نبوي سیرت (۳) ـ د رسول الله ﷺ د سينې د څيري کېدو پېښه

کله چې د رسول الله ﷺ پوره دوه کاله د حليمې سعديې سره وشول؛ حليمې سعديې هغه ﷺ د یوې ټاکلې مودې په اساس بېرته د مکې په لور خپلې مور آمنې ته راوستولو، دا چې حليمې سعديې د رسول الله ﷺ کرامات او برکات د لومړۍ ورځې څخه ليدلي وو، نو د مور څخه يې د ده د ځان سره بېرته وړلو غوښتنه وکړه؛ آخر دا چې مور يې هم په دې راضي شوه او خپل زوی رسول الله (صلی الله علیه وسلم) يې ورسره د دویم ځل لپاره پرېښود.[۱]

د رسول الله ﷺ د زېږېدا نږدې څلورم کال وو، د خپل رضاعي ورور عبدالله سره يو ځای د کورونو تر شا څرځاې ته يې څاروي د څر لپاره وړي وو. دوې ملايکې چې سپينې جامې يې په تن وې د سروزرو یو لوښی (طشت) چې د واورې څخه ډک وو د هغې سره د رسول الله ﷺ په لور راغلې. رسول الله ﷺ يې را ونېوه ، سينه يې ورته څيرې کړه، زړه يې ترې را ووېست ، زړه يې هم ورته څيرې کړ ، د هغه د زړه څخه يې یوه توره ټوټه غوښه راوويستله او ګوزاره يې کړه، او په هغې واورې چې له ځانه سره يې د سروزرو په لوښي (طشت) کې راوړې وه د هغه ﷺ زړه يې پرې پرېمنځلو تر دې چې پاک شو، او بیا يې ورته سینه بېرته وګنډله…[۲]

کله چې دا پېښه ترسره شوه نو ماشومان په بېړه کورته راغلل، حلیمې ته يې وويل: زمونږ ورور قریشي چا مړ کړ، حلیمې او خاوند يې په بیړه د رسول الله ﷺ په لور ورمنډې کړې، ګوري چې د رسول الله ﷺ رنګ له ډېرې وېرې زیړ اووختی او ډېر په وېره ولاړ دی، حليمه وايي: ما او پلار يې دواړو ورڅخه وپوښته: بچيه! ولې، څه پېښ شو؟! ، رسول الله ﷺ وویل: داسې دوه سړي چې سپينې جامې يې په تن وې؛ ماته راغلل؛ یو د خپل ملګري څخه وپوښته: آیا همدا دی؟، آبل ځواب ورکړ: هو.! ، نو دواړو زه ډېر په تکلیف کړم، زما سینه يې څيرې کړه ، زړه يې راته راوویست او په هغه کې يې څه وپلټل؛ نه پوېېږم چې څه وو خو هغه يې ګوزار کړل..! [۳]

نو په دغه وخت کې یې مور او پلار يې ډېر حیران وو، په رسول الله ﷺ ډېر ووېرېدل، داسې ګومان يې کاوه چې چېرته پيريانو يا نورو غیبي مخلوقاتو پرې څه نه وي کړي. نو په بيړه يې د مکې په لور خپلې مور آمنې ته راورساوه.

آمنه هم د ځوی په بېرته راوړلو ډېره حیرانه شوه، ځکه چې د حليمې سره يې ټولې شپږ میاشتې تېرې نه وې چې بېرته يې راوست، حال داچې حلیمه د رسول الله ﷺ په بېرته وړلو کې ډېر ټینګار کاوه!، آمنې له حليمې څخه وپوښته: ولې دې رسول الله ﷺ دومره په بیړه راوستو؟، لنډه دا چې حليمې سعديې ورته ټوله کيسه واوروله، آمنې ورته وويل: داسې برېښي چې ته پرې د شیطان یا داسې نور غیبي مخلوق څخه وېرېږې؛ خو قسم په رب چې زه کله حامله وم ماته دا ویل شوي وو: (أُعِيْذُهُ بِالْوَاحِدِ، مِنْ شَرِّ كُلِّ حَاسِدٍ) (یانې دا دعا پرې وایه، والله اعلم) ژباړه: (د هر حاسد او کينه لرونکي څخه يې په واحد ذات پناه نیسم) نو زما په دې پوره باور دی چې دېته هيڅوک ضرر نشي رسولای، داچې زما ځوې له تاسره خوشاله دی او ته يې هلته ښه پالنه کوې نو بېرته يې له ځانه سره یوسه، همداوو چې حليمې د درېم ځل لپاره رسول الله ﷺ له ځانه سره یوړو.[۴]

یادونه:

۱- د زړه خواکې یو ټوټه غوښه ده چې شیطان هغه ته وسوسې اچوي، نو هغه دوه ملایکو هماغه برخه د رسول الله ﷺ څخه پرېکړه ، ترڅو د شیطان د وسوسو څخه خوندي وي، او یواځې ښې او د خیر خبرې د هغه ﷺ زړه ته راځي.

۲- د حافظ ابن حجر د قول په بنا (نوموړی یو ستر محدث او د بخاري کتاب شارح دی) د رسول الله ﷺ سره دا کار پنځه ځلې پېښ شوی دی، چې دا پورته يې لومړی ځل وو.

والله اعلم بالصواب.

 

[۱] – سيرة ابن هشام صـ ۱۶۴٫

[۲] – سيرة ابن اسحاق صـ ۵۰٫

[۳] – نور اليقين في سيرة سيد المرسلين صـ ۱۱٫

[۴] – سیرت نبوي د شیخ امین الله صوتي درسونه (اووم نمبر درس)

عماد الدین سعید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب