په افغانستان کې ټرانسپورټ

د افغانستان جغرافيوي موقعيت په نظر کې نيولو سره د اسيا د لويې وچې په مرکز کې پروت هيواد دی چې له ډيرو لرغونو زمانو راهيسي د ختيز او لويديز په سوداګرۍ کې اړينه ونډه لري. له ميلاد څخه څلور پيړۍ دمخه د سکندر په وخت کې د هند او يونان ترمنځ سوداګري د افغانستان له لارې تر سره کيده.

افغانستان ديونانيانو اوباختري شاهانو په وخت کې د سوداګرۍ په برخه کې ځانګړي اهميت درلود. بلخ د وريښمو او مساله جاتو د لارو په مرکز کې پروت و او دغه ښار د چينايي او هندي توکو د تبادلې مرکزهم و همدرانګه د وريښمو لار چې ختيزيې له لويديز سره نښلاو زموږ له هيواده تيريده چې هغه مهال وريښمو ډير ارزښت درلود او له همدې لارې د هيواد توليدات د ختيز او لويديز بازارونو ته ليږدول کيدل.

د افغانستان دغه سوداګريز اهميت د چنګيز يرغل ،په اروپا کې د وريښمو د چينجيو روزنې دود، همدارنګه په اروپا کې د بحري لارو کشفولو او عصري وسايلو رامنځته کولو اغيزمن کړ.تر اوسه چې په نړۍ کې کوم اقتصادي پرمختګونه رامنځته شوي يو عامل يې ټرانسپورټي وسايل دي.

په افغانستان کې تر کال 1930ميلادي پورې د توکو ليږد راليږد د حيواناتو له لارې صورت نيو خو کله چې نړۍ د پرمختګ څوکو ته ورسيده په افغانستان کې هم د ټرانسپورټ په برخه کې يوشمير پرمختګونه وشول.
د هيواد لويې لارې جوړې شوې افغانستان اوس مهال 3363کيلومټره لويې لارې،4884کيلومټره سيميزې لارې،9656 کيلومټره ولايتي سړکونه او 17000کيلومټره کليوال سړکونه لري. په دويم قدم کې په افغانستان کې هوايي ټرانسپورټ ته پاملرنه وشوه.

په افغانستان کې د هوايي ټرانسپورټ په برخه کې د لومړي ځل لپاره يوه اداره د هوانوردۍ د تنظيم په موخه د بهرنيو چارو په وزارت کې جوړه شوه چې وروسته دغه په مديريت بدله شوه او د هوايي ځواکونو په چوکاټ کې راغله.
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د هوانوردۍ کړنې په کال 1306هـ ش کې پيل چې په همدې کال د شوروي اتحاد يوې کوچنۍ الوتکې په مياشت کې دوه ځله د کابل او ترمز تر منځ الوت (پرواز) پيل کړ. په افغانستان کې په لومړي ځل په کال1333هـ ش کې د اريانا افغان هوايي شرکت تاسيس شو چې اوسمهال يو شمېر نور شرکتونه لکه صافي،کام اير، شرکتونه په افغانستان کې کورني او بهرني پروزاونه تر سره کوي.

د افغانستان دوه نړيوال هوايي ډګرونه(کابل،کندهار) لري او دهيواد په کچه يو شمير نور هوايي ‌‌ډګرونه هم شتون لري چې عبارت دي له:ننګرهار هوايي ډګر،بدخشان هوايي ډګر،هرات هوايي ډګر،مزار شريف هوايي ډګر او نور.
افغانستان اوبنى ټرانسپورټ نلري ځکه د افغانستان سيندونه د بيړۍ چلونې لپاره مساعد ندي له بلې خوا افغانستان بحر ته لاره هم نلري.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب