نبوي سیرت زمونږ د ناخوالو حل لاره!

زمونږ په فردي او ټولنیز ژوند کې چې څومره ناخوالې، دردونه او کړاوونه موجود دي، ستر لامل یې دا دی چې مونږ له هغې جادې او سمې لارې نه وتلي او په بله تللي یو کومه چې الله (جل جلاله) د خپل استولي نبي صلی الله علیه وسلم او رالیږلي کتاب (قرآن مجید) په وسیله مونږ ته ترسیم کړې ده.

مونږ څومره ناړامه او ناغیړه انسانان یو چې د هر مدیر، رئیس، وزیر او پاچا فرمان ته د نامه پرسر لاس ږدو او د هغه د تطبیق او پلي کیدو په پار شپه او ورځ ستړیا ګالو، خو د کایناتو د خالق او مالک او هغه ذات چې زمونږ ژوند او مرګ، زمونږ ټول واک او اختیار د هغه په اختيار کې دی، را لیږلي فرمان ته شا کوو، هغه یوازې د قبر پر سر، د فاتحو په مراسمو او د ویر په ټغرونو لولو او یا یې هم د یوه څیز او معاملې د برکتي کولو په موخه په لاس کې نیسو، ترلاندې یې تېروږو، خو د ژوند په نورو کړنو کې هغه هیروو، هغه بې اغیزې او بې تاثیره ګڼو او داسې انګیرو چې ګواکې دا د الله (جل جلاله) او د انسان ترمینځ فردي رابطه ده، او د انسانانو ترمینځ روابطو او اړیکو کې هیڅ دخل او کار نلري.

دا چې قرآن کریم په ۲۳ کاله کې په تدریج سره او ټوټه ټوټه را نازل شوی، لامل یې دا ؤ چې په طبیعي شکل سره د انسانانو په ژوند کې د هغوی د ستونزو د حل په بڼه تطبیق شي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرو به خپلې ټولې ستونزې له هغه مبارک سره مطرح کولې او حل لاره به یې ترې غوښتله، پیغمبر صلی الله علیه وسلم به د وحې تر راتللو هغوی منتظر کړل او چې د الهي قانون حکم او ماده به د جبرائیل علیه السلام په واسطه را ورسیدله نو خلکو ته به یې واوروله او په هغې باندې به عمل پیل شو، او د هغې سره مخالفت به هغه جرم ؤ چې درنه سزا به یې لیدله، نو په همدې اساس د قرآن کریم په تکمیل سره د هغه اسلامي دولت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې بنسټ ایښی ؤ او هغه یې په خپله مشر ؤ، اساسي قانون هم بشپړ شو او مسلمانان تر قیامته مکلف دي چې هغه په هماغه بڼه تطبیق او پلی کړي.

په موجوده شرایطو کې له الهي کتاب او نبوي سیرت سره څو ډوله تعامل لیدلای شو: یوپلو ته له دین نه سخت او توند تعبیر او تفسیر چې د دین په تیسیر او نرمۍ ولاړ طبیعت سره سر نه لګوي او په پایله کې په تفسیق او تکفیر تمامیږی. دغه تعبیر هم انحراف او د حق له جادې نه وتل دي،

بل پلو ته بیا یو بل ډول تعبیر چې د زمانې او عصر د تقاضاوو په پلمه د دین مختلفې برخې ځنډوي او له تطبیق نه یې غورځوي، چې دغه تفریطي تعبیر دی او په نتیجه کې سیکولریزم او بې دینۍ ته لاره هوارول دي او دغه هم د حق له جادې نه وتل او ګمراهي ده.

لکه څنګه چې اسلام په خپل ذات او طبیعت کې د وسطیت او منځلاری دین دی، نوباید تعبیر او تشریح یې هم په اعتدال او منځلارۍ بنا وي، هغه تعبیر او تفسیر چې د امت موثوقو علماوو (اهل سنت والجماعت)، په پوره امانت سره له صحابه او تابعینو نه تر مونږ را رسولی او د هغه عملي تطبیق چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کې کړی، د حدیثو اوسیرت په کتابونو کې زمونږ په مخ کې پروت دی، مونږ دغه ډول تفسیر او تعبیر ته ضرورت لرو، هغه باید وپیژنو او د هغه په رڼا کې خپل هر اړخیز ژوند برابر کړو.

جمعیت اصلاح په همدې موخه او هدف په ټول هیواد کې د سیرت اونۍ اعلان کړې ده ترڅو ولس ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند او کړندود اصلي نمونې او حقیقي بیلګې مخې ته کیږدي، د هغوی د کړنو او چارو د ارزونې لپاره یوه ښه ترازو او قالب ورکړي او په دې توګه هیواد او ملت ته له موجودې بدمرغۍ نه د وتلو لاره ور په ګوته کړي.
مونږ اړتیا لرو چې خپل ځوان نسل د اسلام له حقیقي تعبیر سره وتړو، ترڅو له هغو ناخوالو نه خوندي پاتې شي چې مونږ پکې

له لسیزو نه سوزو، ددې ترڅنګ هغوی له دین سره وتړو او هغې لارې باندې یې روان کړو چې له هغې پرته د انسان د نجات بله لاره نشته، له هغو افکارو، تصوراتو او اندونو نه یې وژغورو، چې د انسان دنیا ویجاړوي او آخرت یې بربادوي، چې د علامه اقبال شعر یې ښه تعبیر دی:
به مصطفی برسان خویش را که دین همه اوست
اگر به او نرسیدی تمام بولهبی است

عبدالفتاح جواد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب