والدین ولې مکلف دي چې د خپلو بچیانو څارنه وکړي؟ لاسته راوړنه یې څه کېدلی شي؟

والدین ولې مکلف دي چې د خپلو بچیانو څارنه/تعقیب وکړي؟ نتیجه/لاسته راوړنه یې څه کېدلی شي؟

پر والدینو فرض ده چې د خپلو بچیو/ماشومانو څارنه وکړي والدین باید پر دې پوه وي چې زامن/لوڼې مې څه کوي، چېرته ګرځي، له چا سره یې ملګرتیا/انډیوالي ده، اضافه شیان یې جیب یا بکسه کې له کومه کړي دي/له چا یې آخیستې دي؟
که داسې وه نه شي خدای مه کړه بچي به مو داسې نادودې درته وګوري چې په ژوند کې به مو چېرته په تصور کې نه وي تېر شوي او نه به مو په اړه فکر کړی وي چې زما زامن دې داسې وي او یا دې داسې کړنه ترسره کړي چې ماته ترې درد سر جوړ شي.

مازدیګر مهال وه پوهنتون ته پر لاره وم طالبانو د خپل ورکړل شوي مسؤلیت له مخې یو دوه نوي ځوانان نیولي او لاسونه یې پرې ولچک کړي ول ما له دوکانداره د پوهېدنې په خاطر پوښتنه وکړه مال څه خبره ده وای تفنګچه، بوکس پنجه او برچې وې ورسره د هلکانو عمر به نږدې ۱۸/۱۹ کاله وه چې له همدې بې لارو ځوانانو سره یې بیا کورنۍ او مور و پلار په غم ککړ وي چې اوس څه چاره وکړي چې زامن را خلاص کړي.

نو والدین دې هم متوجې اوسي او له خپلو بچیو دې د هر څیز/شي پوښتنه او څارنه وکړي ان د هغو پیسو پوښتنه دې ترې هم کوي چې مور و پلار یې د ورځنۍ خرچې په پار یې ورکوي.

ماشومان او والدین
ماشومان او والدین

په ډېرې کمې استثناء سره به ځینې ماشومان/ځوانان وي چې د خپلې کورنۍ د مشرانو اطاعت او فرمانبردار اوسي او نغواړي چې بېځایه وګرځي او داسې کار دې تر سره کړي چې کورنۍ یې ورسره په تکلیف او د سر درد ورته جوړ کړي.
که والدین د خپلو بچیانو سالمه څارنه/تعقیب وکړي په دې سره کولی شي چې د ټولنې څخه میکروب لرونکي اموال) ځوانان( ورک کړي او د خپلو زامنو/لوڼو اینده روښانه کړي چې په پای کې به والدینو او کورنیو او هېواد ته ویاړونه، برویاوې او لاسته راوړنې راوړي.

لیک: احمد طارق خلیلي 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب