
نبض (Pulse) څه ته وايي؟
نبض (Pulse)
نبض د وینې هغه چپه ده چې زړه یې شریانونو ته د خپلې درزیدا په وسیله لیږدوي. د نبض اندازه په دې معنا چې یو صحت مند زړه باید له ۶۰ ثانیو څخه په لږ وخت کې خپل دوران بشپړ کړي. د نبض رفتار د کار او ناروغۍ پروخت تغیر خوري نو له دی کبله صحي کارکوونکي د نبض رفتار د استراحت په حال کې معلوموي. د استراحت پر وخت باید د نبض رفتار ۶۰-۹۰ ترمنځ وي. که چیرې د استراحت په حال کې دا تر ۹۰ زیات شي نو ښايي کوم مشکل وجود لري لکه دا شخص اسهال دی نو باید درملنه وکړي.د نبض د رفتار ډیر زیات لوړوالی لکه تر ۱۵۰ پورته او یا هم ډیر زیات لږوالی لکه تر ۵۰ کښته ښایي په زړه کې ستونزه وجود ولري.
د نبض د رفتار معلومول (Determining the Pulse Rate)
د نبض د رفتار معلومولو لپاره باید لاندې مراحل په نظر کې ونیول شي.
- د مریض د نبض د کتلو پر وخت باید ټول صحي اصول او وسایل وکارول شي.
- د شهادت او ورپسې دوهمه ګوته باید د مریض پر کلاي/مړوند د غټي ګوتي پای ته کیښودل شي لکه څرنګه چې په شکل کې لیدل کیږي. دلته د نبض رفتار محسوس کیږي.
- د نبض معلومولو کې صحي کارکوونکې باید د لاس غټه ګوته کار نه کړي ځکه هغه خپله نبض لري.
- د نبض رفتار دې تر ۱۵ ثانیو پورې وشمیري. هر څو واره چې نبض په ۱۵ ثانیو کې حرکت وکړو هغه دې په ۴ څلورو کې ضرب کړي، که چیرې د ۶۰ او ۹۰ ترمنځ نه وو نو شخص مریض دی او باید طبیب ته مراجعه وکړي.
د بیلګې په توګه د یو شخص نبض په ۱۵ ثانیو کې ۱۶ وارې دی نو په لاندې ډول یې صحي وضعت معلوموو.
16*4=64 معلومیږي چې دا شخص صحت مند دی.
تمرین
- له پورته درس څخه په استفادې خپل نبض معلوم کړۍ؟
- لاندې څو ځوابه پوښتنو ته صحیح ځواب انتخاب کړۍ؟
- که چيرې د نبض رفتار تر ۹۰ یو څه زیات وي نو ښایي شخص صحي ستونزه ولري لکه
- اسهال II. د زړه ناروغي III. دواړه صحیح دي
- په لاندې حالت کې د نبض رفتار زیاتیږي.
- د ورزش په حال کي II. د خوب په حال کې
حل
- له پورته درس څخه په استفادې خپل نبض معلوم کړۍ؟
- لاندې څو ځوابه پوښتنو ته صحیح ځواب انتخاب کړۍ؟
- که چيرې د نبض رفتار تر ۹۰ یو څه زیات وي نو ښایي شخص صحي ستونزه ولري لکه
- اسهال II. د زړه ناروغي III. دواړه صحیح دي
- په لاندې حالت کې د نبض رفتار زیاتیږي.
- د ورزش په حال کي II. د خوب په حال کې