د تورو ډولونه | د تورو غږ، لیکل، د عربي، فارسي او د پښتو ځانګړي توري

دوه ډلو يې ويشو :
۱-نارينه او ښځينه
۲-د ليك له پلوه

لومړى به نارينه او ښځينه توري وڅيړو .

الف : نارينه توري
(ا ج ح ځ د ډ س ش ښ ص ض ع غ ق ك ګ ل م ن )
ب : ښځينه توري
(ب ت ث چ څ خ ر ږ ز ژ ړ ط ظ ف ه ي ې ۍ ى ئ )

دویم د ليك له پلوه هم په دوه ډوله دي

الف: يو ځاي كيدونكي توري
– هغه توري دي چې له ځانه وروستني توري سره يو ځاى تړلي كيږي
(ب پ ټ ث ج ح چ ځ خ څ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ك ګ ل م ن ه ي ئ )
ج:نه يو ځاي كيدونكي توري
-هغو تورو ته وايي چې وروستني توري ( راتلونكي هغه ) سره ونه تړل شي
(ا د ډ ذ ژ ز و).

يادونه: په عربي ژبه كې همزه(ء) د خوزنده الف كار وركوي لكه جرائت، هيئت.

– عربي توري په پښتو كې :

دا توري په ځانګړو عربي ويېونو كې د كارونې وړ وي د كره پښتو په ويېونو ( الفاظو ) كې دا توري نه كارول كيږي
(ث ص ض ط ظ ع ف ق )

– دري توري په پښتو كې :

د دري ژبې ځانګړي توري يواځې د دغې ژبې د ټكو يا كليمو د كارونې پر وخت كاريږي .
(پ چ ژ ګ)

– د پښتو ځانګړي توري چې په دري او عربي كې نه راځي

( ټ ډ ړ ږ ڼ ښ څ ځ )

– غږيز يا كمكي توري:

لكه ( ا ، و ، ه ، ي ) .
او نور ټول توري غلي ( چوپ) توري بلل كيږي .

۱- كومكي غږونه:

كومكي غږونه په پښتو كښي په دوه ډوله دي:

يو ډول خوځندي(حركتوالا ) او بل ډول يې توري دي.
– خوځندي(حركتونه)
أ‌- زور لكه: ور، غر ، غږ
ب‌- زوركې لكه : شل ، وچ، مچ ،
ت‌- زير لكه : عالم ، كامل ، ساحل .
ث‌- پيش لكه: تكامل ، تجاهل.

۲- غچ

په پښتوكښي كله كله په يو نيم حركت باندې د اواز زيات فشار او زور راځي چه (غچ) ورته وايو د غچ له لارې د ټكي مانا بدليږي لكه (غوټه) كه د اواز زور په (غ) راشي نو د (ګرې) مانا وركوي او كه په (ټ) راشي نو د پكتيا او خوست ولايتونو د لهجې په بنسټ د (لوې ،سترې ) مانا وركوي .

۳- غړوندى(سكون) :

  • لاندې ارونه ( اصول ) لري .
    الف: پر ساكن توري يې پيل روا دي او دنيم حركت په ډول ويل كيږ ي لكه سپوږمۍ ، لمر ، پسه .
    ب: په پښتو كې تر درې ساكنو پورې هم يو ځاى راتلى شي خو پدې شرط چې لومړى ساكن يې كومكي تورى وي لكه مياشت ، څلويښت ، پنځوس .

كومكي توري:

په پښتو كې كومكي توري څلور دي خو هغه وخت كومكي توري گڼل كيږي چې ساكن وي او مخكې ترې كومكي توري نه وي .
۱ – ا (الف) د ټكي ( كليمې ) تر منځ او پاى كې راځي كښي داځي لكه: اكا ، انا ، مانا او نور.
۲ – و(واو) په څلور ډوله دي:
a- نرم (واو): چې پوست او نرم ويل كيږي او مخكې تورى يې زور ولري لكه : لو ، پلو ، چلو .
b- څرگند و (واو): مخكې تورى يې څرگنده او دروند پيښ ولري لكه :چاكو ، الو ، تالو..
c- اوږد (واو) : چې اوږد او نرم ويل كيږي او مخكې تورى يې اوږد پيښ ولري لكه : كور ، مور ، خور …
d- كوچني(واو): چې مخكې تورى يې سپك او لنډ پيښ ولري لكه : تاسو ، لومرى .

۳ – ي (يا): په پښتوكښي (ياګانې ) پنځه ډوله ده:

a- نرمه (ى): دا ډول ( يا ) هيڅ ټكي نه لري . پسته ويل كيږي او دمخې تورى يې (زور) ولري لكه: منى ،ژمى ،كړى ، او نور ……..
b- څرگنده(ي): دا ډول ( يا ) لاندې دوه ټكي لري .چې د مخې تورى يې دروند او څرګند(زير) ولري لكه: ښكلي ، ښادي ، سپين …………………..
c- ښځينه (ۍ): زوركي والا (يا ) هم ورته ويلى شو او لكۍ والا ( يا ) يې هم بللى شو يانې د مخې تورى يې زوركى لري او يواځې د كليمې په پاى كې راځي لكه: هګۍ ، خولۍ ………………………….
d- د جمعې يا د فعل (ئ ) د پاسه همزه (ئ) خوري په نوم يا صفت كې د (ۍ) په څير لوستل كيږي .
e- اوږده(ې) اوزده ويل كيږي او د مخې تورى يې اوږد زير لكه: شيدې ، مستې ، …………
۴- (هه) په پښتوكې په دوه ډوله ده:
a – څرگنده او لويه (هه) چه د مخې تورى يې زور لري لكه: پياله ، وزه، جامه …..
b – پټه او كوچنۍ (هه) د مخې تورى يې زوركى لري لكه: پسه ، نيكه …..

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب