د ښځې او نر د غسل طريقه (فتوى)

پوښتنې:

۱- آيا د نیمایي عکس سره (نیم تنه لکه د پاسپورت او تذکرې) لمونځ کیږي او که نه؟
۲- کله چې څوك په يوازې لمانځه کې سهوه شي نو آيا یو طرف ته سلام ګرزول کیږی او که دوو طرفونو ته؟
۳- د نارینه او ښځینه د غسل ادا کولو طریقه څرنګه ده؟

الله مو تل کامیابه لره.

ځواب:

الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعین ، وبعد :

قدرمنه وروره!
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته

۱- له نيمايي عکس سره لمونځ کول جواز لري، داسې عکس چې د بدن دومره حصه يې موجوده وي چې که چېرې د ژوندې انسان د بدن دومره حصه پاتې شي نو ژوند نشي کولاى.

۲- کله چې يوازې لمونځ کونکى په لمانځه کې سهوه شي نو د التحیات نه وروسته دې دواړو خواوو ته سلام وګرځوي او بیا دې دوې سجدې وکړي او التحیات دې له سره ولولي له درود او الهم ربنا وروسته دې سلام وګرځوي او که امام وي نو په همدې طریقه خو یوازې یوې خواته به له سجدې سهوې نه وړاندې سلام ګرځوي دا دامام ابوحنیفه مذهب دی او نورې طریقې هم په احادیثو کې ذکر شوي چې هغه هم صحیح دي.

۳- د ښځې او د سړي د غسل طريق يو شان ده او هغه دا چې لمړى به اودس وکړي چې مضمضه او استنشاق به پوره توګه وکړي يعنې خوله او پزه به پوره توګه ومنځي او غرغړ به وکړي او بيا به په ټول بدن باندې درې ځله اوبه واچوي.

والله اعلم

ځواب وركونكى: مولوي مجيب الرحمن منصور

اصلاح انلاین

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب