د مثانې یا ګردې د سرطان ستره نښه

سرطان وژونکی مرض یو له هغو ناروغیو دی چې په پټه انسان ښکاروي او که پر وخت یې علاج ونشي، وروسته یې علاج له امکانه وځي.

تازه څېړونو ښودلې چې د سرطان ځينې داسې نښې شته دی چې په پیل کې د دغه مرض په پېژندلو کې مرسته کوي.
د برتانیې یو شمېر څېړونکو پر هغو خلکو غږ کړی چې په تشو بولو کې یې وینه راځي نو ژر تر ژره دې ډاکتر ته مراجعه وکړي. څېړونکو ویلي چې مهمه نه ده چې دغه وینه دې محض یو ځل راغلي وي او وروسته یې دوام نه وي کړی.
دوی ښځو ته ځانګړی خبرداری ورکړی چې په دې اړه پاملرنه وکړي او د وینې د لیدلو وروسته دې سمدستي ډاکتر ته ځان وښيي.

څېړنه کې دا هم ویل شوي چې د ګردې یا د مثانې سرطان علاج که په پیل کې وشي، د مرګ څخه د ژغورلو ډير امکان يې شته دی او په وروستي پړاو کې علاج او له مرګ څخه د ژغورولو امکان بیا د لس سلنه څخه هم کم وي.
څېړونکو پر دې سربېره ویلي چې د تشو بولو سره د وینې د راتګ سره سره د ګردې یا مثانې د سرطان بله علامه بې وجې د وزن کمېدل او په یوه طرف نه ختمیدونکی درد کېدل هم دي.
د یادونې وړ ده چې د سرطان وژونکي ناروغۍ پورته دوه ډولونه یواځې برتانیه کې هر کال له ۱۷زرو څخه ۷۶۰۰ کسان وژني

ډاکټر عامر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب