مهربانه مورکۍ
له هغه ورځی څخه چی می سترګی د بشر په کورکښی ولګیدې او په غوږ کښی می اللهی ناره واوریده پوه سوم چی سترڅښتن ج د مسلمان پرکور پیرزو کړی یم له همهغه وخته یی دیوه داسی چا پرغیږه پرې ایښی یم چی نننۍ نړی یی په کارنامو ویاړی هغه هغه ستره اللهی تحفه ده چی مورجانه ده .
په کوچنیوالۍ دمور دمینی او عاطفې نرمه او خوږه وینا دمور دپاکی او مقدسی غیږی نرمه غذا او همدا ډول ځینی نوری اللهی پیرزوینی وی چی دمور له برکته می نصیب سوی وی دا ټول هغه څه وه چی زما وژوند ته یی د خوشحالی احساس ورکاوه او هم می په دی سره خپل ژوند تل همداسی دخوښیو او کامیابیو څخه ډک لیدې خو کله چی موعمر یوڅه د پخوالی اندازې ته ورسیدی مورجانی به راته د غیرت خبری کولې.
دپخوانیو اتلانو کارنامې به یی راته بیانولې اوما ته به یی ضمآ ددې درس راکوی چی د سیالانو سره سیال واوسم او هم به یی همدا خبره کول زویه ته دسیالی حق لری ته سیال اوسیدلی یی چی داخبری به می پرزړه ډیری خوندوری لګیدې او دمورجانی په همدی ښکلو خبرو سره می د ځان لپاره ښه راتلوونکی لیدی او هم په دې ښه پوهیدم چی دمورکۍ داخبری بې څه نه دی ولی غرکه هرڅومره لوړ دی خو پرسر لاره لری نو انسان که هرڅومره کوښښ وکړی ددی امکان یی سته چی ځان دسیالی لپاره اماده کړی هوکي یووخت می مورکۍ ته وویل چی مور جانی اوس دادی ځوان سوی یم دځوانی موسم می دی څنګه دچالپاره او دچاسره سیالی وکړم چی مور جانه می دپخوا په پرتله ډیره سپین سرې سوې وه او بیایی هم دمهربانی څخه په ډکه لحجه هم هغه خبره راته کول چی دسیالانو سره اما اوس یی خبره یوڅه بل اړخ درلودی هغه داچی د هغو سیالانو سره کوم چی غواړی ټولنه ،هیواد ،اولس او حتی خپله ځان د سیالی لپاره په مثبت رقابت کښی اچوی ما می له مورجانی څخه ددې خبری توضیحات وغوښتل چی تایو وخت سیالۍ یادول او اوس مثبت رقابت هم یادوی چی مورکۍ راته تبصم وکړاو بیایی په ورین تندی راته داسی وویل .
مورکۍ : بچه ته اوس پخپل خیراوشر ښه پوهیږې او دا درک کولای سی چی انسان باید بلون رامنځته کړی حرکت وکړی او ځان تر خپل هدفه پوری ورسوی ته خبر یی چی په یوه ټولنه کښی بدمرغی رامنځته کیدل ،جنګ ته ادامه ورکول او داولسنو ترمنځ بی اتفاقی هغه څه دي چی دمنفی رقابت زېږنده اوهمدارنګه داټوله دمنفی رقابت نتیجه ده چی انسانان له انسانی چوکاټه باسی او حتی یو داسی کندی ته یی اچوی چی بیا یی خلاصیدل ډیرپه مشکیله وی نو که غواړی چی ددې هرڅه څخه په امن کښی سی نو زما خبری دیوې مور په صفت تر هر وګړی ورسوه او د منفی رقابت دمنفی نتیجې څخه یی خبرکړه ترڅو یو سالم باارزښته او مخکښه ځوانان واوسی او خپله دامېنه په خپلو مثبتو رقابتونو د خوښیو سلسله کړی .
کاشکي ځوان نه واي
کاشکی ځوان نه وای داهغه مایوسانه او ډیره زړه دردونکې خبره ده چی ځوانان بیخی تر اخره سرحده پوری مایوسه کوی خو که ځوان فکر وکړی او په ژوند کښی په دې پوه سي چی دا خبره په کومو پړاونو کښی ځوان ته راجع کیږی .
ځوانان دیوې ټولني بقاده دیوه هیواد دملاتیردحیثیت لری او ددې ټولو سره سره دیوی ټولني په وړاندی ستر مسولیتتونه لری چی باید په صادیقانه ډول سره یی اداکړی .
ځوانان دیوه اباد او پرمختللی هیواد لپاره یوه سرغنه بللای سو داځکه ځوانان ښارونه جوړوی او په دې ستر کار کښی اجتماعی ژونداوښاری فرهنګ رامنځته کوی ترڅو پخپل لاس جوړ سوی ښارونوکښی ښه ټولنیز اوګډ ژوند وکړی چی داټوله دځوانانو دهڅو برکتونه دی اما دیوه هیواد او یوې ټولنۍ داټول ارمانونه بیاهله په اوبو لاهو سی کله چی دهغی ټولني ځوانان دملی احساس څښتان نه وی او هیڅ دخپلی ټولنی درد نه احساسوی چی داډول ځوانان نه یواځی چی ځوانان نه سو بللای بلکی ددې ټولو پدیدو سره سره ټولنه هم ځینی ناامیده وی .
په یوه ټولنه کی که څه هم زیات پرمختګونه رامنځته سوی وی او دترقی څرک یی اخیستی وی اما بیاهم په وړاندی یی لوی چلینج یو اونیم هغه ځوانان دی چی هیڅ ملی احساس نه درک کوی او دخپل ژوند ورځی اوشپې په بی پروایی حالت کښی تیروی چی ډول ځوانان ښه راتلوونکی نلری ،
که څه هم په ښارونو کی دبیاجوړتیا ترڅنګ دښارونو سرسبزی اوج ته رسیدلې وي او تفریح ځایونه یی پریمانه وي خوبیاهم هله سړی دمایو سی احساس کوی چی ځوانان دتفریح لپاره میلی کوی دخپل ښار په ښاری ژوندویاړی او دخپلو هڅاندو ځوانانوننګه کوی خو کله چی دوی هم دتفریح پرمهال خپل ملی احساس ترپښولاندی کړی دخپلو ځانونولپاره تیارسوی خواړه وخوری اوهغه پاته شونې یی بیله کوم زحمته همدلته پریږدی او هیڅ ملی احساس نه ورته دریږی چی تفریح خومووکړه اوس نو باید لومړی ددی خلګوکورودانی ووایو چی زموږ لپاره یی داسی څه رامنځته کړی چی باید په وویاړو خو هغه یی په بلاپسې دونده خوباید چی ووایو چی ملی احساس خوهیسی هم نلرو ولی چی همدلته موځانونه امتحان کړه چی خپل پاته شونی همدلته پریږدو خو دخپل زړه سره په ښه قضاوت کښی باید دافیصله وکړو چی کاشکی ځوان نه وای ولی چی څوان یوه ډیره پاکه او سپېڅلې کلیمه ده چی دڅوان لپاره استعمالیږی هغه دهغه ځوان لپاره چی دټولني درد ورسره وی اوپخپل ښار یی خوابدیږی نو ددې لپاره چی موږ حقیقی څانونه ځوانان ثابیت کړی وی نو باید همدا ووایو چی ځوان دخدمت او پرمختګ نماینده دی