نوښتګر تجربی ته اړ ندی!

درنو لوستونکو! د یو کسب او کمال د پرانیستی لپاره شپږ اساسی ټکی  په پام ونیسی.

تیموتی اریکسون غواړی  خپله ټوله پوهه او د ملګری ملتیا، مخکی لدی چی خپل کوچنی کسب پیل کړی ستاسو سره شریک کړی. هغوی دواړو دوه کاله مخکی لدی نه کار پیل کړ او پوره معلومات یی پدی برخه کی را غونډ کړای شوای.
اریکسون د CityRyde  شرکت ریس او بنسټ ایښودونکی وایی« موږ له هیڅ نه شروع وکړه» او زیاتویوی  موږ دوه کاله یوازی ددی پخاطر کار وکړ چی کار زده کړو، او ښه ماهر شو.

لیکنه: امی رینیک
ژباړه: حلیم وردګ

اریکسون مخکی لدی چی دا کار پیل کړی په نوښتګری کی یی ښه لاس درلود او تجربه یی هم ښه وه. اریکسون یوه له هغه زرګونو نوښتګرانو څخه دی چی په کمزوری تخصص او لوړی نو ښتګری  یا ضعیفه نوښتګری او لوړ تخصص سره خپل تجارت په لار اچولی دی.

د تخصص امرین وایی: دواړ ه ډلی بریالی دی، ۱- نوښتګر له کمی تجربی سره، ۲- متخصص له کمی نوښتګری سره. خو پدی شرط چی لاندی ټکی په پام کی ولری.
۱- خپل ځان د بازار له اړتیا سره متعهد وګڼی، نه د یو تخیل او خیال پلوسره.
درک پدرسون د هغه پوستکالی (software ) په اړه چی د هغه پلور یی له شکست څخه و ژغوره وایی چی موږ ددی پوستکالی د اصلی کمپینی څخه چی د پوستکالی د مشکل د حل په برخه کی یی تخصص درلوده ددی مشکل د حل لپاره یو متخصص په کار وګماره. پدرسون زیاتوی په یو وړوکی مشکل باندی تمرکز او د هغه دقیق حل زموږ د کمپنی د موفقیت اصلی لامل شو.

۲- خپل صنعت په پوره زیرکی سره وټاکی:
لاچیاؤ وایی: نوښتګر باید یوازی د بودیجی په فکر کی نه وی، بلکه هغوی باید د نورو خنډونو او مشکلاتو د څیړنی او پلټنی سره په خپل نوی کار پیل وکړی.
د بیلګی په توګه،  هغه څوک چی غواړی  د سختی اداری او دقیق تفتیش لاندی  او یا د زیاتی تجربی پرته  کار وکړی نو باید چی پداسی ځای کی چی هلته اداری قوانین ډیر سخت نه وی، ماهر مفتیشین نه وی او د لوړ کیفیت تولید هم دومره مطلوب نه وی خپل کار پیل کړی.

ددی کار یوه ښه بیلګه  Web2 ده ( ویب دوه د ویب پاڼو دوهم نسل دی چی د متغییر کار ځای او دوه اړخیز انټرنټ لپاره کارول کیږی) او د لوړی تجربی او پوره مهارت اړتیا هم  نه لیدل کیږی. دا کار د وړیا بازار موندنی له لاری لکه فیس – بوک او یا نوری اجتماعی پاڼی ښه پر مخ بیول کیدای شی، نو پدی خاطر دا هغمه څه دی چی د ډیرو وروسته پاتی هیوادونو لپاره یی د بیکاریو اندزه ډیره راټیټه کړیده.
۳-  خپل اعتبار د سرک له سره را ټول کړی.
د لاچیاؤ په ژبه کله چی هغه د IBM  سره د کار کولو په وخت کی ښه مهارت تر لاسه کړی ؤ  او بیا یی غوښتل خپل آزاد کار پیل کړی، هیڅ اعتبار یی نه درلود.

« ما هیڅ اعتبار نه درلود، زه هیڅ پدی صنعت کی نه وم لودیلی او دا هغه څه ؤ چی ما سخت ضرورت ورته درلود». دی زیاتوی: که هیڅوک پدی صنعت کی نه پوهیدی چی زه څوک یم ، او مخکی می د کمپیوټر په برخه کی کار کاوه، او نن می هغه پری ایښی دی او خپل آزاد کار کوم نو هیڅ شی هم زما اعتبار نشو زیاتولای.
د همدی دلیل پخاطر ما په بازار کی ډیره وړوکی دوکانداری پیل کړه،  تر څو د خپل مسلک اړوند می ډیری وړی او لویی خبری ښی درک کړی، له خرڅونکو سره می ښی اړیکی پیدا کړی، عمده فروشی، پرچون فروشی او نورو اړوندو خلکو سره می ښه وپیژندل بیامی وروسته پخپل کار چی اصلی هدف می ؤ پیل وکړ.
۴- د وړیا سرچینو څخه ډیر کار واخلی.

پدرسن وایی : په سلګونو ساعته وخت می د خپل صنعت په اړه د لیکنو د لوستو لپاره لګولی ؤ، په سلګونو ساعته وخت می د خپل مسلک اړوند څیړنی او د نورو نوښتګرو خلکو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره مصرف کړیدی. نن انټرنیټی ټولنی بیخی زیاتی شوی، داسی ملګری پیدا کړی چی له مخکی نه ستاسو د راتلونکی کار په اړه ښه تجربه ولری.
اریکسون وایی: په انټرنیټ کی داسی کسان ډیر شته چی خپلی تجربی بی له کومی غوښتنی تاسو ته نقلوی،  هغوی ددی پخاطر چی د خپل ژوند خوبونه تری څوک ونه تښتوی په خپله سینه کی تر ابده نه ساتی. ما پدی انټرنیټ کی ډیر ګټور پندونه پیدا کړل، او عمل می هم پری وکړ. لاچیاؤ وایی پوهنتونونه هم کیدای شی چی د تازه کاره خلکو لپاره ښه سرچینه وی، چی کولای شی په ډیر لږ مصرف د دوی په سمینارونو کی ګډون وکړی او د محصلینو او استادانو له مشورو څخه ګټه پورته کړی.

۵- پوه شی چی څه وخت بهرنی مرستی ته اړ یاست.
د ۲۰۰۹ کال په لمړیو کی چی سولیدا د سرولوم  شرکت مشر د بایسکلونو لپاره د دیجیټل هندارو  خر څلاو پرانیست، ددی پخاطر چی په ادارو کی د ډیرو عریضو او درخواستونو څخه ځان خلاص کړی  او له بلی خوا د خپل شرکت لپاره پیسی ډیری ولری د انټرنیتی سرچینو څخه یی کار واخیست. سولیدا وایی: ما د متخصصینو د توان څخه د استفادی په خاطر می یوه پیسه هم نده لګولی، یوازی ډیر لږ څه می د انلاین خریداری لپاره خرڅ کړیدی. سرولوم اوس یو بریالی شرکت دی او دی وایی چی هغه لږ پانګه می چی لګولی هغه می هم لکه اورته چی غورځولی وی.
سولیدا وایی: زه پوهیږم چی دا کار داسی شی ندی چی نوښتګر یی غواړی وشی، ولی هغوی زیاتره نشی کولای د زیاتی پانګی کار پیل کړی، همدا دلیل دی چی کله کله هم ډیر وخت او هم ډیری پیسی بی له کومی لاسته راوړنی مصرفوم.

۶- د خپل مهارت او تجربی نه ګټه واخلی.
لاچیاؤ وایی: نوښتګر چی کله په یو نا شناخته صنعت لاس پوری کوی، تر ټولو غوره وسیله د دوی لپاره د دوی پخوانی تجربی او مهارتونه دی چی د خپل پخوانی کسب څخه یی زده کړیدی. او همدا راز د هغوی کارول هم ډیر مهم دی. دی زیاتوی د بیلګی په توګه ورنون هیل چی کله د کامرس بانک افتتاح کړ  نه یی غوښتل تر هغه پوری چی خلک په سرکونو تګ راتګ کوی خپل بانګ وتړی.  ده داسی کار وکړ چی تر ټولو نورو بانکونو به یی مخکی بانک  خلاصیده او تر ټولو وروسته به تړل کیده. لاچیاؤ وایی دا چی هیل مخکی لدی د خرڅلاو په برخه کی کار کاوه، د مشتریانو اړتیاوی ورته معلومی وی، او هغه یی د بانکداری نړی ته ترجمه کړی.

زیاتره تجربی او مهارتونه په بیلابیلو صنعتونو اوکسبونو کی کار ورکوی.
اریکسون وایی هغوی غوښتل خپل کار نور هم وغزوی، نو ددی کار لپاره یی د خپلو تیرو تجروبو له مخی د بایسکل د اجاره ورکولو لپاره نوی پوستکالی جوړ کړ، او خلکو ته به یی چی بایسکل په اجاره ورکاوه نو د هغه کس معلومات به یی پکی ثبت کول.
دی وایی په لمړیو ورځو کی موږ باور نه کاوه چی زموږ د پخوانی کار تجربی به دلته کار وکړی، ولی کله چی د عمل ډګر ته ووتلو د یو داسی درز سره مخامخ شو چی هغه یوازی او یوازی زموږ پخوانی تجربی ډک کولای شوای.

لیکنه: امی رینیک
ژباړه: حلیم وردګ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب