مېرمنې ته مو توهین مه کوئ

د پوهنتون استاد ډاکتر جان ګاتمن وایي: “د شل کلنو تجربو او څېړنو په پايله کې راته معلومه شوه چې د خاوند او مېرمنې تر منځ تحقیر او توهین د طلاق لپاره لاره هواري.” څلور ډوله خبرې دي چې د تحقیر او توهین څرګندويي کوي:

ډېری مېرمنې نه خوښوي چې په اړه یې قضاوت وشي او یا ورته وویل شي چې ته باید دغه کار ترسره کړې؛ کله چې امریه جملې کاروو، هرو مرو مقابل کس تحریک کېږي او د ځان لپاره دفاعي حالت غوره کوي، دغه ډول خبرې په مقابل طرف کې د منفي خبرو د تولید لامل ګرځي او فضا کړکېچنه کېږي.

۲- طعنه ورکول
ځیني وخت مېړونه خپلو مېرمنو ته د طعنې په ډول خبرې کوي او دغه خبرې د تل په څېر (هېڅکله، دا دې بیا، ډېر، هر وخت، دومره زیات، ټول…) او نورو دې ورته کلمو باندې پیلېږي، ډېر کله دغه خبرې هم په “ته” باندې پیلېږي.
د بېلګې په ډول:

– ته تل د جامو غوښتنه کوې
– ته ټول وخت د غاښونو کرېم پر خپل ځای نه ږدې
– ته ډېره ټنبله یې
– ته هر وخت هېروې چې کوم کار څه وخت ترسره کړې
– ته دومره بې سرشتې یې چې…
ټول پوهېږي چې ته څه ډول یو څوک یې

د خاوند ذهن ته په دې وخت کې یوازې د خپلې مېرمنې په اړه منفي خبرې ورځي او مقابل کس چې مېرمن یې ده، د حقارت احساس کوي او کېدای شي چې په ورته عمل لاس پورې کړي او یا هم خبرې په زړه کې وساتي او د یوې بلې کړنې لامل شي.

په طعنه یي خبرو کې اورېدونکی یوازې منفي خبرې اوري، نو همدلته ده چې د یوازېتوب او نا امیدۍ احساس کوي.

۳- یوه خبره په څو ډوله کېږي
غیر موثره او غوسه پاروونکې جمله “ته ډېره بې عقله یې”موثره جمله “ته یوه هوښیاره ښځه یې، خو نن دې چې کوم کار کړی ډېر عاقلانه نه دی.”
غیر موثره او غوسه پاروونکې جمله “ته یوازې د کور کارونه نه شې کولای، نو څه په درد خورې؟”
موثره جمله “تر کومه چې زه ځیر شوی یم، په دې اونۍ کې دې د کور کارونه سم نه دي کړي.”
غیر موثره او غوسه پاروونکې جمله “ما ته دې هېڅ پام نشته، ستا له وسه هېڅ هم نه دي پوره.”
موثره جمله “پوهېږم چې په دې ورځو کې دې فکر سم نه دی، خو که یو بل ته پاملرنه وکړو څومره به ښه وي.”

۴- د مېرمنې احساساتو ته باید اهمیت ورکړل شي
معلومه خبره ده چې هر انسان هغه که نر وي یا ښځه، احساسات او عواطف لري چې باید ورته احترام وشي. که د غوسې په خت کې د خپلې مېرمنې خبرې ور پرې کړئ او منع یې کړئ، په اصل کې مو د هغې احساساتو ته درناوی نه دی کړی.
په ارامۍ سره خبرې کول، د یو بل ستونزو ته په پوره دقت سره غوږ نیول او یو بل ته بښنه کول دې ستونزو ته د حل تر ټولو ښه لاره ده.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب