همجنس سره اړیکې!

له همجنس سره مینه یا همجنس ته تمایل هغه ستونزه ده چې بشریت له ډیر پخوا ورسره لاس او گریوان دی دمثال په توگه په پخواني يونان کې دسافو په نامه شاعرې دلزبو په نامه دیونان په ټاپو گانو په خپلو شعرونو کې دنجونو او ښځو تر منځ د جنسي اړیکو او مینې یادونه کړې چې اوس په انگریزي کې دښځوترمنځ دجنسي اړیکې نوم (لزبین) هم له همدې ځایه سرچینه اخلي دغه راز د پخواني روم یو امپراتور هادریان هم دغسې تمایلات درلودل حتي ویل کیږي وتلی انځور گر لیونارډو داوینچي هم هم جنس گرا ؤ په اسیا او نورو هیوادونو کې هم دغه مسله موجوده وه دغه راز زموږ په سیمو کې هم دغه ښکارنده موجوده ده خو دلته باید دوه مسلې سره بیلو کړو یو همجنس بازي ده او بله همجنس گرايي یا همجنس ته تمایل .
زه فکر کوم زموږ په ټولنه کې د همجنس بازي مسله ډیره دود ده په دې معني چې کله یو کس خپل مخالف جنس ته دلاسرسي امکان ونه لري نو له خپل همجنس سره دجنسي اړیکې له لارې خپله جنسي تنده ماتوي فکر کوم دغه مسله زموږ په سیمو کې ډیره لیدل کیږي او کله چې یو کس مخالف جنس ته تمایل پيدا نه کړي نو بیا له همجنس سره جنسي اړیکه نیسي ورو ورو ېې له مخالف جنس سره علاقه کمیږي .
خو له همجنس سره علاقه یو بله اساسی مسله ده او په ټولو ټولنو کې لیدل کیږي په ځینې هیوادونو کې که څه هم یوه رټل شوې مسله ده خو بیا هم ورته قانوني بڼه ورکړل شوې او شمیرنې ښيي چې په سلو نارینه وو کې یو او په سلو میرمنو کې څلور همجنس گرا دي .
لکه چې دغه ورور ویلي دي هوروموني مسلې په دې برخه کې رول لري خو دغه تیوري په دې ډول ده چې د استراډیو او تستوسترون په نامه هورمونونه که کم یا زیات شي په جنسي تمایل ورسره بدلیږي او دغه تیوري ډیره مطرح هم ده چې په نارینه او ښځو کې دغه هورموني بدلونونه ددې سبب کیږي چې له همجنس سره تمایل پکې ډیر شي .
په دې هکله په اروپايي هیوادونو کې ډیرې څیړنې هم شوي او ددې ښودنه کوي چې د همجنس گرایانو او عادي کسانو په فریولوجیک جوړښت کې توپیر موجود دی له همدې امله ځینې کسان وايي چې دغه ښکارنده یوه مورزادي او جنټیکي ستونزه ده خو یو لودیځوال څیړاند وايي ما داسې شی نه دی موندلی چې وښيي دغسې کومه ستونزه د دغو کسانو په مازغو کې کوم بدلون موجود وي او هغه دغه تیوري ردوي .
د بلانکارډ وکلاسن په نامه څیړاند ویلي دي چې که یو ورور همجنس گرا وي دا احتمال ۳۳ په سلو کې زیاتیږي چې بل ورور هم دغه ستونزه ولري ځینې څیړاندو وویل چې یو مخصوص جن د گي جن په نامه شته چې دغه ښکارنده بل کس ته انتقالوي ددغه څیړنو نتیجې د Human Genetics په نامه په یوې نشرې کې خپرې هم شوې په هر صورت مختلفي نظرې په دې برخه کې شته ټولې تراوسه پورې نه تاید شوې او نه په کره توگه رد شوي دي خو دا یو واقعیت دی چې ځینې کسان دغه مشکل لري او بیا هم یادونه کوم چې کله چې دهمجنس گرايي مسله یادیږي ټول هغه موردونه پکې نه ر اځي چې دفرهنگي مسلو له امله رامنځته شوي وي دمثال په توگه زموږ په ټولنه کې کله چې یو کس خپل مخالف جنس ته لاسری ونه لري نو هغه خپله جنسي تنده له خپل همجنس سره ماتوي په دې حالت کې نه شو ویلی چې دا جنتیکي مسله ده بلکه دا یو ډول فرهنگي ستونزه بلل کیږي .
ددې ستونزې په پيدا کیدا کې بله رواني مسله هم اغیزمنه ده دمثال په توگه هغه هلکان چې دمور له لوری سخت رټل شوي وي او ظالمانه برخورد ورسره شوی وي ممکنه ده په لوینې کې له نجونویو ډول کرکه ولری او دغه چاره ددې سبب کیږي چې خپله جنسي تنده له خپل هجنس سره ماته کړي .په هرصورت هغه څه چې روښانه دي دا دي چې دا یو ناسم عادت دی او باید پریښودل شي که هورموني ستونزه لرئ ډاکټر ته په ورتگ سره ېې حل کولاي شئ اسلام هم دغه ښکارنده رد کړې ده او کبیره گناه بلل کیږي پردې سربیره جسمي او رواني ستونزې پيدا کولاي شي .
غوره دا ده چې یوه ارواپوه ته مراجعه وکړئ او خپله دغه ستونزه ورسره شریکه کړئ او د بدن د جنسي هورمونونو اندازه معلومه او دعلاج فکر ېې وکړئ د هورمونونو د کمیدا علاج شونی دی او ډاکټر ته په ورتگ سره دغه کار کیداي شي .
هغه فکرونه له ذهنه لیرې کړئ چې دغه تمایل یا گرونه په تاسو کې زیاتوي دغه حس په ځان کې پياوړی کړئ چې باید له مخالف جنس سره مینه پيدا کړئ .
خپلې سترگې له گناه پاکې کړئ په دې معنې جې هلکانو ته د شهوت په سترگه مه گورئ او کله چې دغسې حس درته پيدا شو اسلام په مقدس دین کې ځینې لارښونو ته پام وکړئ او ترې گټه واخلئ او له ټولو هغه موقعیتونو ځان لیرې وساتئ چې د همجنس گرايئ حس په تاسو کې زیاتوي .
ځان بیکاره مه پریږدئ خپلې ټولنیزې اړیکې پراخې کړئ ښه ملگري پيدا کړئ او ځان له دې ښکارندې وژغورئ .
خپل معنوي اړخ مذبوت کړئ لمونځ کوئ او دزړه له اخلاصه ېې کوئ دغه کار د رسره ډیره مرسته کوي او دغه فکر کوئ چې یو عادت په یوه شیبه کې نه بدلیږي
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب