موباييل ټيليفون له ډیر استمعال څخه سرطاني ناروغي خطر پیدا کیږې

روغتيا د نړيوال سازمان د سرطان د څيړونو مركز اعلان وكړ چې  د موباييل ټيليفون  لخوا خپريدونكي الكتروماينيتيك  څپې  د سرطان  د ناروغيو خطر  ډيروي  او نوموړې  ناروغۍ  ته  لار پرانيزي.

د نوموړي  مركز  په اند د موباييل ټيليفون الكتروماينيتيك  څپې  په ځانګړې توګه مغزي سرطان ته لار پرانيزي.

د موباييل كارونكي  تر ټولو زيات  د مغزي سرطان د ناورغيو د ګواښ سره مخامخ دي.

د نوموړي مركز لخوا په شوو څرګندونو كې ويل شوي  دي د موباييل د ټيليفون الكتروماينيتيك څپې  تر ټولو زيات  په ځوان  نسل  او ماشومانو ډيرې بدې اغيزې كوي.

د ۱۴ هيوادونو د عالمان په ګډون  د شوو علمي  څيړونو پايلې  په فرانسه كې اعلان شوي يادولو وړ ده چې په نړۍ كې د موباييل ګرځنده ټيليفونونو بازار  د ۱۹۸۰ كلونو نه وروسته د ورځ په تيريدو په چټكې سره  د پراختيا په حال كې دى. نن  ورځ په ټوله نړۍ كې  پنځه ميليارده تنه  انسانان  د موباييل ټيليفون نه  استفاده كوي.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب