قیلوله د بې شمېره ناروغیو علاج!؟

قیلوله د ورځې نیماېي کې استراحت او آرام کولو ته واېي، د خوب کول ورسره شرط نه دي، حکم یې مستحب ده په کولو یې مسلمان ته آرام او ثواب دواړه حاصلیږي او په نه کولو یې ګناه نشته.
رسول الله صلی علیه وسلم به صحابه کرامو ته د قیلولې ترغیب ورکاوه لکه چې فرماېلي یې دي: قيلوا فإن الشيطان لا تقيل. ژباړه: قیلوله وکوئ ځکه شیطان قیلوله نه کوي. صحیح الجامع.
داچې نن سبا ډاکټران هم خلکو ته د شپې له خوا تر ۸ ساعتونو پورې د خوب کولو سپارښتنه کوي، خو زیاتره خلک ورباندې عمل نه شي کولای چې د روغتیا له پاره مضر او د رنګارنګ ناروغیو باعث کیږي.
دقیق وخت یې په عامو ورځو کې له ماسپښين لمانځه نه مخکې او د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته ۱۰ یا ۲۰ دقیقې خوب ده.
د قیلولې ګټې
۱ :ـ لیکن اوس تازه ساینسي څېړنو دا جوته کړې چې ښه قیلوله ( ماسپښين مهال۱۰ نه ۲۰ دقیقو پورې خوب) د انسان د ښه صحت او دماغي افعالو د تقویې له پاره ګټور ثابتېدلای شي.
۲ :ـ په ۲۰۱۰ کال کې د یوې روغتیاېي مجلې (پروګریس ان برین ریسرچ) کې د خپاره شوي تحقیقاتي راپور له مخې ویل شوي چې د ماسپښين پرمهال خوب کول د انسان په دماغي افعالو کې بهتري راوستلای شي.
۳ :ـ په یوه جلا څېړنه کې دا په ثبوت رسېدلې:کوم کسان چې د ماسپښين په مهال د لږ وخت له پاره ویده کیږي هغوی د ریاضي او حساب په پېچیده مسائلو ښه پوهیږي او په آسانه یې حل کولای شي.
۴ :ـ په ۲۰۱۵ کال کې د (پرسنلټي اینډ انډیویژوول ډیفرنس) مجلې له خپرې شوې څېړنې کې ویل شوي چې د سختو او ستونزمنو کارونو له ترسره کولو څخه لږ مخکې د قیلولې خوب د کار په دوران کې انسان له ذهني مایوسۍ څخه ژغورلای شي.
۵ :ـ د (جرنل آف کلنیکل اینډرینولوجي اینډ میټابولزم) د څېړنې مطابق کوم کسان چې په قیلولې روږدي نه وي د هغوی په جسم کې د خلق تنګۍ او پرېشانۍ هارمون د زیاتېدلو کچه لوړه وي او زیاتره د ذهني ناروغیو ښکار ګرځي.
۶ :ـ په یوه جلا څېړنه کې ویل شوي چې د قیلولې نه کولو له امله کېدای شي انسان په خپل وجود کې د زیاتې نارامۍ او بې صبرۍ احساس وکوي.
۷ :ـ ډاکټران داهم واېي: سهار له پاڅېدلو څخه ۶ ساعته وروسته(د قیلولې وخت کې) خوب کول د مازدیګر په وخت کې له خوب کولو څخه څو چنده زیات ګټور اومفید وي.

۸ :ـ تېر کال هم په تازه ترسره شوي طبي راپور کې ویل شوي و چې د غرمې مهال خوب کولو سره د انسان په وجود کې موجوده دفاعي نظام ته زیاته تقویه ترلاسه کیږي اود مرضونو په وړاندې ښه مقاومت کولای شي.
۹ :ـ د (پلوس) په نوم روغتیاېي مجلې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې چې په ۲۰۱۴ کال کې یې ترسره کړې وه، ویلي و چې د ماسپښين خوب د انسان حافظې(یاد داشت) ته تقویه ورکوي.
۱۰:ـ همدا رنګه روغتیاېي ماهرین او د ښکلا ډاکټران واېي د قیلولې په کولو سره د انسان څېره هم ښایسته کیږي او د ښایست زیاتولو او برقرار ساتلو وړتیا یې پرځای پاته کیږي.
۱۱ :ـ د قیلولې په هکله یوه بله څېړنه بیا واېي چې: قیلوله د انسان د ماشیني وړتیاوو (دماغ، عصبي نظام او عضلاتو ترمنځ د همغږۍ) په بهتر کولو کې مهم رول ادا کوي، او د قیلولې پروخت ویښ پاتې کېدونکي کسان بیا له دغې ګټې څخه بې برخې دي.
۱۲ :ـ یوې پخوانۍ څېړنې هم دا خبره جوته کړې وه؛ هغه شاګر چې د ماسپښین پروخت د لږ وخت له پاره خوب کوي د جسم په داخل کې یې بدني طاقت زیاتیږي او مزاج یې هم ښه کیږي.
۱۳ :ـ دېته ورته په یوه طبي راپور کې داهم ویل شوي چې د قیلولې پروخت خوب کوونکی تن له دماغي ګډوډیو څخه تر ډېره بریده بچ ساتل کیږي.
۱۴ :ـ د ډاکټرانو په وینا دا کومه دحیرانتیا خبره نه ده چې له قیلولې نه وروسته د خلکو ذهن تازه او د پرېشانۍ له احساس څخه پاک وي.
۱۵ :ـ که په لنډو ټکو کې یې را خلاصه کړم قیلوله د رسول الله صلی الله سنت او د روغتیا له پاره ګټور عمل ده او هر هغه مسلمان چې وخت لري ورته په کار ده چې له دې ګټور او خوندور سنت عمل څخه ګټه پورته کړي، ثواب او خرما دواړه حاصل کړي.//کلیم الله صادق

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب