هوږه د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي

د سرطان نړیوال څېړنیز بنسټ (WCRF) تر اوسه زرګونه څېړنې کړې دي، څو له دې لارې داسې خواړه ومومي چې د سرطان مخنیوی وکړي.

د دوی څېړنې په ډاګه کوي چې ګیاهي خواړه تر بل هر ډول خوړو ګټور دي او کولی شي د سرطان مخه ونیسي.

د دغو خوړو له ډلې یوه هم هوږه ده. ډېری کسان له دې کبله چې هوږه تېز او تند بوی لري، له خوړلو یې ډډه کوي، خو د هوږې همدا تېز او تند بوی د هغو ګوګردي ترکيباتو ښکارندویي کوي چې د بدن لپاره ګټور تمامېږي.

څېړنو ثابته کړې چې په هوږه کې شته دغه ترکیبات په بدن کې د سرطان مخنیوی کوي، د DNA په ترمیم کې موثر دي او سرطاني سلولونه له منځه وړي.

د هوږې بله ځانګړنه دا ده چې له باکتریاوو سره مبارزه کوي. په ځانګړې توګه (هلیکوباکتر پایلوري) له منځه وړي او د لویو کولمو د سرطان مخه نیسي. (هلیکو باکتر پایلوري) هغه باکتریا ده چې د معدې د زخم او ډېری وخت د سرطان لامل کېږي.

د دې لپاره چې د هوږې له ټولو ښېګڼو مو ګټه اخیستې وي، لومړی یې پوست کړئ، ټوټه ټوټه یې کړئ، څو پکې شته انزایمونه فعال او ګوګردي ترکیبات یې ازاد شي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب