مينه ورسره لرم، آيا په تلفون ورسره غږيدلاى شم؟

زما پوښتنه دا ده چې زه ځينی وختونه له يوې نجلۍ سره چې بې حده مې خوښه ده، په مبايل کې غږيږم او له هغې سره خبرې کوم، داسې خبرې چې فحشا پکې نه وي، بلكه عادي د کورنۍ د غړو پوښتنه او چې په ټوله ورځ کې يې کوم کارونه کړي او ځينې وختونه داسې خبرې اترې چې که مو نصيب وي او واده وکړو، بيا به خپل ژوند څنګه پر مخ بيايو. ايا دا خبری کول جايز دي او که نه؟
له ستاسو قدرمنو څخه بايد د زړه له کومي مننه وکړو چې دا ويبپاڼه ډيره ګټوره ده. زه هر کله له دې ويبپاڼې څخه خپلې ستونزی حلوم، که زما د پوښتنو ځواب ژر راوليږى، نو ډير زيات به خوشحاله شم. تاسو قدرمنو ته له خدای څخه د جنت غوښتونکی يم. الله دې د دې نيک کار بدله په دنيا او اخرت كې درکړي.

ځواب:

ګرانه وروره! له اجنبې ښځو سره له كوم شرعي معتبر ضرورت څخه پرته خبرې کول، په تلفون او مبايل له هغو سره مركې او هغو څخه پوښتنې کول د شريعت له مخې جواز نه لري .

محترما! په دې ډول له اجنبي ښځو سره مينه او محبت کول او بيا ورسره دا ډول خبرې کول، لکه تاسې يې چې ورسره کوى، په اسلامي شريعت کې جواز نه لري، هيله ده چې خپل ځان ترې وژغورى او له تيرو کړنو او تماسونو توبه وباسى او له بښونکې الله تعالى څخه بښنه وغواړى، ځکه چې دا ډول مينه، محبت او تماسونه د نفس او شيطان په وسوسه را منځ ته کيږي او سخته ګناه ده، چې دې ته د خولې او غوږونو زنا ويل کيږي.
که ته دا وايې چې زما ورسره مينه او محبت دى، نو دا کومه خدايي مينه او محبت ندى او بله دا چې دا ډول کارونو خطرناک نتائج او پايلي له ځان سره لري.

که چېرې زړه دې ترې نه صبريږي او غواړې چې نکاح ورسره وکړې، نو په شرعي توګه يې د نکاح کولو کوښښ وکړه، ريباران ورواستوه تر څو له دې مصيبت څخه خلاص شې او که د نکاح کولو اراده يې درسره نه وي او يا يې پلار او سرپرستان په نکاح نه درکوي، نو بيا له دې کار څخه په جدي توګه لاس واخله او د چا له حياء او ناموس سره دا ډول تماسونه او يارانې مه جوړوه.
بله دا چې دا ډول کارونه له غيرت څخه خالي وي، که څوک غيرت او خپل ناموس ولري نو دا ډول کار ته زړه نه ښه کوي، په دې اړوند ته فرض کړه چې که ستا خور يا لور…. سره څوک دا ډول تماس نيسي، نو ته ورباندې خفه کيږې که نه؟

که چيرې دا کار د خپل ځان لپاره نه خوښوې او طبيعي ده چې نه يې خوښوې نو د نورو لپاره يې هم مه خوښوه او داسې يې وګڼه لکه ستا خپله لور او خور چې وي.
په دې همدې توګه زما ټولو مسلمانو وړوڼو او خويندو ته همدا نصحيت دى چې له دې ډول غيرشرعي او غيراخلاقي روابطو څخه په جدي توګه ځان وساتي.
والسلام

مفتي: مولوي امين الله ازره وال

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب