نړيوال جال (انټرنټ) څه دى؟

نړيوال جال (انټرنټ) څه دى؟

د شلمې پېړۍ له پام وړ او ډېرو ارزښتمنو پرمختګونو څخه يوهم دسولګر(كمپيوټر) اوبياله دې راوروسته دنړيوال جال ياانټرنټ منځه ته راوړل ؤ، چې په ريښتيايې هم ټوله نړۍ په يوكلي اوښارګوټي بدله كړه اودنړۍ ګڼ شميروګړي يې سره په يوه جال كې  سره راغونډ كړل .

دغه رازكه دسولګر عمرته پام وكړو كيداى شي ټول عمريې ترپنځوسو ډيرنه وي اونړيوال جال خولادم ګړۍ تنكى دي ډيرعمريې نه دي وتلى دځوانۍ دوره يې كيداى شي له ۱۹۹۶ كال راپه دېخوا اټكل شوې وي ،په دې ستراوپراخ جال كې هرشى په مختلفوبڼوځاى شويدي ،اووګړي ورڅخه ديوې بنسټيزې آسانتياپه توګه ورڅخه ګټه اخلي ،ددې ستراوپراخ جال وياړدلومړي ځل لپاره امريكايانووګاټه ،چې ورسره جوخت يې كارول هم ډيرشول ،ويل كيږي چې په ۲۰۰۵ سپوږميزكال كې داحصايې له مخې ۱۴ سلنۍ (فيصده) وګړي نړيوال جال (انټرنټ) كاراوه.

زماپه اند دا شميرنه په هرهېواد كې توپيرلري دبېلګې په توګه دچك جمهوريت ټول وګړي په ۲۰۰۵ كې ۱۲ ميليونه شميرل شوي اودوېبپاڼوشميريې په ۲۰۰۳ كال كې ۲۷۶ زره وه،چې دهروزروكسانوپه سر۲۷ وېبپاڼې رسيدلې ،چك په اروپايي هيوادونوكې يوبېلګه ييزهېواد دي چې نه ډيرپرمخ تللى دي اونه شاته پاته دى .

دغه رازپه جرمني كې دهرو زرو كسانوپه سر۸۵ وېبپاڼې رسيږي اوفكركيږي ،چې داشميره به دم ګړۍ له ۱۰۰۰ هم اوښتې وې ،كه په افغانستان كې دې ته نظروكړوپه ۲۰۰۳ كې دانټرنټ دكاركوونكوشمير۱۰۰۰ ته اودوېبپاڼوشميريې د۷۰۰ په شاوخواكې اټكل شويده ،چې وركې دپښتووېبپاڼوشميريې بېخي كم يانې ۵۰ ته رسيږي.

په نړيواله كچه نړيوال جال(انټرنټ) دګڼ شميرسولګرو(كمپيوټرو) نښلوولوته وايي،چې په ټوله نړۍ كې ديوې شبكې (جال) په بڼه سره نښلول شوي دي،په نوموړي نړيوال جال كې دسولګرواودهغوي دټولوجانبي وسايلو،ټيليفوني كرښواوسپوږمكيوټول اړيكتيايي كانالونه اوسمبالوونكي ميكانيزمونه ځاى شوي دي ،چې كولاى شي په ښه ډول اړيكې له يواوبل سره ټينګې كړي ،دغه رازكله چې له نړيوال جال سره په نښلوول شوي سولګرباندې كاركوو،كولاى شوله بل داوړسولګرسره ،چې په نړيوال جال پورې تړلى وي اودې نړۍ په هره څنډه كې وي اړيكې ټنګې كړو،ليك ورته واستوو،مخامخ ورسره خبرې وكړو،……

دانټرنټ په مرسته دليكونو ليږدول په نړۍ كې دليكونودليږلوډيرډاډمن كره ،خوندي ،اوچټك ډول دى،څرنګه چې هروګړى دهغه دمطالعې دترلاسه كولولپاره دقيق اوځانګړي كوډونه(شفرونه) لري ،كولاى شودنړيوال جال له لارې مقابل لوري سره خبرې وكړو،او له دې سره جوخت دمقابل لوري انځور،اوهغه ځاى، چې پكې دى دخپل سولګردپردې پرمخ ووينو،يانې دانټرنټي اوويډيويي كنفرانسونوجوړول يې ښې بېلګې دي.

دوېب (www) له لارې ،چې دنړيوال جال يوه برخه ده ،اوګڼ شميرموسسې ،دولتي اوشخصي ارګانونه ،سازمانونه،نندارتونونه،پوهنتونونه،علمي اوكلتوري مركزونه،كتابتونونه،ورځپاڼې،ډاكټران اودغه راز انفرادي وګړي په نړيوال جال كې خپلې اوځانګړې پاڼې لري .مونږپه دغوپاڼوكې دورننوتواوپرانېستلوسره كولاى شو د نوموړې پاڼې له خاوند،اوياشركت  سره وګورو،دغه رازمونږ په وېب كې هر راز لټونې ترسره كولاى شو،هرډول معلومات اوهر راز موضوع ګانوباندې ،چې وغواړولاس برى پيداكړوپه ښه اوكره ډول يې كولاى شو،دبېلګې په توګه وال سټريټ ژورنال ،بېنوا،ټول افغان ،ميدان بلاګ پا،خپلې ځانګړې وېب پاڼې لري ،دهغوي دځانګړو كوډونو د ټايپولو وروسته نوموړې پاڼې زمونږدسولګرپرمخ پرانېستل كېږي .

داوړمونږ كولاى شوهغه وروستي خبرونه،چې د BBC  ياآشناراډيوله لارې خپريږي پريومهال دكبل له لارې واورو،دغه رازدرسي كتابونه ،كلاسيك اثار،علمي اوكلتوري اثار تر نويو كارونو، چې ترسره كيږي ،مونږكولاى شوهره پاڼه دنوموړواثارودخپل سولګردليداني (مونيټور)پرمخ په ښه ډول وګوروم طالعه يې كړو،اويايې دخوندي كولولپاره دچاپګر (پرېنټر) په مرسته پرچاپي بڼه لاس ته راوړو،داوړنن په سوداګرۍ كې له نوموړي نړيوال جال څخه ګټه اخيستل يواړين كاربرېښي ،سربيره پردې ديوه توكي دپيرودلووړاندې دنوم وړو توكو د توليدوونكو بېلابېلو كمپنيو او پلورنكوزرګونووېب پاڼوته مراجعه وكړو، هغه وګورواودهغه دكيفيت ،څېرې ،ارزښت او…په اړه هراړخيزه څېړنه وكړو.

اودهغودپېرودنې په هكله خپل هوډ څرګندكړو،داهم په انټرنټ كې كولاى شو، چې خپل صادراتي مالونه اوسامان الات په خپلووېب پاڼوكې ځاى پرځاى كړو،اودنړيوال جال له لارې دخپلوصادراتي مالونوټولوپيرودونكوسره دنړۍ په بېلابېلوښارونوكې اړيكې ټينګې كړو،داوړنن په نړۍ كې داسې شركت ياكمپنۍ شتون نلري،چې دنړيوال جال له اسانتياووڅخه بې برخې وي .

دنوموړي جال دلاس ته راوړولارې ډېرې دي دبېلګې په توګه كولاى شو خپل سولګردډيجيتل ټيليفون سره ديولين په مرسته ونښلوو،يادبېسيم Wireless  دانټرنټ له ځانګړي ډېش انتن څخه په مرسته خپل سولګردانټرنټ له شبكې سره ونښلوو.

دښاري (ډيجيتل)ټيليفون له لارې نړيوالې شبكې سره داړيكوټنګول يوله بنسټيزوچوپړونوڅخه ګڼل كيږي ،چې په كوركې له انټرنټ څخه دګټې اخيستولپاره اودانټرنټ چوپړونوته دلږ واړتياووپه باب ګټه اخسيتل كيږي ،دنوموړي نړيوال جال دګټه اخيستولپاره هرګډونكوونكى يوسولګراويوموډم ته اړتيالري ،چې له خپل سولګرسره يې ونښلوي ،دګډون كوونكي نوم،اړونده شميره (كوډ) او ۰۸۰۰۸۰۰۰۰۰۰ شميره ډايل كړي انټرنټ سره به ونښلي،داوړپه قراردادي بڼه دنداتيلي كمونيكېشن له خواهرګډون كوونكي ته وېشل كيږي ،او ترېنه په ښه ډول ګټه پورته كولاى شي .

دبېسيم wireless له لارې له نړيوال جال سره په دې ډول اړيكې ټينګې داى شي ،چې دبېسيم دځانګړې دستګاه په مرسته ،چې نداتيلي كمونيكېشن يې وړاندې كوي او دانټرنټ له نړيوال جال سره د لوړاوښه كيفيت لرونكى سيسټم دى ،دانټرنټ داوړاړيكه دوګړو،موسساتو،شركتونولپارګټوردي  ، ځكه چې په لوړه تېزۍ  سره انټرنټ ته اړتيالري  اودپيغامونودليږدولواواخيستلوحجم يې زيات  دى ،دبېلګې په توګه هغه ګډونكوونكي ،چې غواړي ويډيويي اوراډيويي پيغامونه ترلاسه كړي ، ياوغواړي ويډيويي اوانځوريزې وېب پاڼې راوسپړي ،نوموړې اړيكه دبېسيم له لارې ګډونكوونكي ته ددې امكان برابروي ،چې خپل سولګردځانګړې الې له لارې نېغ په نېغه له (ندا) سره ونښلوي ،داوړله انټرنټ سره دهغه له ټول لوړكيفيت سره دلاس بري ضامن دى.

د(نداتيلي كمونيكېشن ) شبكه دبېسيم له لارې ګڼ شميرسولګرونه له نړيوال جال (انټرنټ)سره نښلوي ،دترلاسه كولو لوړ ګړنديتوب اوله Kbps 32 څخه ترMbps 4 په ثانيه كې دپيغامونوليږدول ،له ځنډ پرته دراډيويي پيغامونواورېدل ،دوېب پاڼې اوفايل دخوندي كولو،دپيغام ونودترلاسه كولواوليږلولپاره دځانګړي اېمېل( Email ) امكانات ،دويډيويي كنفرانس امكاناتوبرابرول دنړيوال جال څخه په مرستې او نامحدوده توكه ګټه اخيستل كيږي.

جلال آشنا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب