مياشی او په قرآن کې يې د ذکر بيان

 

نوي او معاصر علم دا ثابته کړې چې مياشی سل سترګې لري، او په خوله کې يې ۴۸ غاښونه دي، په خيټه کې يې درې زړونه دي، په پوزه کې يې شپږ چړې دي چې د هرې يوې لپاره بيله بيله وظيفه ده.

او په هر طرف کې يې درې وزرې دي چې دګرموالي ماشين هم ورسره دی، او د لمر د وړانګو په څير کار کوي، همدارنګه د وينې د معلومولو لابراتوار هم لري نو ځکه هره وينه نه کشکوي، او د شامې قوت يې دومره تيز دی چې دانسان بوی ۶۰ کيلو متره پورې حس کوي.

او تردې ټولو برسيره عجيبه يې داده چې د ملا له پاسه يې يوه کوچنۍ حشره هم ژوند کوي، چې د ذره بين څخه پرته په سترګو نه ليدل کيږي، چې دا د الله ﷻ د دې قول تصديق او حقيقت څرګندوي چې فرمايې:  ﴿إِنَّ اللَّهَ لا يَستَحيي أَن يَضرِبَ مَثَلًا ما بَعوضَةً فَما فَوقَها…﴾ [البقرة: ٢٦]

يقينا الله د دې کار څخه حياء نه منعه کوي چې په مياشي سره يو مثال بيان کړي او په هغه شي چې ورپورته ترې وي.

يعنې د الله ﷻ عظمت، کبرياء او لويې ددې مانع نه ده چې د مياشي او د هغه څخه غټ شی لکه مچ او غڼه، او يا د مياشې څخه په حقارت او صغارت کې ورپورته شي مثال بيان کړي، او دا ځکه چې د مثال حقارت د مثال ورکوونکي په حقارت دلالت نه کوي، او نه د دواړو ترمينځ موافقت ښيي، بلکې مثال د ممثل د توضيح او تفصيل لپاره وي په هغه کې د حقارت او عظمت څه بحث او مباحثه نه وي.

او بله دا چې الله ﷻ ټول مخلوقات (لوی دي او که واړه) د حکمتونو په اساس پيدا کړي دي او په خپل کتاب کې يې د نومونو ذکر هم د حکمتونو په بنياد بيانوي.

لکه څنګه چې د کوچنيو مخلوقاتو پيدا کول د شرم کار نه دی همدارنګه د مطالبو د توضيح په اساس د هغو د نومونو ذکر هم د شرم کار نه دی.

هو! د ذکر شوو شيانو د نومونو د اخيستلو په نسبت بنيادمان په دوه وو ډلو سره ويشلې کيږي، چې د يوې ډلې (مؤمنانو) ورباندې ايمان قوي کيږي، او بله ډله (مشرکين او يهود)  په خپل کفر او ګمراهۍ کې نور هم ور ډوبيږي.

نو په دې بنا د کفارو او مشرکينو او يهودو او نورو ناپوهانو هغه اعتراض بې ځايه او د اوريدلو وړ نه دی چې ويل به يې:  الله پاک د دومره عظمت، کبرياء او لويي سره سره ولې د داسې حقيرو شيانو ذکر په قرآن کې کړی.

او يا به يې ويل: که دا قرآن په رښتيا سره د الله ﷻ لخوا نازل شوی وی نو په دې کې به د کوچنيو او حقيرو شيانو د نومونو ذکر نه وی، لکه: مچ، غڼه او داسې نور. نو پورتنی آيت په دغه اعتراضونو رد دی.

لیکوال: ډاکټر اظهارالحق عزیز

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب