خپل کور څه ډول اداره کړو؟

یوازې په لوستلو بسوالی مه کوه، بلکې عملي ګام واخله، دا لارښوونې سر له همدا نن څخه عملي کړه.

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

۱- د خپلې کورنۍ د اصلاح له پاره تل د دُعا لاسونه پورته نيسه، او د پيغمبرانو په دغه دُعا کې فکر کوه: رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلاةِ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي …

۲- له خپلې کورنۍ سره په اخلاقو او چلن کې په خپله بېلګه اوسه، ځکه چې ته په خپل چلن سره هغه روزنه ورکولای شې چې ښوونځي او پوهنتونونه يې نه شي ورکولی.

۳- خپل کور دې له هغو وسايلو څخه پاک کړه چې د الله جل جلاله د غضب لامل ګرځي، لکه د ډمتوب او موسيقۍ وسايل، بې اړتيا عکسونه… او نور. دا کار د الهي توفيق له رازونو څخه يو راز دی.

۴- په خپلې کورنۍ کې يوه علمي يا قرآني حلقه جوړه کړه چې ته او کورنۍ دې پکې ګټور ديني او دُنيوي درسونه وړاندې کوي. په دې کې دومره خير دی چې له خدايه پرته پرې بل څوک نه پوهيږي.

۵- په ستاينه او نیوکه، خوښۍ او غوسې، او خندا او خفګان کې متوازن اوسه. د کورنۍ غړي بايد در څخه و نه انګيري چې ته تل هماغه يو شان خوی لرې (يا ټول عمر خاندې، يا دې تل په تندي دولس بجې وي).

۶- له خپلې کورنۍ سره خوښ اوسه او خپل ريښتيني عواطف او احساسات دې ور ته څرګند کړه. کوچنيانو ته دې مينه په ډاګه کړه، او هر څومره چې بوخت هم يې، هغوی ته بايد وښيې چې مينه ور سره لرې.

۷- له خپلې کورنۍ سره دې څه وخت د چکر او زړه ازادونې له پاره هم وباسه. د ژوند په دې اړخ سترګې مه پټوه، ځکه چې خپلو کوچنيانو ته زمونږ تر ټولو غوره ورکړه، ښايسته يادښتونه دي.

۸- خپلې کورنۍ ته دې د لوبو، تلويزوني چينلونو، ساتېريو، او د زړه ازادونې نېک او غوره بديلونه وړاندې کړه. ټولې دروازې يې پر مخ مه تړه، بلکې نېک بديل يې ولټوه تر څو يې هغوی له نورو څخه د تر لاسه کولو په لټه کې نه شي.

۹- د روزنې په برخه کې مطالعه وکړه، خپل ځان دې د کورنيو چارو د ادارې په ډګر کې ورسوه، او هغه کتابونه، مجلې، او برېښناپاڼې ګوره چې د کورنۍ برخې ته يې پام کړی وي.

۱۰- د پورته يادو شويو لارښوونو په تشو لوستلو بسوالی مه کوه، بلکې عملي ګام واخله، دا لارښوونې سر له همدا نن څخه عملي کړه.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب