ناهیلي ؛ د یو نامعلوم برخلیک په لور | خاطره

ځوی می راته ووييل: چې د ده دیو ملګري کره ځوی شوی وو، وایي ما ترې وپوښتل: د ځوی په پیدایښت خو به خوشحاله یي؟ وایي هغه راته یوه خبره وکړه چې ډیر ناهیلي او افسوس او درد یې په خبره کې پروت وو ، وایي وې ویل : چې خوشحاله یم ، خو بیچاره هیڅ راتلونکی نه لري ، یعنی د وینا څخه یې داسي ښکاریده چې د خپل د زړه سر ماشوم راتلونکي ته ډیر اندیښمند او پریشانه دی ، او د خپل ماشوم راتلونکی تیاره ویني ، زما ځوی وایي په دې خبره ډیر خواشینی شوم ،او د هغو ماشومانو په فکر کې هم شوم ، چې لا یو د بل پسي به زمونږ وطن کې دنیا ته راځي ، او پلرونه او میندې به یې د دوی راتلونکي ته اندیښمند وي ، نو راتلونکی زمونږ په لاس دی ، باید چې دا راتلونکی بدل کړو ،او د هیلو او آرزو ګانو غوټۍ د پلرونو او میندو په زړونوکې د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره و غوړوو .

بل چا په فیسبوک کې ،د یو سر ګردانه انسان تصویر اچولی چې خپل ماشوم یې په غیږ کې نیولی ، او د یو نامعلوم سرنوښت په لور روان دی ، لیکلي یې دي چې خپل ځوی ته وایي ، چې عذر غواړم ځویه چې ما نه شو کولای چې تاته یو ښه راتلونکی او ښه وطن چې ستا د شان سره برابر وي جوړ کړم ،ما وبخښه ځویه ، نو راځئ چې د دې نا هیلي څخه وځو او خپل راتلونکی لکه نورو پرمخ تللي هیوادونو په څیر جوړ کړو .

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب