ولې بايد توبه وکړو؟

په اوسنی وخت کی چی مسلمان امت څومره په ذلت او رسوایی کی پروت دی، ددی یواځنی لامل دادی چی مونږ خپل دین پریښی دی. مونږ د الله جل جلاله او د هغه د رسول صل الله علیه وسلم تعلیمات هیر کړیدی. ښکاره خو مونږ وایو چی مونږ پر الله جل جلاله ایمان لرو او اسلامی شریعت منو خو که چیری مونږ په ټولیز ډول او یا انفرادی ډول وګورو نو زمونږ عمل ددغی ادعا او قول برعکس دی. نن مونږ د خپلو اعمالو د وجهی د نړی د کفارو د لاسه ذلیل او رسوا کیږو، مونږ ډیر ظالم او ناشکره یو چی د خپل الله او د هغه د احکاماتو څخه مو مخ ګرځولی دی او د دنیا په فانی او نفسانی لذتونو کی تردی ډوب او مشغول یو چی نه یواځی داچی د خپل رحیم او کریم مالک نافرمانی کوو بلکه د هغه د بنده ګانو حقوق هم غصب کوو او هغی ته د ویاړ یوه کارنامه وایو. د خدای لپاره لږ سوچ وکړۍ چی نن مونږ د بی احساسۍ کوم مقام ته رسیدلی یو، سپۍ ته هم چی د کوم ځای څخه یوه مړۍ ډوډۍ پیدا شی نو بیا د هغه در وفادار جوړشی، خو مونږ دی د ځان سره فکر وکړو چی مونږ د خپل هغه مالک او مولی سره چی مونږ ته خوراک، څښاک، خوب او نور بی شمیره نعمتونه راکړیدی، څومره وفا کړیده؟‎ اوس هم وخت دی چی په ریښتنی زړه توبه اوباسو او اینده د ګناهونو څخه ځان وساتو، هغه خو داسی کریم او رحیم رب دی چی فرمایی ؛ ای زما هغه بنده ګانو چی پر ځانونو مو زیاتی کړیدی، د خدای رحمت څخه مه ناامیده کیږی، خدای پاک ټول ګناهونه بښی او هغه د بښنی والا او مهربان ذات دی. ؛ (زمر: ۵۳ ). اوګوری چی څومره په مینه الله پاک خپلو نافرمانه بنده ګانو سره مخاطب دی، که مونږ اوس هم خپل رب هیر کړو نو زمونږ څخه به زیات احسان فراموش نور څوک وی. الله پاک فرمایی ؛ ولی د مومنانو لپاره اوس هم هغه وخت ندی رارسیدلی چی د الله په یاد یی زړونه نرم شی؟؛ (الحدید: ۱۶ )

نن چی مونږ په کومو ګناهونو او فتنو کی ډوب یو، د هغوی څخه د راوتلو یواځینۍ لار توبه ده. الله پاک فرمایی ؛ مومنانو، د الله پر وړاندی په صاف زړه توبه اوباسی، امید دی چی هغه ستاسی ګناهونه ختم کړی او تاسی هغه جنتونو ته داخل کړی چی دهغی د لاندی (د شهدو، پیو، اوبو او شرابو) لختی بهیږی؛ (تحریم: ۶۶ ) رسول کریم صل الله علیه وسلم فرمایی ؛ زه هره ورځ د الله پاک څخه اویا ځلی بښنه غواړم او استغفار کوم؛ اوس راشۍ خپل حالت ته وګورو چی د الله پیغمبر چی د هغه څخه پر مخ د ځمکه هیڅ څوک زیات متقی او پرهیزګار نشته د ورځی اویا ځل استغفار کوی نو مونږ او تاسی ته به د استغفار څومره اړتیا وی؟

د توبی څخه د مخنیوی لپاره زیاتره وخت نفس چی د شیطان ایجنټ دی دوه ډوله بهانی لټوی. لومړی داچی سړی ته وایی چی اوس خو لا ډیر عمر پاتی دی، اوس خو لا ځوان یی، اوس خو لا د خندا او لوبو وخت دی، مزی کوه، بیا چی کله بوډاتوب ته نږدی شوی نو توبه به اوباسی. نو تر ټولو لومړی باید دا فکر وکړو چی د مرګ څه پته لګیګی چی څه وخت به راځی، کیدایشی چی راتلونکی لمحه کی دی مرګ پر سر ولاړ وی. دویم دا چی د توبی توفیق هم د الله پاک د خوا عطا کیږی. اوس که دی په زړه کی د توبی خیال راځی نو یقین وکړه چی دا هم د الله تبارک و تعالی د خوا د هدایت پیغام دی، دا غنیمت وګڼۍ او فورآ پری عمل وکړۍ، څوک پوهیږی چی سبا به دا توفیق حاصل شی اوکنه.

د نفس دویمه بهانه داده چی تا خو دومره ګناه کړیده چی د هغی بښنه ناممکنه ده، یا دا چی ته خو ګناه پریښودی نشی نو د توبی څه فایده؟ ددی ځواب مونږ ته په حدیث قدسی کی پیدا کیږی چی الله تبارک و تعالی فرمایی ؛ چاچی د دی ټولی ځمکی هومره ګناه کړی وی او بیا ماته رجوع وکړی خو پدی شرط ماسره یی شرک نه وی کړی نو زه به هغه ته د هغه د ګناهونو هومره مغفرت عطاء کوم؛ او فرمایی چی زما رحمت په غضب او قهر همیشه غالب وی.

اوس هم وخت دی، راځی چی ټول الله ته وژاړو او هغه راضی کړو. مونږ باید د ماشومانو څخه سبق واخلو، کله چی یو ماشوم په کور کی څه شی غواړی نو په ژړا پیل وکړی ځکه چی هغه پوهیږی چی هغه خپل مطلب په ژړا حاصلولی شی. نن زمونږ لپاره هم ددی نه علاوه بله لار نشته چی خبل رب ته وژاړو او د خپلو کړو ګناهونو څخه توبه وباسو.

your ads

او تر ټولو ستره او مهمه خبره داده چی د توبی څخه وروسته باید سړی د خپلو ټولو هغو غلطو کارونو چی په ماضی کی یی کړیدی د تلافی کوښښ وکړی. یعنی کوم فرایض، واجبات، لمونځونه، روژی، زکات چی قضا شویدی باید د هغی د ادا اهتمام وشی او که د چا مالی یا ځانی حق تلفی شوی وی چی د هغی ازاله وشی، یا چا ته په ناحقه تکلیف رسیدلی وی د هغی څخه بښنه وغوښتل شی او د توبی څخه وروسته د هر ډول ګناه څخه اجتناب وشی. که چیرته په ناپوهۍ سره یوه غلطی وشی نو فورا توبه وویستل شی.
د الله تبارک وتعالی څخه غواړو چی مونږ ټولو ته د توبی توفیق او په هغی باندی استقامت رانصیب کړی، آمین.

ژباړه: عبد الرحمن نظری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب