نیکمرغه واده

په دې مبارکه ورځ زه ډیر خوښ یم چې دوه تنه (ښځه او میرمن) د واده له برکته یو له بل سره نژدی شول، او لوی څښتن تعالی د هغوی په زړونو کې محبت ځای پر ځای کړ، په داسی حال کې چې له دې وړاندی دوی یو له بل څخه ډیر لرې ول.

په دې توګه سره دوه مسلمانان یو له بل سره د همدې مشروعې او حلالې لارې اوپه نبوي تګلارې (نکاح) سره اوس محرم شول، الله تعالی دې ورته دا واده مـبـارک او په ژوند کې دی ورته بـــــرکت واچوي، او ســـــوبمن ژوند دی ورپه برخه کړي.

دا ډیره د خوښۍ خبره ده چې نن مسلمان ځوانان د شتو ستونزو سره سره، بیا هم واده ته مخه کوي ولی چې دغو ځوانانو ته دا جوته شویده چې نیکمرغه واده د ټولو خوښیو ځاله ده .

دا پخپله ددی ښودنه کوي چې دوی د حلا لې لاری څخه غواړي خپله تنده خړوبه کړي، تر څود خپلی ټولنی یا ددی اسلامي امت یوه بنیادي خښته پاتی شي.

۱: واده د الهي پیغمبرانو د محموده سنتو نه یو سپیڅلی او مرغوب سنت دی، او څوک چې تری مخ واړوي او په اړه ئی تنده احساس نه کړي، په حقیقت کې د خپل خواږه پیغمبر په سنت او تګلاره ئی عمل نه دی کړي.

your ads

خوږ نبي کریم (علیه الصلاة والسلام) فرمایلی دي:((اما والله اني لاخشاکم لله واتقاکم له، لکني اصوم وافطر، واصلي وارقد، واتزوج النساء، فمن رغب عن سنتي فلیس مني)).

ترجمه : (زما دی په خدای قسم وي چې د خپل خدای نه زما ویره او تقوی له تاسو ټولو نه زیاته ده؛ ولی بیا هم زه کله روژه نیسم او کله ئی نه نیسم، لمونځ تر سره کوم، کله هم ویده کیږم، او واده کوم ، نو هرهغه څوک چې زمادسنتو څخه مخ واړوي زما څخه نه دی). [متفق علیه].

همدارنګه فرمائي: (ستاسی له دنیا څخه را ته خوښ شیان ښځه او عطر دي او دسترګو یخوالی می په لمانځه کې دی). [نسائي، احمد]

۲ـ واده ته لبیک ویل او ورته غاړه ایښودل د الهي امرمنل دي:(وانکحوا الایامی منکم والصلحین من عبادکم وامآئکم ، ان یکونوا فقرآء یغنیهم الله من فضله والله واسع علیم).[ نور / ۳۲ ] .
ترجمه: (خپلو میرمنو او غلامانو او وینځو ته چې ستاسی د لاس لاندې دي واده وکړئ، که چیری بی وسه وي نو لوی پروردګار به ئی پخپل فضل سره شتمن کړي، الله (جل جلاله) ډیر بښونکې او پوه دی).

۳ـ واده د بشر د فطري بلنې قبلونه ده؛ هر څوک چې واده ونکړي او د دی فطرت نه مخالف حرکت وکړي، په حقیقت کې خپل ځان د هلاکت کندې ته سپاري: ((فطرت الله التی فطر الناس علیهالاتبدیل لخلق الله ))[الروم/۳۰]

۴ــ واده د لوی څښتن تعالی پرخپلو بندګانو باندی یوه ستره پیرزوینه ده، د دوستۍ، نیکمرغۍ، او د الهي بی ساري رحمتونو د نزول لامل دی.
لوی پروردګار( جل جلاله ) فرمائي:((ومن آیاته خلق لکم من انفسکم ازواجا لتسکنوا الــیها وجعل بینکم مودة ورحمة، ان فی ذلک لآیات لقوم یتفکرون)). [سورة الروم /۲۱] ترجمه: او د الله (جلت عظمته) دنښو نښانو څخه (یوه داده چې) ستاسې د نفسونو څخه ئی تاسې ته میرمنې پیدا کړیدي، تر څو په هغوي سره ډاډینه ترلاسه کړۍ، او ستاسې تر منځ ئی خوږوالی او رحمت پیدا کړیدی، په تحقیق سره په دی (نعمت) کې د هغو کسانو لپاره چې فکرکوي نښی نښانې دي)).

۵ــ واده د دشهوت د پوره کولو لپاره یواځینۍ مشروعه لاره ده، لوی پروردګار ( جل جلاله ) فرمائي: (( والذین هم لفروجهم حفظون، الا عـــلی ازواجهم او ما ملکت ایمانهم فانهم غیرملومین، فمن بتغی ورآء ذلک فاولئک عم العادون )).
[سورة المؤمنون /۵ــ۷]

ترجمه: (( او هغه کسان چې پاک لمني دي، مګر د خپلو میرمنو او د هغو وینځو په وړاندی چې د دوی لاس لاندی دي، په دی حالت کې پر دوی هیڅ ملامیتا نشته، نو هرهغه چا چې له دی څخه د زیات څه غوښتنه وکړه، نو دوی له خپل حد څخه تیري کوونکي دي)).

۶ــ واده د د فتنو او اخلاقي انحرافاتو څخه د مخنیوۍ لپاره غوره سپر دی، او له همدی کبله د انسانیت ستر لارښود جناب پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) ځوانان واده ته ترغیب او هڅولي دي.

د ځوانانوپه اړه ئی داسې فرمایلي ئی دي: عن عبدالرحمن بن یزیدقال: دخلت مع علقمة والاسود علی عبدالله فقال عبدالله : کنا مع النبی (صلی الله علیه وسلم ) شبابا لانجد شیئا، فقال لنا رسول الله (صلی الله علیه وسلم) : ((یا معشر الشباب، من استطاع الباء ة فلیتزوج، فانه اغض للبصر واحصن للفرج ، ومن لم یستطع فعلیه بالصوم، فانه له وجاء)). (صحیح البخاری ،کتاب النکاح ص ۹۰۷) .
ترجمه: دحضرت عبدالرحمن بن یزید نه روایت دي چې فرمائي: زه د حضرت علقمه او حضرت اسود (رضی الله عنهما ) سره د حضرت عبدالله ( رضی الله عنه ) څنګ ته لاړم، نوحضرت عبدالله (رضی الله عنه ) وفرماېل : مونږ د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) سره ؤ په داسې حال کې چې ځوانان ؤو، خو زمونږ سره هیڅ هم نه ؤ، نومونږ ته رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) داسی وفرمایل: ای د ځوانانو ټولګیه! هر یو له تاسې څخه چې د واده کولو توان ولري، نو واده دی وکړي؛ ځکه چې واده د سترګودنظر د ساتلو او دعورت د عفت لپاره غوره وسیله ده، او څوک ئې چې توان نه لري، نو بـــیا دی روژه ونیسي، ځکه چې دا ورته سپر دی )) .

۷ــ واده د ثواب ګټلو لپاره آسانه لاره ده.
رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم ) غوره نفقه پر خپلې کورنۍ باندی مصرفول ګڼلي دي، او په دی اړه داسې فرمائي: ((هغه دینار دی چې د خدای په لاره کې مصرف کړ، او هغه دیناردی چې د یو غلام د آزادولو لپاره ولګاوه، او هغه دینار دی چې صدقه کړ، او هغه دینار دی چې پرخپل اهل وعیال باندی مصرف کړ، بهترین دینار پکې هماغه دینار دې چې پرخپله کورنۍ باندی دی مصرف کړیدی )) [مــسلم].

رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) حضرت سعدبن وقاص (رضی الله تعالی عنه ) ته وویل: (( ته د هر مصرف په وړاندې چې الهي رضا پکې په پام کې نیسې، د اجر ګټونکې ئی؛ حتی هغه مړۍ چې ته ئی د خپلی میرمنې په خوله کې ورکوې ))[متفق علیه].
پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) په بل ځای کې فرمائي: (( ستاسې د هر یوه په فرج کې صدقه ده، (صحابه کرامو) و ویل: یا رسول الله که یو تن زمونږ څخه خپل شهوت دفع کړي، آیا په دی کې به هم د اجر موندونکې وي؟ وی ویل: که چـــیری یو له تاسی څخه ئی په حرامو کې دفــع کړي، آیا ســــزا به نه مومي؟ په همدې توګه که په حـــــلاله لاره کې تری استــــفاده وکړي اجر لري )). [ مسلم].

۸ـ نیکمرغه واده هماغه دی چې د هغې بنسټ د اسلام د سپیڅلي دین پر اساس وي، او په همدی اساس د ناوی او خاوند دین (اسلام) یو اساسي شرط دی.(۱)

د خاوند په اړه رسول کریم ( صلی الله علیه وسلم ) فرمائي :(( اذا اتاکم من ترضون خلقه و دینه فزوجوه ـــ و الا تفعلوا تکن فتنة فی الارض و فساد عریض )).
ترجمه: که داسې یو تن خواستګارۍ او جرګې لپاره راشي چې تاسی ئی د اخلاقو او دیندارۍ نه خوښ یاست، نو ورته واده ورکړۍ، که داسې ونه کړۍ نو پر ګرده ځمکه باندی به په پراخه توګه سره فساد پیل شي [ ترمذي ، ابن ماجه ، او د جامع الصغیر ۲۷۰ صفحه کې دا حدیث حسن ګڼل شویدی] .

یو تن حضرت حسن (رضی الله عنه ) ته وویل : خپله لور چاته په نکاح کړم ؟ ورته ئی وویل: هغه چا ته چې له لوی خدای څخه ویریږي؛ ځکه که چيری ورسره مینه ولري، نو درناوې او احترام به ئی وکړي، او که ئي خوښه نه شي نو ظلم خو به پری نه کوي )).

واقعیت هم همداسی دی چې هر کله یو متدین او دینداره شخص په قهر شي، نو تیری نه کوي او بې د کوم موجه دلیل او لامل پرته له خپلی میرمنی سره بد سلوک او ناوړه چارچلند نه کوي، او په خپله کورنۍ کې د فتنو مخه نیسي؛ بلکه ددی تر څنګ د خپل لارښو پیغمبر په ښودلو لارو باندی عمل کوي، او ویناو ته ئی متوجه وي چې فرمائی: (( په تاسی کې بهترین تن هماغه دی څوک چې د خپل اهل سره ښه چلند کوي، او زه ستاسی لپاره دخپلی کورنۍ یوه ښه نمونه اوبیلګه یم )) [ابن ماجه ].

یوه خبره چې دلته دیادولو وړده او هغه داده چې: د جینۍ پلار د واده نه وړاندی د هلک اخلاق او دیانت باید په پام کې ونیسي؛ ځکه که چیرې د جینۍ پلار یا ولي هغه یو داسی تن ته ورکړي چې یو فاسق او مبتدع انسان وي، په حقیقت کې ئی ددغی ښځې په حق کې خیانت او یو ستر جنایت کړیدی.

د یوی میرمنی د انتخاب لپاره خوږ پیعمبر ( صلی الله علیه وسلم ) فرمائي چې:(( تنکح المرأة لاربع، لمالها، ولنسبها، ولجمالها، فاظفر بذات الدین تربت یداک )) [ مسلم ].

ترجمه :یوه میرمن د ۴ ځانګړتیاو لپاره په نکاح کیږي، د مال په خاطر، د نسب لپاره ، د ښائست لپاره او ددین دارۍ لپاره ، نو دین پکی اختیار کړه ، لاسونه دی په خاورو شه !)).

یوه متدینه او ریښتینې پاک لمنه میرمن د خپل خاوند سره د دین په چارو کې مرسته کوي، او د هغه په غیاب او نشتوالي کې ئی د ناموس او دمال په کلکه ساتنه کوي، له اجازی پرته ئې له کوره نه وزي، او له اجازې پرته ئی نفلي روژی نه نیسي ،او هغه څوک چې خاوند ئی نه غواړي کورته د اجازی حق نه ورکوي.
د پاک لمنې او نیکې میرمنی د ځینو ځانګړیتاؤ په اړه نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) فرمائي: که خاوند ئی په کور کې شتون ولري، نو د اجازې پرته ئی روژه نه نیسي او د هغه د اجازې پرته، چاته کور ته ننوتلو اجازه نه ورکوي )) [ متفق علیه ].

(۱): البته دا خبره ددی معنا نه ورکوي چې د اهل کتابو د ښځو سره مسلمان واده نشي کولای، بلکه دلته مؤلف د خاوند او میرمنی دیندارۍ ته اشاره کړیده کومه چې ددواړ و په ژوند کې ډیر مهم رول لوبوي، او که چیرې خاوند متدینه او میرمن ئی نه وي ، یا میرمن متدینه او خاوند نه وي ، نو معلومه خبره ده چې د دوی د ژوند روانه بیړۍ به له ډیرو خطرونو سرخ مخامخ شي ( متـــرجـــم ) .

د میرمنو څو مهم خصلتونه
هغه مهم خصلتونه چې که چیري په یوه میرمن کې وموندل شي،نو جرګې مرکي به هم پری زیاتی شي:
(۱): دین (۲) اخــــــــــــلاق (۳) جمال او ښائست ولري (۴)مهر ئی کم او اندک ټاکل شوی وي (۵): پیغلتوب .

۹: واده او ازدواج ددی امت د ځواکمنتیا او قوت یو ښه سمبول دی چې د بیا راژوندي کیدو او ددښمن د ډارولو سبب کیږي؛ ځکه چې له یوی خوا د نوي نسل د تکثیر او ډیرښت سبب کیږي، او له بلې خوا دځمکې د عمران او آبادۍ غوره وسیله ده؛ له همدی کبله خوږ پیغمبر (صلی الله علیه وسلم ) خپل پیروان د هغو میرمنو سره واده ته کولو ته هڅولي دي چې ولوده میرمن وي ( ډیر اولاد راوړي). او په دی اړه فرمائي: (( تزوجوا الولود الودود، فانی مکاثر بکم الامم یوم القیامة )) [ابوداؤد، نسائی ، احمد] .

ترجمه: تاسی د ډیر اولاد راوړونکو میرمنو سره او دهغو میرمنو سره چې د خپلو مړونو سره زیاته مینه پالي واده وکړۍ، ځکه چې زه به د قیامت په ورځ پر ټولو امتونو باندی د خپل امت په کثرت او ډیرښت باندی ویاړم )).

۱۰ــ د ازواج او واده له کبله د کورنیو تر منځ یو پیوند او اتحاد را منځ ته کیږي، او ددی په نتیجه کې د مسلمانانو تر منځ د الفت او دوستي مزي مظبوتیږي، لوی پروردګار (جل جلاله ) فرمائي: ((یآ ایهاالناس انا خلقناکم من ذکر وانثی وجعلناکم شعوبا وقبآئل لتعارفوا، ان اکــــــرمکم عندالـــله اتقاکم ، ان الله علیم خبیر ). [ سورة الحجرات / ۱۳].

ترجمه: ای خلکو! ما تاسی له یوه نارینه او یوی میرمنی څخه پیدا کړي یاست، او بیا می تاسی ولسونه ولسونه اوقبیلې قبیلې ګرځولي یاست تر څو یوبل وپیژنۍ، په حقیقت کې پر تاسې کې بهترین خلک هماغه دي څوک چې د زیاتې تقوا لرونکي وي، او لوی پروردګار په هر څه باندی زیات پوه او زیات خبر لرونکې دی )).
د واده د بې شمیره ګټو څخه یوه هم داده چې: زیاتره مهال د مختلفو پرګنو او ټبرونو تر منځ شخړی او اوږدی کشالې پرتې وي ،خود همدې واده له امله د کدورت او جنګ دغه خړه پړه فضا په صمیمیت او دوستۍ باندی بدلیږي.

د واده هلک ته څو نصيحتونه :
۱ـ د خپلی میرمنې په اړه له خپل مقتدرخدای (جل جلاله) څخه وویریږه، ځکه چې هغه له تا سره یو داسې امانت دی چې په اړه به ئی له تاڅخه پوښتل کیږي، خوږ پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) په دی اړه فرمائي: (( له خپلومیرمنو سره ښه چلند وکړئ )) [متفق علیه ].

۲ــ د ښو او نرمو اخلاقو څښتن شه؛ بدی او سپکې خبری ورته مه کوه، او بې مورده مه په غصه کیږه.

نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) فرمائي: (( خاوند د میرمنی له یوه خصلت څخه نه اندیښمن کیږي؛ مګر دا چې د هغې دبل خصلت او عادت څخه خوښ او راضي کیږي )). [مسلم ]

۳: صبور او دډیر زغم لرونکی اوسه، او د خپلې میرمنې سره د خپل منځی همغږۍ او جوړجاړۍ په چاپیریال کې ژوند تیروه.

۴: په خپلی میرمنی باندی غیرت ولره؛ اما هیڅ کله پری مه بدګمانه کیږه، ځکه رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) فرمائیلي دي: (( آیا تاسی د سعد دغیرت په اړه تعجب کوۍ، زه د هغه نه ډیر غیرتمن یم، او لوی خدای (جل جلاله ) له ما څخه هم زښت زیات غیرتمن دی )) [مسلم ]

۵ــ د خپلی میرمنی د تیروتنو او خطاء ګانو په وړاندی تل د حکمت څخه کار اخله .

۶ــ په خپلی میرمنی باندی په ښه او مناسبه توګه مصرف کوه، لوی څښتن تعالی فرمائي (( ولا تجعل یدک مغلــولة الی عنقک ولا تبســــطها کل البســـط فتقعدملوما محــــسورا، ان ربک یبـــسط الــرزق لمن یشـــآء ویقــدر، انه کان بعــــباده خـــبیرا بصیرا)) [اسراء/ ۲۹] ترجمه: لاس دی ترغاړی پوری مه تړه ( بخل مه کوه ) او مه هم ډیربی دریغه لګښت کوه، (که داسی وکړۍ) نو په ملامتۍ او پښیمانتیا کې به پریوځې، ستاد پروردګار چې چاته خوښه شي رزق ورته پراخوي یائی ورته تنګوي ، بی شکه هغه پر خپلو بندګانو باندی ښه پوه او ښه لیدونکې دی)).

له خوږ نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) نه پوښتنه وشوه چې؛ ښځه پر مونږ څه حق لري ؟

وی فرمایل: (( کله چې وږې وي نو ورته خواړه ورکړي، کله چې جامو ته اړتیا ولري ورته ئی واخلي ،او پر مخ ئی ونه وهي، او تندخوئی ورسره ونه کړي ، او پری قهر ونه کړي مګر په کور کې )) [ احمد، ابوداؤد ]

۷ــ یو خـــاوند د ښـــځو داســــلامي احکاماتو او مسائلو په اړه باید کم تر کمه دومره خبرتیا ولري چې دهغې سره د حیض او د نفاس پرمهال څه ډول چلندباید وکړی، او که میرمن ئی په دی اړه نه پوهیږي، دا ئی مسؤلیت دی چې پری پوهه ئې کړی.

۸ــ د خپلی میرمنی سره د حیض او د حرامی لاری نه (دبر) کوروالی روا نه دی، له دی پرته نوره هرډول استفاده صحیح ګڼل کیږي.

۹ــ د جماع د آدابو نه یو څه دا دي چې لومړی به په بسم الله سره شروع کوي،بیا به ملاعبت او لوبی او په غیږه کې نیول سره پیلوي، بیا به یو بل ښکلوي چې دیته دجماع پیلامه وائي، بیا هر کله چې خاوند ارضا شي تر هغې پوری دی صبر وکړي چې میرمن ئی هم ارضا شي، که چیری ئی بیا غوښتنه وکړه نو خپل تناسلي آلې دې پریمنځي او بیا دی اودس وکړي.

۱۰ــ د خپل د کوروالي کیسی دی بل چاته نه کوي، په دی اړه نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) فرمایلی دي: ((په خلکو کې تر ټولو بد شخص هماغه دی چې خپلی میرمنی ته نژدی کیږي او بیا ئی اسرار او رازونه بربنډوي)) [مسلم ]

په تیره زمانه کې د یو صالح انسان څخه پوښتنه وشوه چې غوښتل ئی خپلي میرمنی ته طلاق ورکړي ، او ورته وویل شول چې ولی خپلی میرمنی ته غواړې طلاق ورکړی؟

وې ویل: یو عاقل انسان ته هیڅ کله هم نه ښائي چې د خپل ژوندانه رازونه د نورو په وړاندی بربنډوي کړي (یعنی چاته دا نه وائی چې ولی ئی طلاقوم یا ئی نه طلاقوم ) بیا ئی هر کله چې ورته طلاق ورکړ، بیا تری وپوښتل شول چې ولی دی ورته طلاق ورکړ؟ وی ویل : اوس خو زما میرمن نده، زما ئی د نورو د میرمنو سره څه ؟

په هر صورت ! عاقل انسانان هیڅ کله هم کورني رازونه نورو ته نه وائي، حتی خپل ماشومان د راز ساتلو په اهمیت باندی پوهوي .

ناوی ته څو نصيحتونه :
د لوی څښتن تعالی او دهغه دسپڅلي رسول دحقوقو څخه وروسته پرښځه باندی تر ټولو ستر حق د میړه حق دی، په دې اړه نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) داسی فرمائي: (( که چیری چاته دا روا وای چې بل چا ته دی سجده وکړي، نو مابه امر کړی وای چې میرمن دی خپل خاوند ته سجده وکړي))[ ترمذی]

ګرانی خورې!

۱ــ په لږ څه باندی قناعت کوه، په تیره زمانه کې یا د سلف الصالحینو په زمانه کې هرکله چې به یو خاوند له کوره بهر وته، نومیرمنې به ئی ورته ویل: د حرامو څخه څان وژغوره، ځکه مونږ پر ولږه او تنده باندی صبر کولای شو، خو د جهنم د سرکشو لمبو تاب نه لرو.

۲ــ د خپل خاوند د نافرمانۍ څخه ځان وژغوره، خپل غږ دی پری مه پورته کوه، او مه هم خپلې کورنۍ ته د خپل خاوندڅخه ګیلی او شکوی کوه.
رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) یوی میرمین ته وویل: ستا منزلت او مقام دخاوند پر وړاندی څرنګه دی ( متوجه شه ) ځکه چې هغه ستا جنت او یا دوزخ دی )) [نسائي ــ احمد]

۳ـــ د خپل خاوندڅخه ددی غوښتنه مه کوه چې د کــور د چارو لپاره دی درته یو مزدور ونیسي، بلکه خپلی چاری پخپله سرته رسوه، ځکه ډیر ځلی دا ډول غوښتنی طلاق را منځ ته کوي.

۴ــ پوهه شه ! چې ستا دخاوند حق ستا پر ټولو خپلوانو باندی مقدم او مخکې دی، اوهر کله که په ژوند کې ســـتا دخپـــلوانو حق او د هغه حق سره په ټکر کې پریوځي، نو دخپل خــــاوند حق دی پری مخکی کړه، او د هیچ چا پروا مه ساته.

۵ــ د خپل خاوند د مال ساتنه کوه، د هغه د اجازی پرته هیڅ شی له کوره مه باسه، که چیرته دی د هغه په اجازه دهغه د مال نه خیرات او صدقه ورکړه، نو هم ستا لپاره او هم دهغه لپاره اجر شته، اما که چیری دی دهغه د اجازی پرته صدقه ورکړه، نو دهغه لپاره اجر او ستا لپاره ګناه ده.

۶ــ د خپلو هغو ګاونډیانو، بدو ملګرو او بالآخره د ټولو هغو کسانوڅخه چې تا دخپل خاوند پرضـــدراپاروي، او دهغه قدر او منزلت ستــا په وړاندی ټیټ ښــکاره کوي، په جدي توګه ســــره د هغوی دناستې او ملګرتیا څخه ځان وژغوره.

۷ــ د خپل خاوند د آزار او اذیت رسولو په مقابل کې د صبر او زغم څخه کار واخله، او دهغه د قهر پروړاندی حکیمانه چلند وکړه، او پر دی باندی پـــوهه شـــه چې کورني مشـــکلات په حســـادت او ســـرتمبــګۍ ســـره کمــــیږي نه ، بلکې زیاتیږي .نوکور دی په عناد او تنفر سره مه بربادوه.

۸ـــ د خپل خاوند غوښتنو ته مثبت ځواب ورکوه، که هر ډول شرائط وي، او پخپلی مقناطیسی څیرې سره دهغه زړه لاس ته راوړه ، په دی اړه نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) فرمائي: (( که چیری یو خاوند خپله میرمن دخوب بستری ته را وغواړي او هغه تری انکار وکړي، تر سهاره پوری به ملايکې پرې لعنت وائي )) [متفق علیه ] .

۹ــ دهیڅ ښځي تعریف دخپل خاوند په وړاندی مه کوه؛ ځکه چې پیغمبر (صلی الله علیه وسلم ) مونږ ددی کــار څخه منع کړي یو، او په دی اړه داسی فرمائي: ((یوه میرمن دی یوه ښځه خپل خاوند ته هیڅ کله هم په دی ډول نه ورمعرفي کوي، چې ګواګي خاوند ئی هغه ویني )) [ متفق علیه ]

۱۰ــ ته دخپل خاوند په کورکــې د یو ساتونکي او څاروان حیثیت لری، او له تا څخه به د رعیت په اړه پوښتل کیږي، نو هیڅ کله هم امر بالمعروف والنهی عن المنکر له یاده مه باسه، او هیڅ کله هم منکراتو او ناروا دودونو ته ددی اجازه مه ورکوه چې ستا تر کوره راشي.

او په قانوني توګه دا ناسم کار دی چې د خلکو د خوشحالولو لپاره خپل خالق له ځان څخه خفه کړی.

دواده په اړه يو څو فتواګانی :

د هغه چا سره د واده حکم چې لمونځ نه کوي:
پوښتنه: زمادخپلو خپلوانو څخه یو تن چې زما سره ئی ډیره نیکي هم کړیده غواړي زما د لور سره واده وکړي،خو ستونزه دا ده چې نوموړی شراب څښي، او له بدو ملګرو سره ناسته ولاړه لري، کله لمونځ کوي او کله له سره هیڅ لمونځ نه کوي، زیاتره مهال د انټرنټ په صفحو کې بوخت وي، او ډیر لهو و لعب څیزونه پکې ګوري، مهرباني وکړي په دی اړه ماته سمه لارښودنه وکړئ ؟

جواب:که چیری دغه هلک لکه څرنګه چې تاسی وویل همداسی ناوړه خصلتونه او ځانګړتیاوی ولري،نو په هیڅ صورت سره ستاسی د لور واده د نوموړي ســـره صحیح نه دی، ځکه ستا لور له تاســره یو امانت دی او تاته ښـــائي چې یو داسی تن ته ئی په نکاح کړې چې ته ئی داخلاقو او د دین څخه خوښ او راضي ئی .

دیوی متدینې ښځی واده د یو داسی چـــا سره چې لمونځ نه کوي هیڅ کله هم درست کار نه دی ، ځکه چې دواړه سره هم کفو نه دي او ســره هیڅ برابرښت نه لري، او بل داچې د لمانځه په پريښودلو سره انسان کافر کیږي؛ ځکه نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) فرمایلي دي: (( دیو مسلمان او کافر تر منځ فاصله دلمانځه پریښودل دي ))[مسلم].

او په بل ځای کې بیا داسی فرمائي چې: (( زمونږ او دهغوی تر منځ عهد لمونځ دی، هرهغه چاچې لمونځ پریښوده، کفر ئی کړیدی)) [متفق علیه ].
په اسلامي مختلفو کتابونو کې د تارک الصلاة د کفر په اړه دلایل وجود لري، که څه هم چې دهغه د فرضیت څخه ئی انکار هم نه وي کړی، او دعلماؤ د صحیح ترینو اقوالو په رڼا کې ویلای شو چې که چیری د لمانځه د فرضیت څخه انکار وکړي، یا پری ملنډی او تمسخر وکړي، نو د مسلمانانو په اجماع سره دغه شخص کافرکیږي.

اما هرهغه څوک چې الکهول (شراب) څښي، خو ورسره لمونځ هم ترسره کوي نه کافر کیږي، مګر کبیره ګناه ئی ترسره کړیده چې دهغې له کبله فاسق شمیرل کیږي.
نو پرتا باندی دا لازمه ده چې خپل لور داسی یوه تن ته ورنکړی چې فاسق اوبد کاره انسان وي، ځکه فاسق انسان خپله میرمن او خپل اولاد د خپل ځان لوري ته بلي، او په ګناه باندی ئی ککړوي.

په ودونو کې ځيني ناروا دودونه او رواجونه :
پوښتنه: نن سبا په اسلامي هیوادونو کې یوه بلوا او یو مصبت چې عام شویدی، هغه په هغو هوټلونو کې واده کول دي چې نارینه او ښځینه پکی یو ځای ناڅي او ګډیږي، تر دې چې کله کله دغه ډول مبتذلی صحنی په ځینو کورونو کې هم لیدل کیږي، او دا کار بې له شکه ډیری خطاوی لري، په ځانګړی توګه په هغو محافلو کې چې هلته لاوډسپیکر هم وي، او په لوړ آواز ساز او موسیقي پکې تر غوږو کیږي، او د نارینه ؤ او ښځینه ؤ عکاسي او فلمبرداریانی هم پکې کیږي، بیا کله کله دبې حیایۍ داسی صحنې هم پکی لیدل کیږي چې دواده هلک د ټولو خلکو په مخ کي خپله ناوی ښکلوي.

دا او دیته ورته نوری مبتذلی صحنی نن سبا په ځینو ودونو کې لیدل کیږي، او عجیبه خو داده چې ځینې خلک دا ډول چاري خپلی فرهنګی او دودیزی مسئلی ګڼی او پرې ویاړي.

بله دخواشنینۍ خبره خو لا دا ده چې هر کله دوی ته نصیحت وشي، او له دی کارونو څخه د ځان ساتلو خبرې ورسره مطرح شي، بیا وائی چې فلاني عالم موسیقی او ډول رواء ګڼلي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې آیا یو لړ قوانین وجود لري چې ترڅو دا ډول خلک د منکراتو او پریوتو کارونو څخه پری منع شي؟

جواب: حقیقت دا دی چې دواده په مراسمو کې دف (چمبه وهل ) دا رواء دي، که چیرته دنکاح د اعلانولو او د خلکو د خبرولو په تکل ووهل شي، اما دا هم لړ یو شرائط او قوانین لري چې باید پری پوه شو:

لومړی شرط:خپله دف ( چمبه ) ووهل شي،یعنی دف یوه عربي کلمه ده او همداراز په عربي ژبدود کې ورته ((طار)) هم وائي اوهغه داسې وي چې یواځی دیو لوري څخه تړل شوي وي،اما که ددواړو لورو څخه تړل شوي وي بیا ورته په عامیانه پښتو کې ډول وائي، چې د هغي وهل جائز نه دي، ځکه چې د لهو او لعب د وسایلو او آلاتو څخه ګڼل کیږي، او د موسیقۍ په محافلو او غونډو کې کارول کیږي چې حرام دی، او د رواء والي او مشروعیت لپاره ئی هیڅ دلیل نشته.

دویم شرط: دا چې د دف سره باید نور حرام کارونه ترسره نه شي، لکه موسیقي، او یا داسی څه چې شهوت پارونکي وي، که همداسی وي نودا خو معلومه خبره ده چې بیا دا کارونه ممنوع او ناروا دي، اوس دا مهمه نه ده چې که چمبه ورسره وي او که نه وي ،که په ودونو کې وي یا په ودوونو کې نه وي.

دریم شرط: د فتنی موجب او لامل ونه ګرځي، لکه د میرمنو داسی ښکلي آوازونه او کلیمي چې احساس پارونکي وي او په اوریدلو سره ئی فتني پیدا کیږي، دا کار هم حرام دی.

څلورم شرط: دا چې د چا د اذیت او زورولو سبب ونه ګرځي، که چیری همداسې وي نو بیا دا کار ممنوع دی،ځکه نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) هغه لمونځ کوونکي چې د لمانځه پرمهال خپــــل د تلاوت غږونه لوړوي ددی کار څخه منع کړیدي، ولې چې په دی کار سره د نورو لمونځ کوونکو په ذهنوکې تشویش پریوځي، او د هغوی د زوریدو سبب کیږي، نو کله چې تلاوت منع وي، بیا د

موسیقۍ غږ څرنګه رواء ګڼل کیدلای شي؟
اما د عکسونو اخستل او دواده په دغسې غونډو کې فلمبرداري کول، هیڅ عاقل انسان به ددی کار په بد ګڼلو کې شک ونه کړي، دا کله بیـــــا د یو مؤمن مســـلمان له غیرت او شان سره ښائي چې ددوی دمحارمو( د مور، خور، لور) عکسونه دی واخستل شي، او د جامو په څیر بیا هر چا ته دی وښودل شي، تر څو هر فاسق او بد کاره انسان پری لوبې وکړي،او په لیدو سره تری خوند واخلي ،او تر دی بد خو هغه ویډیوګانې دي چې ددغو صحنو فلمبرداري پکي شوې وي ، بیا د میــرمنو غږونه او حرکتونه هم پکی لیدل کیدلای شي .

اما د ښځو نڅا او رقص ډیر بد کار دی او مونږ ددی کار په رواء والي او مشروعیت کې هیڅ ډول فتوی نه لرو؛ دا ددی لپاره چې هغه خبری اتری چې د ښځو تر منځ کیږي که چیری د نارینه ؤ تر منځ هم تر سره شي، دا کار د ښځو سره مشابهت او مماثلت دی او که چیری نارینه او ښځينه په ګډه سره وناڅي او ګډا وکړي دا خورا بد عمل دی ، ځکه چې دا اختلاط فتنو او فساونو ته زمینه برابروي .

بل لوري ته د پردو ښځو په وړاندی د ناوی ښکلول دا هم د شریعت او هم د افغاني غیرت نه یو خلاف کار دی، او دا کار لږ فکر ته اړتیا لري ، دا به د چا ضمیر ومني چې د پردو ښځو په مخکي په داسی حال کې د خپلې کورنۍ ټول غړي ئی هم ننداره کوي دغسی یوه شهوت پارونکې صحنی دی په محضر عام کې تر سره شي، او یو عاقل انسان دی په دی کار سره راضي شي؟

آیا دغسې واده کوونکي ددی ویره نه لري چې که چیری د خاوند سترګې ئی په یوی بلی داسی میرمنی باندی ولګیږي چي په ښکلا کې تر دی ناوی هم زیات جمال او ښائست ولري، یا با لمقابل چیرته د میرمنی (دناوی ) سترګي په یوه داسې ښکلي ځوان کې خښې شي چی تر اوسني خاوند نه ډیره ښکلی څیره او هیکل ولري ، او په دی کار سره یو بل فساد ته لاره هواره شي ؟

زه ټولو مسلمانو وروڼو اوخویندو ته نصیحت کوم چې ددی ډول ضد اخلاقي او پریوتو کارونو او دودونو څخه ځان وژغوري، او ددی پر ځای چې پر دغسی د خوشحالۍ په خوږو شیبو کې معصیت او ګناه وکړي، باید د خپل لورونکي او بښوونکي خدای څخه مننه او شکر پر ځای کړي.

دوی باید پر سنتو باندی او د خپلو سلف الصالحینو پر تګلاره باندی عمل وکړي، او مخکې له دی چې یا خپله بې لاری شي او یا نور بې لاری کړي، او د هوا او دهوس په لومو کې ځان ئی وغورځوي، باید خپل پروردګار ته رجوع وکړي.

د پردو ښځو پر وړاندی د ناوی او دواده د هلک ګډ کیناستل :
له نورو منکراتو او اخلاقي مفاسدو څخه چې اوس ئی زمونږ پر ټولنه کې تر ویج موندلې دی یو هم په ودونو کې د بیګانه او پردیو ښځو په مخکې خپلی ناوې ته د خوراکي توکو ورکول دي، په داسی حال کې چې کله کله په دی ډول پروګرامونو کې پردي او بیګانه نارینه هم ناست وي ، په داسې حال کې چې ټول په ګډه سره ددی کار ننداره هم کوي .

هیڅ عاقل انسان ته نه ښائي چي پردی ډول رذیله چارو خپل فکر مشغول کړي، ځکه دا ډول چاری انساني غیرت را کموي او شک نشته چې بدی پایلی به ولري.
اوس مسلمانانو ته ښائي چې ددی دول کړنو مخه ونیسي، تر څو د خوښیو دغه ډول محافل او غونډې زمونږ د سپځلي شریعت سره د منافي دودونو او رواجونو څخه پاکی شي، ولی چې داسلام سپيڅلي دین د هر څه لپاره مشخصې پولې ټاکلي دي .

او خپلو مسلمانو ا و متدینو وروڼو ته دا توصیه کوم چې له خپل مقتدر خدای څخه و ویریږئ، په الهی شریعت باندی منګولی خښې کړئ، او د خرافاتو په دی تود بازار کې د محرماتو څخه ځان وســــاتئ، او تل هڅه او کوښښ وکړئ چې دلوی پروردګار رضایت مندي تر لاسه کړئ، او د هغه د قهر او غضب څخه ځان وساتئ.
او په پای کې دغه لیکنه په دی دعاء سره پای ته رسوم چې، په دنیا او آخرت کې سوبه او بریا مو په نصیب شه !

لیکنه: محمد جمالزهی
ژباړه: محمد خالد ملکزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب