راتلونکی ته مه اندېـښمن کېږه! | مه خفه کېږه! ۶

ځکه الله تعالی وایې:

( أَتَی أَمْرُ اللهِ فَلاَ تَسْتَعْجِلُوهُ ) .

” دالله پریکړه راغله، اوس د هـغې لپاره تلوار مه کوئ. “

د راتلونکی په اړه انګېرنې مه کوه، حمل دخپلې مودې د بشپړیدو دمخه مه زیږوه، او مېوه تر پخیدو دمخه مه ټولوه.
نو ورخطا ولې یې؟ سبا یو نامعلوم شی دی، چې نه یې لا وجود شته او نه یې رنګ، نوبیا ولې د راتلونکو ستونزو، هیلو او پېښو په اړه فکرونه کوې، حال دا چې موږ لا پر دې نه پوهېږو چې، سبانۍ ورځ به راځي او که نه، سبانۍ ورځ به مو نېکمرغه وی او که بدمرغه؟

مــــــهـــــمه خــــبره داده، چې سبانۍ ورځ لا په یوه غیبی نړۍ کې پټه ده، د وجود نړۍ ته لا راغلې نه ده، نو موږ ولې ورته د ځان رسولو هڅه وکړو، حال دا چې موږ نه پوهېږو چې موږ به سبانۍ ورځ بیا مومو او که نه؟ دراتلونکو ستونزو او پېښو په اړه اندېښمن کېدل، شرعاً ناروا دی، ځکه چې دا د هیلو یوه نه ختمېدونکې لړۍ ده، او عقلاً ځکه ناروا دی، چې له سیوری سره پهلوانی کول دی!

ډېر خلک خپل راتلونکې له تیارو، لوږو، تندو، ناروغیو او ستونزو ډک بولی، حال دا چې دا ټولې شیطانی وسوسې دی:
( اٌلشَّیْطَانُ یَعِدُکُمُ اٌلْفَقْرَ وَیَأْمُرُکُم بِاٌلْفَحْشَآءِ وَاللهُ یَعِدُکُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلاً ) .

” شـــیطان تاســـې لـــه بــــیوزلۍ څـــــخه وېروی او شــــــرمنــــــاک چـــــلن غـــوره کـــــولــــــو تــــــه مــــــو هــــڅوی؛ خـــو الله خـــــپلې بــــښــــنې او پــــېرزونــــــې ته تــــاسې هــــــیله مــــن کــــوې. “

ډېر خلک به داسې وی، چې دخپلې سبانۍ ورځې په اړه ژاړی، چې سبا به وږی یم، کال وروسته به ناروغ یم او سل کاله وروسته به نړۍ ورانېږی.

دا په داسې حال کې چې موږ د خپل ژوند واک په لاس کې نه لرو، نو د چا د ژوندواک چې د هغه په خپل لاس کې نه وی، هغه ته نه ښایی چې خپل ځان دیوه نامعلومه راتلونکې په اړه ناقراره کړی.

راتلونکې پریږده چې راشی، د راتلو په اړه یې ځان هسې مه خواشینی کوه، ته له نن څخه نه وزګاریږې، دا خو بیا ډیره عجیبه ده چې دسبا ورځې فکرونه دې هم په سر اخیستې دی، دهغې ورځې اندېښنې او فکرونه چې لمر یې لا راختلای هم دی، نو له دې ډول هیلو او امیدونو څخه ځان وساته .

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب