که ناروغي مو په درملنه ښه نه شوه؟

 

کله چی مونږ د یوی ناروغۍ درملنه وکړو مګر ښه نه شو نو لاندې شونتیاو ته باید پام وکړو:

۱ – ډېر ځل پېښېږی چې د لابراتواري معاینې نتیجه غلطه وي نو که ممکن وي باید نوموړې معاینه بیا وشي.

۲ – د انسان په بدن کې یو شمېر داسې ناروغۍ شته چې سمدستي ناروغ ته کومه ستونزه نه پېښوي نو ښایي د لابراتوار معاینه صحیح او اړونده ناروغۍ په مونږ کې وي مګر دمګړۍ زمونږ ستونزه د دې ناروغۍ له کبله نه وي بلکې ډاکټر د ناروغۍ له نښو نښانو سره له پرتله کولو پرته په پټو سترګو منلي او د هغی په بنسټ یی درملنه کړې وي. د یادونې ده چې که په لابراتواري معاینه کې د راوتلې ناروغۍ نښې نښانې په ناروغ کی نه وي نو د لابراتوار معاینه باید له پامه وغورځول شي.

۳ – یو شمېر ناروغۍ د درملنې سره په ځنډ ښې کېږي نو کله کله د ناروغۍ تشخیص هم سم او درملنه هم سمه وي مګر هغه وخت نه وي پوره شوی چې مونږ د درملنې په ګټه پوه شو.

۴ – ښایي د ناروغۍ تشخیص او درملنه دواړه سم وي مګر درمل کمزوري او قوي درملو ته اړتیا ولري.

۵ – ګڼ شمېر داسې ناروغۍ شتون لري چې له درملنې سره په بشپړ ډول له منځه نه ځي او یوازې د ناروغ تکلیف کم یا آراموي – په دې صورت کې باید ډاکټر ناروغ پوه کړي چې د درملنې موخه د ناروغ د تکلیف په بشپړ ډول له منځه وړل نه بلکې آرامول دي چې له اړتیا سره سم یې باید تل جاري وساتي یا یې یوازې د شدید تکلیف په وخت وکاروي او چې تکلیف یې نه وه نو بند یې کړي.

۶ – داسې هم ډېر پېښېږي چې د ناروغ په معایناتو کې هیڅ ستونزه نه موندل کېږي مګر ناروغ ته تکلیف وي – په دې صورت کې باید روحي ستونزې (تشویش، ژور خپګان او دې ته ورته نورې ستونزې) هیڅکله له پامه و نه غورځول شي.

په درنښت.

ژباړه : داکتر مجتبی عزیزیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب