مينه د … وه چې …
مينه د “علي” وه، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ځای د هغه په بستره کې څملي او ښه پوهيږي، چې ټول قوم د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وژنې لپاره راټول شوی دی او په همدې بستره کې به مړ کېږي.
مينه د “صديق” ده، چې رسول الله ﷺ ته غار ته له ننوتلو مخکې وایي: ته ودرېږه مه ورننوځه، لومړی به زه ورشم که څه مضر شی په کې وي چې زه ورسره مخ شم او تاته ضرر ونه رسوي.
مينه د “بلال” وه، چې د خپل محبوب رسول ﷺ څخه وروسته یې آذان پرېښود، کله چې ترې عمر رضی الله عنه د آذان غوښتنه وکړه نو له آذان وروسته یې د خپل محببوب ﷺ په فراق کې دومره وژړل چې ټول عمريې نه و ژړلي.
مينه د رسول الله صلی الله عليه وسلم وه، چې ويل يې “د عايشې په حق کې مې مه خفه کوئ”.
مينه د “زبير” ده، چې د رسول الله ﷺ د قتل آوازه اوري، په داسې حال کې چې ۱۵ کلن ځوان دی، توره را اخلي او غواړي قاتل پيدا او ويې ژوني.
مينه د “ﺭﺑﻴﻌﺔ ﺑﻦ ﻛﻌﺐ” ده، کله چې ترې رسول الله صلی الله عليه وسلم پوښتنه کوي، چې څه ته اړتيا لرې؟
هغه ورته وایي: په جنت کې ستا ملګرتيا.
مينه د “د بني دينار مېرمنې” ده، کله يې چې د احد په جنګ کې خاوند، پلار او ورور شهيدېږي، د هغوی په مرګ اوښکې تويوي، خو کله چې رسول الله ﷺ ژوندی ګوري نو بې اختياره وایي ستاسو له ژوندي ليدلو وروسته نور ټول غمونه هېڅ دي.
مينه د”ﺛﻮﺑﺎﻥ” ده، چې کله ترې رسول الله ﷺ پوښتنه کوي: دا رنګ دې ولې الوتی دی؟
هغه ځواب ورکوي: نه کوم مرض او نه کوم درد لرم خو چې تاسو ونه ګورم، سخته وېره رابانې حاکمه شي تر هغې چې سترګې مې په تاسو ولګي.
مينه د “ابوبکر” ده، کله چې رسول الله ﷺ مرګ ته نزدې شو نو سخت ژاړي، رسول الله ﷺ ورته وایي مه ژاړه که مې له الله پرته بل خليل (دوست) نيولی نو ابوبکر به مې خليل وی.