نکاح يا واده کول

د نکاح لغوي او اصطلاحي معني

نکاح په لغت کي يوځاي کيدوته وايي او مراد تري دښځي او خاوند همبستري ده ابوعلي القالي وايي ، عربو څه ښه فرق راوستي دي په دي الفاظو کي چي وايي (نکح فلانة)  نو مراد تري کوژدن او واده وي او هرکله چي وواي انکح امراته او زوجته  نو مراد تري همبستري وي .

په اصطلاح او شرعه کي نکاح وايي غوټه کول  ديو سړي او ښځي په داسي حال کي چي ديو بل نه به نيکه اوسالمه استفاده کولي شي. نو لدي معلوميږي چي دنکاح نه يواځي استفاده مراد نه ده بلکي نيک او سالم ژوند هم مراد دي خو کله کله دايو کار په بل غالب کيديشي دشخص دحال مطابق .

د نکاح حکمت:

راځو دې ته چي په نکاح کي څه حکمت دي

نکاح په خپل ځان کي يو نيک او روا کار دي ، او دهغه چا په باره کي چي دنکاح معنوي طاقت چي عبارت له شهوت نه دي يو ضروري او لازم حکم دي چي نکاح وکړي. نکاح کول يو نبوي سنت دي چي ټولو انبياؤ عليهم السلام کړيدي لکه چي الله پاک فرمايي ژباړه (يقيناً مونږ ستا نه مخکي پيغمبران راليږلي او دوي ته مو بي بياني او اولاد ورکړي وو) رعد (٨٣) همدغه رنګ جناب رسول الله ص هم ودونه کړيدي او واده کول دهغه سنت دي او دسنت نه انکار کول( نه منل) درسول الله دامت نه وتل دي لکه چي فرمايي ژباړه (چاچي زما دسنت نه سر غړونه وکړه نو زما دامت نه ندي) لدي وجي علماء کرام ليکي په هغه صورت کي چي دسړي معنوي او مادي طاقت وي او واده وکړي نو دا دنفلي عبادت نه بهتر دي ځکه چي پديکې ډير مصلحتونه او ډيري فائدي پرتي دي.

کله ناکله نکاح کول واجب هم وي  په هغه صورت کي چي سړي دقوي شهوت والا وي او په ځان ويريږي چي په حرامو کي به اخته شي نو پدغه صورت کي نکاح کول واجب دي چي پري ځان دحرامو نه بچ کړي او خپل ځان پاک اوساتي پدي باره کي رسول الله ص فرمايي ژباړه ( اي دځوانانو ټولګيه دچاچي ستاسو نه شهوت وي نو نکاح دي وکړي ، ځکه چي دا دنظر ښکته کونکي او دعورت ساتونکي ده اود چا چي طاقت نه وي نو روژي دي نيسي ځکه چي دا دده لپاره دحرامو نه دخلاصي لار ده.

د نکاح مهم او ضروري شرطونه:

(١) دسړي او ښځي رضائيت او ښوښه .

لدي معلومه شوه چي هغه نکاح سمه نده چي په سړي ضور وکړيشي چي فلانکي ښځي سره به واده کوي او همدغه رنګ برعکس لکه څنګه چي الله پاک فرمايي ژباړه (اي دايمان والاو ندي حلال ستاسو لپاره چي ښځي په  ميراث کي په زور نکاح کړي) نساء (١٩)، همدا شان رسول الله فرمايي ( واده به نشي کولي هلک ته ترڅو چي پخپله يي وغواړي، او واده کولي به نشي يو جيني ترڅو چي هغه اجازت ونه کړي پښتنه وشوه چي اي دالله رسوله ښځي خو شرميږي څنګه به اجازت کوي هغه ورته او فرمائيل دښځي چوپتيا اجازت دي او هرچي کونډه ښځه ده نو هغه به په خوله اجازت کوي او دهغي چوپتيا اجازت ندي ،هرکله چي جيني چوپه پاتي نشوه او منع يي وکړه نو بيا ورباندي هيڅ څوک زور او زياتي نشي کولي تردي چي پلار هم لکه چي نبي ص فرمايي ژباړه (هغه جيني چي واده شوي نه وي او پلار يي ورکوي نو اجازت به تري غواړي) مسلم

او پدي حالت کي چي جيني انکار وکړي نو دپلار په کور کيناستل دبالغي جيني  تر هغي چي يي دخوښي خاوند پيدا کيږي کومه ګناه نده او پلار يي نه ګناه ګاريږي .

هر کله چي جيني دو خلک وغواړي دجيني يو خوښ وي او دپلار بل نو جيني به هم هغه ته په نکاح کولي شي چي دجيني خوښ وي خو شرط دادي چي سړي به دجيني کفؤ وي او هرکله چي کفؤ نه وي نو ولي لره حق دي چي جيني ورسره له واده کولو منع کړي او دي پري ګناه ګار ندي.

٢-په نکاح کې شرط دادي چي ولي به حاظر وي نو هغه نکاح چي بغير دولي نه وشي صحيح نده په وجه ددي قول دنبي اکرم ( نکاح نه صحيح کيږي بغير دحظور دولي نه ) کچير ته دغه رنګ  شوي وي چي جيني په خپله چاسره نکاح کړي وي او يا يي څوک وکيل کړي وي او نکاح يي کړي وي او ولي موجود نه وي نو دغه نکاح باطله ده.

راځو ديته چي (ولي) څوک دي، ولي هغه بالغ عاقل روغ سړي دي چي دښځي دعصبوو نه وي لکه پلار،نيکه دپلار طرف نه، ځوي ، دځوي ځوي تر لاندي پوري،سکه ورور،دپلاره ورور،خپل تره،او دپلار دپلاره ورور،او همدغه رنګه پورته، دموره ورور ولي ندي،او دماما اولاد اولياء ندي، دمور پلار ولي ندي ، ځکه چي دا ټول عصبه ندي. نو هرکله چي خبره ولي ته اوسپارل شوه نو هغوي به جيني ښه کفؤ ته ورکوي هرکله چي کفؤ خلک ډير وي، اوکله چي کفؤ يو وي نو همدغه له دي ورکړي پدي شرط چي دجيني رضا وي

(کفؤ) هرهغه سړي دي چي دجيني سره  په خيل، قام،قبيله،مال،دين کي يو شان وي. اګر که دا فرقونه په اسلام کې معتبر ندي خو دلته دفساد دختميدو په خاطر مراعات شويدي.

دلته لګ سوچ پکاردي چي ولايت يو لويه ذمه واري ده او ددي ذمه واري تپوس کيږي ځکه چي دا دده سره يو امانت دي بايد چي امانت صحيح حقدار ته ورسوي او خيانت ورپکي ونکړي ،همدا راز ر ولي پدي کې احتکار ( وروسته کونه ) به نه کوي دخپل شخصي غرض لپاره پدي خاطر چي  يو غير کفؤ يا يو مالدار ته به يي ورکړي چي ډيري روپي تري واخلي  نو دا يو لوي خيانت دي چي الله تري خپل بندګان منعه کړيدي چي فرمايي ژباړه ( اي دايمان والاو دالله او رسول سره خيانت مه کوي او همدغه رنګ په امانتونو کي خيانت مه کوي پداسي حال کې چي پوهيږي داکار ناروا دي) انفال (٢٧) همدغه رنګ فرمايي ژباړه (يقيناً الله پاک هر خيانت کونکي ناشکره نه خوښوي) حج (٣٨) همدا راز نبي اکرم فرمايي ( باخبر هر يو ستاسو نه شپنګۍ دي او ستاسو نه به دخپل رعيت په باره کې پښتنه کيږي) هرکله چي يو پلار دغه رنګ کار کوي چي جيني نه ورکوي دري څلور کفؤ رد کړي  نو دده ولايت ختم شو بايد چي يو بل ولي مداخله وکړي او جيني ورکړي.

ښه ښځه کومه يوه ده چي نکاح ورسره وکړي شي؟

نکاح پدي خاطر کولي شي چي دواړه ښځه او خاوند ديو بل نه فائده واخلي او ديو بل تر اخري عمره ښه ملګرتوب وکړي نو په کومه ښځه کي چي دادواړه صفتونه موجود وي نو دا دهغي حسي او معنوي ښائست دي بايد چي نکاح ورسره وکړيشي.

هر چي حسي ياظاهري ښائست دي نو دښځي پوره خلقت او پيدائش دي چي عبارت دي له ظاهري ښائست چي سړي ورته اوګوري نو خوشحاله شي،خوږي خوږي خبري وکړيشي ،په کتو ورته سترګي يخي شي،خبري يي په غوږونو خوګي اولګيږي چي په زړه کي ځاي پيدا کړي او سينه ورته پراخه شي ، او ورسره په يو ځاي کيدو ارام حاصل کړي او داټول صفتونه پدي ايت قرآني کې متصوردي ژباړه (او بعضي دنښو دوحدانيت دالله پاک نه دادي چي پيدا کړيدي له تاسو نه ستاسو لپاره بيبياني ددي لپاره چي ورته ارام اونيسيي او ستاسو ترمنځ يي مينه او مرحمت پيدا کړيدي)روم (٢١).

هر چي ښائست معنوي دي نو عبارت دي له پوره دينه چي ښځه ښه نيکه ايمانداره  وي  ښه اخلاق ولري نو دغه  ښځه ډيره محبوبه وي ،او هرکله چي ښځه ښه دينداره وي نو دالله پاک دټولو حکمونو پوره خيال ساتي ،چي دخاوند پوره تابعداري ده ،دبستري خيال ساتل دي ،داولاد خيال ساتل ،دمال خيال ساتل، خاوند ښي لاري ته رابلل ،هير ورپه يادول، دخفګان په وخت خوښحاله کول، دغوصي په وخت راضي کول، داټول دښځي معنوي ښائستونه دي چي په ښه دينداري کي متصوردي .

درسول الله ص نه پوښتنه وشوه چي کومه ښځه بهتره ده هغه ورته او فرمايل ( هغه چي خاوند ورته اوګوري په ليدو خوشحاله شي، او چي خاوند ورته امر وکړي او يي مني، او دخاوند خلاف نه کوي په خپل نفس کي او دهغه په مال کي ) همدغه رنګ فرمايي (تاسو ودونه وکړي مينه ناکو او ډير بچي راوړونکو ښځو سره ځکه چي زه ستاسو په زيادت افتخار کوم په نورو امتونو) نو هرکله چي دا دواړه ښائستونه چي معنوي او ظاهري دي په يو ښځه کي راغله نو دا کمال حسن او ښائيست دي بايد چي ورسره واده وکړيشي.

هغه ښځي چي نکاح ورسره نه کيږي:

رسول الله ص فرمايي ( الله پاک په بندګانو باندي بعضي احکام فرض کړيدي بايد چي ضايع نه کړيشي او حدونه يي مقرر کړيدي بايد چي تيري تري ونه شي ددي حدودو له جملي څخه هغه حدونه دي چي په نکاح کي يي مقرر کړيدي چي حلال او حرام دي له حرامو دجملي نه په سړي باندي هغه نشاندهي شوي ښځي دي چي په سړي باندي حرامي دي له وجي دخپلولي، رضاعت، او سخرګني په واسطه او نور.

دغه محرمات بيا په دوه قسمه دي يو ابدي او دائمي دوهم تر يو نيټي حرام.

١- دائمي حرام ، هغه ښځي دي چي دنسب  او خپلولي په وجه حرامي وي او دهغوي شميره اوه ده لکه چي الله پاک فرمايي ژباړه ( حرام دي په تاسو باندي ميندي ستاسو،لورګاني،خويندي،تريندي له پلاره،تريندي له موره،وريره ،خورزه ) نساء (٢٣)، هر چي ميندي دي نو ددي لاندي ټولي نيګاني داخل دي چي له موره وي او که له پلاره وي، همدا راز په  لورګانو کې خپلي لورګاني لمسي له ځويه او لوره ترښکته پوري، همدا راز په خويندو کې خپلي خويندي له پلاره خويندي او له موره خويندي داخلي دي ،دغه رنګ په پلاره تريندو کې خپلي تريندي  دپلار ترور دپلار دپلار ترور دمور ترور او د نيا  ترور داخل دي، همدغه رنګ په له موره ترور که خپله ترور دپلار له موره ترور دنيکه له موره ترور او دنيا له موره ترور، همدغه رنګه په وريرو کي تر اخره پوري او په خورځو کي تر اخره پوري دا قسم وو محرمات دائمي چي هميشه په سړي حرامي دي هيڅ کله ورسره نکاح نه کيږي.

د دائمي حرامو دوهم قسم  رضاعي محرمات دي دا هم لکه څنګه چي نسبي محرمات دي همدغه شان دا هم دي نبي کريم ص فرمايي ( هغه محرمات چي په نسبي کي دي دغه رنګ په رضاعي کي هم حرام دي ) خو ليکن دا محرمات لګ څه شروط لري.

١- اقلاً چي ماشوم پنځه ځله دښځي سيني ته خوله واچوي او يا ددي نه زيات هرکله چي څلور ځله خوله واچوله نو دغه ښځه يي مور نه ګرځي لکه څنګه چي حضرت عائشه رض فرمايي ژباړه ( په قرآن کي راغلي وو چي په لس ځله يقيني خوله اچولو رضاعت ثابتيږي بيا دا حکم په پنځه ځله خوله اچولو منسوخ شو او رسول الله ص وفات شو او دا حکم تر اوسه باقي پاتي دي.

٢- داچي پنځه واره خوله اچول په خپل معلوم وخت کي وي چي دسيني رودلو وخت دي چي دوه نيم کاله دي  هرکله چي ددي معلوم وخت نه ورستو وي يا نيم په وخت اونيم وروسته وي نو حرمت رضاعي نه سابتيږي. هرکله چي دا شروط ټول ثابت شي نو داماشوم ددغي ښځي ځوي شو او دماشوم په ائنده کي اولاد ټول خويندي وروڼه شو که ښکته وي او که پورته، او دسيني والا خپل اولاد يادخاوند اولاد هم دده خويندي وروڼه شو که ښکته وي او که پورته. دلته يو بله خبره هم ده بايد چي پري پوه  شو هغه داچي په دغه کور صرف همدغه ماشوم حرام دي ليکن دده نه علاوه نور وروڼه او خويندي دده سره هيڅ سر اوکار نه لري دده ورور کولي شي چي ددغه ماشوم رضاعي مور لور خور په نکاح واخلي.

د دائمي محرماتو دريم قسم هغه محرمات دي چي دنکاح ياسخر ګني په وجه حرام وي لکه الله پاک فرمايي ژباړه (په نکاح مه اخلي هغه ښځي چي ستاسو پلرونو په نکاح اخيستلي وي) نساء (٢٢) هرکله چي يو سړي په يو ښځه نکاح اوتړله نو دا ددغه سړي په بچو،لمسو دځوي له طرف، او دلور له طرف  تر ښکته ښکته باندي حرامه شوه که دغه سړي له دي ښځي سره هم بستر شوي وي اوکنه. دوهم په سړي خپلي انګيندي حرامي دي لکه الله پاک فرمايي ژباړه ( او حرامي دي پر تاسو دخپلو ځامنو ښځي ) نساء (٢٣) هرکله چي يو سړي په يوي ښځي نکاح او تړله نو دا دده په پلار او نيکونو که دپلاره وي او که له موره حرامه شوه اګر که ورسره يوځاي شوي هم نه وي.دريم خواښي او دهغي مور،نيا اوپورته نور په نکاح کول حرام دي الله پاک فرمايي ژباړه ( او حرام دي پر تاسو ميندي دخپلو ښځو) نساء (٢٣) نو هرکله چي يو سړي په يوي ښځي نکاح او تړله نو ددغه ښځي مور،او نياګاني که دپلاره وي او که له موره وي حرامي شوي اګر که سړي له ښځي سره يوځاي هم نشي. څلورم دخپلي ښځي لور ګانو سره نکاح حرامه ده اودهغي ځامنو او لورګانو لوڼو سره نکاح حرامه ده همدارنګه په ښکته نور خو پديکي يو شرط دي چي هرکله يي دمور سره نکاح وشوه او خاوند ورسره همبستري وکړه نوهله يي اولاد سره نکاح حرامه ده او که همبستري ونشي او طلاق واقع شي نو بيا يي اولاد سره نکاح جائز ده الله پاک فرمايي ژباړه ( او حرام دي پر تاسو نکاح کول دهغه پرکټو سره چي ستاسي ښځي يي دځان سره راوړي پداسي حال کي چي تاسو ورسره همبستري کړي وي او که ورسره مو همبستري نه وي کړي او مور يي طلاقه کړي نو لور سره يي نکاح کولي شي) نساء( ٢٣).

٢- هغه محرمات چي تر يوي نيټي پوري ورسره نکاح حرام وي  قسم دي

١- ښينه ، دهغي دپلاره ترور،اودموره ترور،دوي سره نکاح حرامه ده تر هغه وخته پوري چي دسړي ښځه ژوندي وي که ښځه مړه شوه نوبيا ورسره نکاح جائز ده همدغه رنګ که يي دغه ښځه طلاقه کړه او عدت يي تير شو نو بيا ورسره نکاح جائز ده الله پاک فرمايي ژباړه ( او حرام دي پر تاسو چي دوه خويندي په يوه نکاح کي راجمع کړي ) نساء (٢٣) همدا راز رسول الله ص فرمايي ( مه جمع کوي په يو نکاح کې ښځه او دهغي دپلاره ترور او دموره ترور) بخاري مسلم.

٢- هغه ښځه به په نکاح نشي اخيستي چي دبل چا په عدت کې وي او پښتنه به هم نه کوي ددغه رنګ ښځي ترڅو چي عدت يي تير شي نو بيا په نکاح اخيستل او پوښتنه کولي شي.

٣- هغه ښځه په نکاح نشي اخيستلي چي په حج پا عمره محرمه وي ترڅو چي داحرام نه حلاله شي نو بيا کولي شي، همدارنګه نور محرمات دي چي اوګد تفصيل ته ضرورت لري.

دښځي مياشتني مريضتيا دنکاح مانع نشي ګرځيدلي خو مګرم همبستري به نه کوي ترڅو چي پاکه شي اوغسل وکړي.

د روا نکاح څومره والي په اسلام کې:

هرکله چي دنکاحونو اختيار دسړو په لاس کې شوه  نو ډير زيادت دنکاحونو دي ته اړ کيده چي سړي ظلم وکړي او يا دګڼو ښځو حقوق پوره نکړي نو شرعي دا حکم ترڅلورو محدود کړه  همدغه راز په يوي ښځي پوري محدوديدل هم صحيح نه وه ځکه ګمان کيده چي سړي په شر او ګناه کې واقع شي، نو له همدي  وجي الله پاک دا څومره والي تر څلورو محدود کړه ځکه چي په همدي شمير انسان قادر دي چي عدل وکړي او ټول ښځينه حاجتونه پوره کړي او دسړي خپل حاجت هم پوره شو چي اړتيا يي وي ډيرو ښځو ته او دي څومره والي ته الله پاک په خپل کې اشاره کوي فرمايي ژباړه ( په نکاح واخلي هغه چي ستاسو خوښي وي دښځو نه  دوه يا دري يا څلور او که ويريږي چي عدل به او نه کړيشي نو بيا يوه وکړي) نساء (٣).

همدغه راز دنبي اکرم ص په زمانه کې غيلان ثقفي اسلام راوړه او دهغه په نکاح کې لس ښځي وي نو نبي ص ورته حکم وکړه چي څلور ترينه خوښي کړه او باقي نوري پريږده، همدا راز قيس بن الحارث وايي ما اسلام راوړه او زما په نکاح کي اته ښځي وي  نو نبي ص ته راغلم او کيسه مي ورته وکړه هغه راته وويل چي څلور ترينه خوښي کړه او باقي نوري پريږده.

دڅلور تعداد ولي غوره شو:

١-  بعضي وخت يوه ښځه دډير عمر وي دخاوند حق ترينه نه پوره کيږي، کله مريضه وي نو ګمان کيږي چي خاوند يي په ګناه کې واقع نشي همدا راز نوري ډيري اړتياوي.

٢- نکاح کول  دصلي رحمي او ارتباط جوړيدو يو لويه وسيله ده لکه  الله پاک فرمايي ژباړه ( دا الله هغه ذات د ي چي تاسو يي له اوبو پيدا کړي او بيا يي ستاسو تر منځ نسبونه او سخرګني پيداکړي ) فرقان (٥٤) نو ډير نکاحونه کول  په ګڼو قبيلو او قومونو کي رابطه جوړوي  او دا يو لوي سبب ددي هم وه چي نبي ص ډير نکاحونه کړي وو.

٣- داچي دښځو شمير زيات دي نو دهغوي دزيات شمير دکميدو په خاطر دڅلورو نکاحونو اجازت ورکړل شو او دګڼو ښځو حاجت پوره کول نفقه ورکول کور ورکول په يو سړي واچول شول چي دشر او ګناه مخه ونيول شوه همدا راز ډير اولاد راوړل او نسل زياتيدل مقصد دنبي ص  وو چي وايي (هغه ښځي وکړي چي ډير بچي راوړي چي زما امت زيات شي.

٤- بعضي خلک داسي وي چي په يوه ښځه يي حاجت نه پوره کيږي نو دا دالله يو رحم وو چي دڅلورو ښځو کولو اجازت يي ورکړه.

په نکاح کولو کې حکمت څه دی؟

پدي دخبرو کولو نه مخکي بايد دومره ووايو چي په هر الهي حکم کې حکمت او ګڼي فائدي  پرتي وي عبث او بي ځاي نه وي ولي چي دحکيم او خبردار ذات  له طرفه وي، دا لازم نه وي چي انسان دي په هرحکمت او فائده پوه شي ځکه چي انسان په خپل علم، فکر او عقل کې محدود شويدي نو دا ممکنه نه ده چي په هر شي اوپوهيږي او دهغي حکمت او فائده دي ورته معلومه شي لکه الله پاک فرمايي ژباړه ( او تپوس کوي ستا نه دروح په باره کې ورته ووايه روح زما درب امر او حکم دي او تاسو ته چي کوم علم درکړل شويدي ډير لګ دي) اسراء (٨٥) ستاسو علم ډير لګ دي او هغه ددي تقاضا او برداشت نه شي کولي چي پري پوه شي. نو هغه احکام چي الله رب العزت په خپلو بندګانو باندي فرض او لازم کړيدي  بايد چي دزړه له صدقه يي اومني که په حکمت يي پوهيږي او کنه ځکه چي کيدشي مونږ يي په حکمت پوه نه شو نو ددي دا معني نده چي حکمت او فائده ورپکې نشته  بلکي زمونږ عقلونه او فکرونه لدي کم دي چي پري پوه شو. بيا هم يو څو هغه فائدو او حکمتونو ته اشاره کوو چي زمونږ په ذهنونو کې دي .

١- د ښځي او خاوند بچ کيدل له ګناه نه لکه چي رسول الله ص فرمايي (اي دځوانانو ټوليه دچاچي ستاسو نه دنکاح کولو بدني طاقت وي نو نکاح دي وکړي ځکه چي دا نظر ښکته کوي او عورت ساتي له ګناه نه ).

٢- دجامعي ساتل له شر او فاسدو اخلاقو ځکه که چيري نکاح نه وي نو فاسدو اخلاقو به ټوله جامعه نيولي وي او دښځو او نرو تر منځ به رذالتو نه خپاره شوي وي لکه څنګه چي يي مونږ په نورو غير اسلامي جامعو کې شاهد يو.

٣-دزندګي ګڼ شميره او درانه بوجونه تقسيمول په دواړو جنسونو دانساني مخلوق چي يو تر بله استفاده وکړي نو سړي به دا کفالت او ذمه واري اخلي چي دښځي نفقه خوراک څښاک داوسيدوځاي او جامو ورکول به دده په غاړه وي لکه الله پاک فرمايي ژباړه ( اوددي ښځو پر سړو باندي دا حق دي چي رزق او لباس به ورکوي) همدا راز ښځه به دا ذمه واري اخلي چي دسړي دکور او اولاد اصلاح به لټوي لکه چي رسول الله ص فرمايي ( ښځه دخاوند دکور شپنګۍ ده او دهغي نه به ددي باره کي تپوس کولي شي)ز

٤- ديو دوه قومونو او قبيلو ترمنځ خپلولي او نه شليدونکي دوستي قائمول لکه چي مونږ ګورو ډير ځلي يو ليري قبيله يا قوم  چي يي نه پيژنو او دهغوي سره دوستي او خپلوي په همدغه رشتي قائم شي په همدي وجه الله پاک سخرګني يو قسم دنسب ګرځولي دي .

٥- په سالمه توګه دانساني نسل باقي پاتي کيدل لکه چي الله پاک فرمايي ژباړه ( اي خلکو دهغه ربه اويريږي چي تاسو يي ديو نفس نه پيداکړي او له همدغه نفس يي دهغه بي بي پيدا کړه او له همدي دواړه ډير نارينه او ښځينه خپاره کړه) نساء (١). هرکله چي نکاح نه وي يو ددوو کارونو به راتله ،يو دا چي انسان به فناء کيده دوهم داچي انسانان به وي خو هيڅ اصل او نسل به يي نه وي هيڅ نيک اخلاق به موجود نه وي.

نو دلته بايد يوي بلي خبري ته هم اشاره وکړم چي نسل کشي يا اولاد محدوده ول دي، نو داولاد محدوده ول چي يو يا دوه راوړل داد دشارع (پيغمبر) دقول او فعل خلاف کول دي چي هغه فرمايي تاسو دهغه ښځو شره ودونه وکړي چي ډير اولاد راوړي پدي خطر چي تاسو زيات شي او زه ستاسو په زيادت دنورو امتونو نه افتخار کوم، نو بيا کوم يو علت موجود دي چي خلک نسل کشي يا محدوده ول کوي، ايا درزق دتنګسيا له امله ؟ يا له دي چي ښه تربيت به يي ونکړي؟ هر چي اول سوال نو دا خو په الله پاک بد ګومان دي ځکه چي دا مخلوق الله پيدا کړيدي او هم هغه به ورته رزق ورکوي لکه چي فرمايي ژباړه ( نشته هيڅ يو ژوندي موجود په زمکه مګرم په الله يي رزق ورکول دي) هود (٦) همدا راز فرمايي ژباړه (او ډير دمخلوقاتو نه خپل رزق په شا نه ګرځوي مګر الله ورته رزق ورکوي او تاسو ته هم او دا الله اوريدونکي او پوه ذات دي ) عنکبوت (٦)، همدغه رنګ الله دهغه چا په باره کې فرمايي چي خپل اولاد دفقر ديري له وچي وژني ژباړه (مونږ تاسوته رزق درکوو اوهغه چاته چي تاسو يي دفقر له ويري وژني) اسراء (٣١). او هر چي دا ويره ده چي ښه تربيه به يي ونکړي نو دا هم غلطه ده ځکه چي ډير ځله ديو وړوکي کور اولاد ډير بي تربيه وي له هغه چا چي ګڼه کورني لري، نو په تربيت کي هم اسانتيا او مشکل دالله په رحم دي  هرکله چي بنده له رب نه ويريږي او شرعي لاره روان وي نو الله پاک ورته دژوند ټولي چاري اسانه وي لکه چي فرمايي ژباړه ( هرهغه څوک چي له الله ج نه ويريږي نو الله ورته دژوندي ټولي چاري اسانه وي ) طلاق (٤).

هرکله چي دنسل ختمه ول يا محدوده ول ګناه ده نو ايا دنسل تنظيمه ول هم ګناه ده.

نه دنسل يا بچي راوړني تنظيمه ول کومه ګناه نده هغه داچي ښځه او خاوند په بعضي وختونو کې غواړي چي بچي راوړي او کله نه هغه هم ديو مصلحت په خاطر چي ښځه ضعيفه وي او حمل يي نوره هم ضعيفه وي نو کولي شي چي دښځي صحتيابي  پس بچي راوړي او هغه ګولي استعمال کړي چي حمل منعه کوي خو دا په هغه صورت کي چي هيڅ حمل نه وي او هرکله چي معلومه شي چي حمل شته نو بيا ددګولو کارول ناروا او ګناه ده او دغه رنګ کار درسول الله په زمانه کي کيده صحابه کرام واي چي درسول الله په زمانه کې مونږ عزل کوه او هغه مونږ منعه نه کړو.

د نکاح په کولو څه شي لازميږي:

١- مهر وروکول

هر چي مهر دي نو دا هغه مال دي چي ښځي ته دهغي دعقد نکاحي په وجه ورکولي شي. هرکله چي نکاح وشوه نو مهر لازم شو که ښځي يي اخيستل لازم کوي وي او کنه نو که چيرته دغه مهر معلوم شوي وي نو همدغه دي که کم وي او که زيات، که معلوم نه وي چي نکاح شوي وي او دمهر ذکر نه وي شوي نو په خاوند لازم دي چي مهر مثل ورته ورکړي کوم چي عالم رواج وي ، مهر چي څنګه نقد مال دي همدغه رنګه کار کسب اوعلم هم کيدلي شي لکه څرنګه چي رسول الله ص سړي ته ښځه په نکاح کړي وه او په مهر کې يي ورته ويلي وه چي دقرآن علم به ورته ښايي. نو په مهر کې ښه داده چي کم  او اسان وي ځکه چي دا په رسول الله ص پسي پيروي او برکت دي ځکه ډير برکت په هغه نکاح کې وي چي مهر ورپکې کم وي په مسلم شريف کې يو حديث دي يو سړي رسول الله ص ته وويل پدي خاطر چي په مهر کې ورسره کومک وکړي  ما دفلانکۍ ښځي سره نکاح وکړه رسول الله ورته وويل څومره مهر دي ورله مقرر کړه هغه ورته وويل څلور اوقيي (يو سل او شپيته درهمه) نو رسول الله ص ورته په تعجب وويل څلور اوقيي ګويا که تاسو داسپين زر له دي غره تراشي ماسره دمره څه نشته چي يي تاسو ته درکړم ليکن کوم لښکر کې به دي اوليګم شايد چي څه غنيمت به درته حاصل شي. معلومه داشوه چي رسول الله ص په زيات مهر ورکولو خفه شو، همدا راز حضرت عمر رض فرمايي (اي خلکو مهر مه لوړوي ځکه که داپه دنيا کي ښه کاروي او په اخرت کي تقوي وي نو رسول الله ص پري بيا ښه لائق وو چي يي کړي وي ځکه چي رسول الله ص يوي ښځي او لور له دولس او قييو زيات مهر نه ورکړيدي او نه اخيستي دي ( اوقيه څلويښت درهمه ده)، نو پدي زمانه کي دمهرونو لوړوالي په جامعه بد اثر کړيدي چي يو ځوان ددغه لوړ مهر پيدا کولو او ګټلو په خاطر که زيات نه وي نو نيم عمر تيره وي چي دا ګڼ مفاسد او بدبختي زيږوي.

١- اول داچي دډيرو ځوانانو او پيغلو لونډ او بي نکاح پاتي کيدل.

٢- داچي دپيغلي کورنۍ ديته ګوري چي مهر زيات يا کم دي نو که زيات مهر ورکوي نو پيغله ورته په نکاح کوي يي او بدو عواقبو ته نه ګوري او که مهر کم وي نو نه يي ورکوي اګر که هلک دپيغلي ديني دنياوي او بدني خوښ هم وي او دا يو نارواکاردي .

٣- داچي هرکله ديو ښځي او خاوند په منځ کي علاقه خرابه شي او مهر يي زيات ورکړي وي نو زړه يي نه کيږي چي طلاقه يي کړي او دغه رنګ په بد عمر يي ساتي اګر که دطلاق دستور زمونږ په جامعه کې کم دي خو ددغه رنګ ښځي په ساتلو باره کې رسول الله ص فرمايي چي الله درحمت په نظر نه ګوري هغه سړي ته چي دښځي سره يي ژوند سم نه تيريږي او ده له ځانه سره ساتلي وي.

٢- دوهم نفقه لازم ده

په خاوند لازم دي چي خپلي ښځي ته خوراک او خښاک په ښه طريقه ورکړي ،لباس او داوسيدو ځاي ورته ورکړي که چيري خاوند په ښځه څه بخيلتيا کوي نو ګناه ګار دي او ښځه کولي شي چي څه شي دضرورت په اساس دخاوند له مال نه دهغه له  اجازي پرته واخلي،همدغه راز کولي شي چي څه شي قرض کړي نو په خاوند لازم دي چي قرض يي خلاص کړي، دنفقي کولو نه وليمه (دواده ډوډي) هم ده نو دا به کوي او خلک به ورته راغواړي  او داسنت د ي او نبي ص پري حکم کړيدي او خپله يي هم کړيدي خو په وليمه کي به ځان داسراف نه ساتي او مناسب داده چي دخاوند دوس طاقت په اندازه وکړيشي.

٣- صلي رحمي ساتل دخاوند ښځي او خاندانونو ترمنځ

ځکه الله پاک دښځي او خاوند تر منځ مينه او مرحمت اچولي دي نو بايد ددي ميني او مرحمت خيال اوساتلي شي چي هغه د دواړو خاندانونو ترمنځ  صلي رحمي ده

٤- محرميت يا يو په بل حراميدل

نو په خاوند دښځي مور نيا او تر پورته ټولي ښځي حرامي شوي کله چي يي ورسره همبستري وکړه همدغه شان دښځي په لور او تر لاندي پوري حرام شو په صورت کې چي همبستري وکړي.

٥- دميراث لازميدل

هرکله چي سړي ديوي ښځي سره صحيح نکاح وکړه نو ددواړو تر منځ ميراث وړل جاري شول لکه څنګه چي الله ج فرمايي ژباړه ( او ستاسو دپاره نيمايي دهغي دي چي ستاسو خاوندانو پريخي وي…………….. تراخر دايته پوري) نساء (١٢) او دلته بيا همبستري شرط نده ( که واده شوي وي او کنه همبستري ورسره شوي وي او کنه ) ميراث يي ثابت دي.

ربنا اتنا في الدنيا حسنة، وفي الآخرة حسنة، وقنا عذاب النار.
وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه اجمعين.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب