه کوي، چی دا هیڅ ښه نظر نه دی.

۳. قوي اسناد Strong credentials: د یو مشهور او عصري پوهنتون یا مکتب څخه د اسنادو لرل پدی معنی نده چي دغه ډاکټر به مونږ ته باکیفیته درملنه کوي، مګر دا یو ښه پیل کیدای شي هغه داسي چی، که چیري زمونږ ډاکټر د وزارت صحت عامي تآیید شوي اسناد یا دیپلوم ونلري نو دا پخپله د انديښني یا د خطر زنګ دی، نو اړینه ده تر څو پوه شو چي زمونږ ډاکټر کوم ځای کی پوهنتون لوستلی، په کوم ځای کی یی عملي زده کړي کړي، ايا زمونږ په ناروغتیا پوهیدی او درملنه یی کوی شی يا نه:‎!!!

۴. ریښتینولي او با احساسه Sincer & Emapthetic : د ټولو ادابو سره سره یو ډاکټر باید ناروغ سره داسی رویه وکړي تر څو ناروغ داسی ګمان وکړی چی نوموړی ډاکټر یواځی زما درملنه کوي، نو ناروغ او د ناروغ کورنۍ ټول هغه معلومات بیا له ډاکټر سره شریکوی چی په درملنه کی مرسته کوي، که چیري تاسي خپله ستونزه ډاکټر ته نشی ویلی، نو ډاکټر باید تاسی ته یو څوک دروښایی تر څو تاسی خپله ستونزه هغه ته او هغه یی د ډاکټر سره شریکه کړي.
۵. صبرناک Patient: دا د یو ډاکټر ډیر اړین خصوصیت دی، ځیني ډاکټران فقط کوښښ کوي چی څومره ډیر امکان لري په هماغه اندازه ناروغان وګوري ، دوی صرف پیسي غونډوی نور څه نه، ځکه هر ناروغ ته باید د ناروغی مناسب وخت ورکړل شی، که چیری تاسی وکتل چی د یو ډاکټر په انتظار خونه کی ډیر ناروغان ناست او ډیر ناروغانو نوبت وو نو شاید په تیزی کی ستاسی د ناروغۍ تشخیص غلط وی نو تاسی ډاکټر دستي بدل کړئ.

۶.   جواب ورکونکی، او بی تعصبهOpen & Responsive : يو ښه ډاکټر باید تاسی ته غوږ شي او جواب هم درکړي، دا پدی معنی نده چی ستاسي پولی ویناوی به ډاکټر یو مثبت تشخیص ته رسوي، ولی تاسی ته ډاډ درکوي چی ډاکټر ستاسی ستونزي ته غوږ نیولی او ستاسي د ستونزی په هکله به اړین معلومات درکوي، نو که تاسي د د واکسین، خوب تقسیم اوقات او داسي نورو په هکله معلومات لری د ډاکټر سره یی شریک کړئ‎. ځکه که کوم بی نظمی پکښی موجود وی نو شاید اصلاح شي.

۷. د مفاهمي مهارتStrong Communication Skills : مهاوره د هر ډاکټر لپاره ضرور ده، که هغه په دقیقه توګه اوریدنه وي او که په ساده او پراخه ډول پوهونه، نو هغه ناروغان چی د خپل ډاکټر خبري ښه اخیستلی شی، هغوی د خپل د درملنی پلان هم ښه پر مخ وړی شي، او نوري اضافه ستونزي هم بیانوی، چی د ډاکټر سره مرسته کوي تر څو هغوی ته ښه درملنه وکړي او یقیني یی کړي چی درملنه یی ښه ده او زر به ښه ښي.

۸. اسانه لاس رسیEasy to Reach : دا د یو ډاکټر بل اهم خصوصیت دی، تاسی باید پوه ووسی چی د خپل ډاکټر سره په کوم ځایونو، کوم ساعتونو کی کتلی شو، او څنګه ورسره د عاجل یا ایمرجینسي وخت کی کتلی شی، ټول باید په نظر کی ونیسو، ټول راغلي زنګونه باید په عاجله توګه ځواب کړي؛ او د ضرورت پر وخت ډاکټر باید شته ملاقاتونه رد کړي، او هم پکار ده چی تاسی خپل ډاکټر وګوری چي ایا زما ډاکټر د عاجلی واقعی پر وخت مریض ته سم د لاسه توجه ورکوی او که نه؟ ایا په درست ډول یی تداوی کوی او که نه؟ او هم باید وکتل شی چی د نوموړی ډاکټر ټیم فعاله او چالاکه دی که نه؟

۹. مهال ویش ته درنښتRespect for your Scheduale : کله چی تاسی د ډاکټر څخه وخت اخلی او د مراجعی پر وخت تاسی زیات انتظار کوی، نو تاسی همیش ډاکټر ګرم مه بولئ، شاید هغه په یو عاجله واقعه کی بند وی یا هم کوم بل مریض چی وخت یی زیات شوی وي، ولي که ستاسی ډاکټر همیش پر وخت نه رازي او هر وخت همداسی وی، نو دا په عدم توجه دلالت کوي، نو د یو ښه ډاکټر دفتر تاته باید همیش د معاینی لپاره معین وخت وښایی کوم وخت ته چی تاسی رارسیدی شی.

۱۰. پای Thorough: یوه طبي غلطي ډیری بدی پایلی لرلی شي، نو تاسي باید متوجه ووسی چی ډاکټر داسی کوم څیز له نظره نه وی پریښی چی د غلط تشخیص باعث شوی وی.  نو یو ښه ډاکټر هغه دی چی خپل ناروغ، مهال ویش، منظم تعقیب د درملني ته پاملرنه وکړي، او وخت پیدا کړی تر څو ناروغ ته پرهیز او دوا په خپله وښایی،  او څومره چی ناروغ ته وخت ډیر ورکړی په هماغه اندازه به پری د یو ناروغ باور زیات شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب