له وخت نه مخکې ولې ويښته سپینیږي؟

له وخت څخه مخکې د ويښتو سپینیدل، اوس یوه زیاتیدونکې اندېښنه ده. ان ځینې لس کلن ماشومان هم د وېښتو د سپینیدو شکایت کوي.

ډاکتر سچن ګویل چې د ويښتانو متخصص دی وايي، څو کاله مخې دا ډیره نادره وه چې په ځوانۍ کې دې د چاويښته سپین شي. خو اوس دا پېښې د هرې ورځې په تیریدو زیاتیږي، چې د نوموړي یې یو لوی سبب ستریس یا اندېښنه بولي.

د افغانستان په څیر ټولنې چې جګړې ، بې وزلۍ او طبیعي افاتو زپلې، اندېښنه، تشویش او رواني ستونزې په کې د خلکو د ورځني ژوند مهمه برخه ده. او همدا اندېښنه د نورو ګڼو ناروغیو سربیره د بې وخته ويښتو د سپینیدو سبب کیږي هم.

ویښته څنګه سپینیږي؟

د هر ویښته فولیکل (follicle ) یا بیخ میلونوستینونه(melanocytes ) لري، چې د ویښتانو د رنګ حجرې تولیدوي. کله چې ويښته د ويښته له بیخ یا فولیکل(follicle ) راوځي، نو میلونوستینونه(melanocytes ) ورسره میلانین ګډوي چې دا هماغه د ويښته تور رنګ دی.

د عمر په پخیدو سره میلونوستینونه (melanocytes ) د میلانین تولید کموي او بالاخره یې ودروي. له دې سره ويښته لومړی خړ( خاکستري) او وروسته سپین شي.

خو کله ناکله د ځینو دلایلو له کبله، لکه ځینې ناروغۍ، ستریس یا اندېښنه او یا هم دمناسب خوراک نه کول ددې سبب کیږي چې میلونوستینونه (melanocytes) تر وخت مخکې په ځوانۍ کې د میلانین له تولید لاس واخلي، او همدا له وخت څخه مخکې د ويښتو د سپینیدو سبب کیږي.

هغه ناروغۍ چې د وخت څخه مخکې د ويښتو د سپنیدو سبب کیږي، په کې د تایرود د غدې تیزکاري او یا هم کم کاري چې دوه جلا ناروغۍ دي شاملي دي.
همدارنګه د هورومونونو بې تعادلي، او سخته کم خوني هم د بې وخته ويښتو د سپینیدو سبب کیږي. د سختو کیماوي موادو د کارولو له کبله ويښتو ته اوښتی زیان چې غالبا په رنګونو کې وي هم ويښته بې وخته سپینولی شي.

د کوپړۍ پاک نه ساتل او په لوړ دوز د ځینو درملو کارول هم ويښته بې وخته سپینوي.

سره له دې چې ډير دلایل شته چې د ويښتو د بې وخته سپنیدو سبب کیږي، ځینې مهم او عام یې دا دي:

1- ستریس، اندېښنه، تشویش، اضطراب
2- د چاپیریال ککړتیا، دوړې، ګردونه او دودونه
3- د مناسب غذايي رژیم نشتوالی یا مناسب خوراک نه کول
4- د تایرود د غدې تیزکاري یا پرکاري( Hyperthyroidism )
5- د تایرود د غدې کم کاري (Hypothyroidism )
6- په وجود کې د هورمونونو بې تعادلي
7- شدیده کم خوني
8- د ويښتو لپاره د کیماوي رنګونو کارول
9- د کوپړۍ چټل ساتل او نه پاکول
10- او د ځینو درملو لوړ دوز خوړل

یاد سببونه او ناروغۍ تقریبا ټولې یې علاج او حل لري . که مو ويښته بې وخته سپینیږي نو مخکې له دې چې خپله اقدام وکړۍ ښه داه چې د ويښتانو له یو متخصص سره مشوره وکړئ. له هغه سره په ګډه به وتوانیږئ چې د خپلو ويښتو د بې وخته بې رنګه کیدو دلیل پیدا کړئ.

کله مو چې دلیل وموند بیا یې چاره او درملنه اسانه کیږي.

البته د ويښتو پاک ساتل، ستریس او اندېښنه کمول، پر ويښتو د کیماوي موادو له کارولو ځان ساتل درسره مرسته کولی شي. هغه رنګونه چې په خپل ترکیب کې امونیا ولري، د ويښتو لپاره تر ټولو مضر ګڼل کیږي. که خامخا ويښته رنګوئ نو طبیعي رنګونه او یا هم نکریزې ښه چاره ده.

تاسو کولی شئ د پورتنیو ټکو په پام کې نیولو او ډاکتر یا دویښتانو متخصص سره په مشوره هغه ويښته چې لا خړ شوی نه دي، د ډیر وخت لپاره تور وساتئ. نو اقدام وکړئ او هڅه مه کوئ چې په ځوانۍ کې زاړه ښکاره شئ .

که  دا مطلب درته ګټور ښکاره شوی وي. نو له نورو سره شریکول یئ مه هیروئ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب