د مور او پلارڅخه سرغړونه- لوی ګناهونه

الله  جل جلاله  د مور او پلار د حقونو په اړه فرمايلي دي: َقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا}۲۳{(1)او ستا رب حكم كړى  دى  چي له هغه پرته بل څوك مه لمانځى ،دمور او پلار  سره ښېګڼه كوئ . ( يعني نيكي ، مهرباني او ښه ورسره كوى ) ( إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَاوَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا}۲۳  (1)                داايات بايدله پورتني ايات سره متصيل شي بيايې وژباړئ كه ستاسې سره يو له هغوى يا دواړه زړښت ته ورسيږي نو هغوى ته د اف قدرې ( شى ) مه وايه ، مه يې رټه او په درناوي ورسره خبرې كوه .

يعنې كله چې دوى زړښت ته ورسيږي د خفګان خبرې مه ورته كوى او ښه دا ده چې خدمت يې وكړى لكه څرنګه چې يې ستا خدمت كړى و ، دوى ستا تكليفونه ستا د ژوند په امېد تېرول او ته د دوى د مرګ په امېد تېروې ،  الله جل جلاله  بل ځاى فرمايلي دي:وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيمًا}23 (۱) په درناوي خبرې ورته وكړئ ،( يعنې خوږې خبرې ورته وكړئ )وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا }24{  (1) په رحمت سره هغوى ته ماته غاړه اوسيږئ او داسي ووايه ، اى زما ربه ! پر دواړو داسې رحم وكړې لكه زه يې چې وړوكۍ روزلۍ يم .

 الله  جل جلاله  په بل ايت كې فرمايلي دي : أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ إِلَيَّ الْمَصِيرُ}14{(2)زمااودخپل موراوپلارشکروباسه او زما په لور دي راتګ دى .

ابن عباس  رضی الله عنه  وايي: ( درې اياتونه داسي سره پېوسته دي چې درې شيان په كې راغلي دي او هر ايت د يو بل څخه نه جدا كيږي.

اول: د  الله  جل جلاله  قول دى : أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ)54( د  الله  جل جلاله  او پېغمبر صلی الله علیه وسلم پيروي ( خبرې ) ومنئ.څوك چې د  الله  جل جلاله  خبره مني او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم خبره نه مني دا صحيح نه ده.

 دويم:د  الله  جل جلاله  قول دى :وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ}43{ لمونځ اداء كړئ او زكات وركړئ .څوك چې لمونځ كوي او زكات نه وركوي دا هم صحيح نه ده.

 درېم: د  الله  جل جلاله  قول دى : أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ }14{ زما او  د خپل مور او پلار شكر وباسئ .څوك چې د  الله  جل جلاله  شكر باسي او دمور او پلار شكر نه باسي دا هم صحيح نه ده .

 همدا ډول پېغمبر صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمايلي دي : ( رضى الله فى رضى الوالدين وسخط الله فى سخط الوالدين ) د الله  جل جلاله  رضاء د مور او پلار په رضاء كې ده او د  الله  جل جلاله  قهر د مور او پلار په قهر كې دى.د ابن عمر  رضی الله عنه  څخه روايت شوى دى وايي : ( يو سړى پېغمبرصلی الله علیه وسلم ته راغى  د پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه يې اجازه وغوښتله چې جهاد ته ورسره ولاړ شي ، پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وويل : ( احى والدلك ؟ ) قال نعم ، قال : ( ففهيما فجاهد )

 مور او پلاردي ژوندي دي ؟ سړيوويل : ( هو)  پېغمبر ورته وويل :ته ددوى دواړوپه خدمت سره جهادوکړه ) داحديث په صحيحنو كې راغلى دى .وګورئ پېغمبر صلی الله علیه وسلم څرنګه د مور او پلار خدمت ته په جهاد باندې لوړوالى وركړى دى دا حكم په هغه حالت كې دى چې نفير عام نه وي او كه چيري نفير عام وي بيا خو جهاد په ټولو باندې فرض دى په اوس وخت کې د دیهودو ،عیسویانو،هندوانواو نورو مشرکینو خلاف جهاد فرض عین دی نو په اوس وخت کې په افغانستان کې نفیرعام دی .

په صحيحينو كې روايت شوى دى چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم وويل : ( الا انبئكم باكبرالكبائر الاشراك بالله وعقوق الوالدين )

 ( آيا د لويو څخه د لويو ګناهونو خبر درنه كړم : ( د  الله  جل جلاله  سره شريك نيول او د مور او پلار سرغړونه كول دي ) وګورئ څرنګه پېغمبر صلی الله علیه وسلمدمور او پلارسره بدي او ښېګڼه كول د  الله  جل جلاله  سره د شريك نيولو سره يو ځاى كړي دي ، په صحيحينو كې همدا ډول بل روايت شوى دى چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم وويل : (لايدخل الجنة عاق ولامنان ولامدمن خمر ) جنت ته به دمور او پلار سرغړونكى ، دنيكۍ يادونكى  او همېشه شراب څښونكى نه ننوځي . پېغمبر صلی الله علیه وسلم په بل حديث شريف كې فرمايلي دي :

 ( لوعلم الله شياً ادنى من الاف نهى عنه ، فليعمل العاق ما شاء ان يعمل ، فلن يدخل الجنة ، وليعمل البار ماشاء ان يعمل فلن يدخل النار )

 كه  الله  جل جلاله  ته د ( اف ) څخه بل شى كم ښكاره كېداى نو هغه به يې منع كړى واى ، دمور اوپلار سرغړونكى  به جنت ته نه ننوځي نو هر څه يې چې زړه غواړي ودي كړي او ښه كوونكى به دوزخ ته نه ننوځي نو هر څه يې چې زړه غواړي ودي كړي .

پېغمبر صلی الله علیه وسلم بل ځاى فرمايلي دي : ( لعن الله العاق  لوالديه )  الله  جل جلاله  دمور او پلار په سرغړونكي لعنت وايي . پېغمبر صلی الله علیه وسلم بل ځاى فرمايلي دي  : ( لعن الله من سب اباه ولعن الله من سب امه ) څوك چې دپلار سره سختي كوي  الله  جل جلاله  ورباندې لعنت وايي او څوك چې د مور سره سختي كوي  الله  جل جلاله ورباندې لعنت وايي . پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي :

 ( كل الذنوب يوخر الله نها ما شاء الى  يوم القيامة الا عقوق الوالدين فانه يعجل لصاحبه ) كه  الله  جل جلاله  وغواړي د ټولو ګناهونو عذابونه د قيامت ورځې ته وروسته كوي مګر دمور او پلار سرغړونكيته مخكې په دنيا كې سزا وركوي ، كعب الاحبار رحمة الله علیه وايي: (  الله  جل جلاله  هغه كس ژر هلاكوي او عذاب ورته تياروي چې دمور او پلار نافرمانه وي او دهغه كس عمر زياتوي چې دمور او پلارسره نيكي او ښېګڼه كوي او چې  مور او پلار يې  اړ شي نفقه يې كوي او خوراك يې تياروي .)

پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته يو سړى راغى وې ويل :اى د الله  جل جلاله  پېغمبره ! پلار مې غواړي چې زمامال راڅخه واخلي پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وويل : ( انت ومالك لابيك ) ته او مال دي ستا دپلار دي . دكعب الاحبار رحمة الله علیه څخه پوښتنه وشوه چې دمور او پلار نافرمانه څوك دى ؟ كعب الا حبار رحمة الله علیه ورته وويل : هغهكس دى چې مور او پلار يې ورسره مهرباني كوي او هغه يې بې عزتي كوي ، دڅه شي غوښتنه چې ورڅخه وكړي هغه يې نه وركوي او كله چې امانت ور وسپاري خيانت په كې كوي .

دابن عباس  رضی الله عنه  څخه پوښتنه وشوه چې په اعراف كې څوك اوسيږي او اعراف څه شى دى ؟ ابن عباس  رضی الله عنه  ورته وويل : ( اعراف دجنت او دوزخ تر منځ يو غر دى  چې مېوه لرونكې ونې لري او نهرونه په كې بهيږي او هغه كسانپه كې اوسيږي چې جهاد ته دمور او پلار داجازې پرته تللي وي او بيا شهيدان شوي وي ، څرنګه چې د الله جل جلاله  په لاره كې وژل شوي كسان به دوزخ  ته نه ننوځي اودموراوپلار سرغړونكي به جنت ته نه ننوځي نو ددې كبله دا كسان اعراف ته ليږل كيږي . تر هغه وخت پورې به په اعراف كې اوسيږي تر څو چي  الله  جل جلاله  فيصله وكړي او بياامر  ورته وكړي چې جنت او يا ودوزخ ته ولاړ شي .

په صحيحېنو كې روايت شوىدى  چې يو سړى پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغى وې ويل : (اى د الله  جل جلاله  پېغمبره ! په ما باندي څوك ډېر حق لري ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورتهوويل : ( ستا مور ) سړي وويل بيا څوك ؟

پېغمبر صلی الله علیه وسلم بيا ورته وويل : ( ستا مور ) سړي وويل بيا څوك ؟ پيغمبر بيا ورته وويل : ( پلار او بيا دهغه څخه وروسته خپلوان ) دمور حق له دې كبله د پلار د حق څخه زيات دى چې مورنسبت پلار ته د اولاد سره ډېر تكليفونه ګالي،  لكه دزيږيدنې ، تى وركولو او دشپو سهارولو او بله دا چې مور نسبت پلار ته ډېره مهربانه هم وي

ابن عمر  رضی الله عنه  يو سړى  وليد چي خپله مور يي په شا كړي وه او دكعبي شريفې طواف يي پرې كاوه هغه سړي ابن عمر رضی الله عنه  ته وويل : ( اى ابن عمره! ستا په خيال سره ما ددې حق ور پوره كړ ؟ ابن عمر  رضی الله عنه  ورته وويل : ( نه دې چې ستا دزېږېدنې پر وخت كوم تكليف تير كړى دهغه يوه درد بدله همنه شې ورپوره كولاى ، خو  الله  جل جلاله  به تا ته په دې لږ شي ډېر ثواب دركړي .

حضرت ابي هريرة  رضی الله عنه  روايت كړى دى چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم وويل : ( اربعة نفر من حق على الله ان لا يدخلهم الجنة ولا يذ يفهم نعيمهم! مد من خمر واكل الربا واكل مال اليتيم ظلما والعاق لوالديه الا ان يتوبوا

 په  الله  جل جلاله  باندې د څلورو كسانو حق دى چي جنت ته به يي نه ننباسي او د نعمتونو خوند به هم نه ورښيي: همېشه شراب څښونكى ، سود خور، په ظلم باندې ديتيم د مال خوړونكى او دمور او پلار دامر سر غړونكى  مګرنه هغه كس چې توبه وباسي .پېغمبر صلی الله علیه وسلم په بل حديث شريف كې فرمايلي دي : (جنت دمور او پلار تر قدمونو لاندې دى )

يو سړى ابو الدرداء ته راغى وې ويل : ( اى ابو الدرداء ! ښځه مې كړې ده مور مې راته وايي چې طلاق وركړه ) ابو الدرداء ورته وويل : ( دپېغمبر صلی الله علیه وسلم  څخه ما اوريدلي دي چې ويل يې : ( الوالد اوسط الابواب الجنتة فان شئت فاضع ذالك الباب او احفظه ۱ ) مور دجنت منځنۍ دروازه ده كه زړه مو غواړي وې غورځوى او يا يې وساتى .

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  په بل حديث كې فرمايلي دي : ( ثلاث دعوات مستجابات لا شك فيهين:دعوة المظلوم ودعوة المسافر و دعوة الوالد على والده ۲ )درې دعا ګانې بې شكه منل كيږي: دمظلوم دعا، د مسافر دعا او دپلار دعا و خپل زوى ته.

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  بل ځاى فرمايلي دي : ( الخالة بمنزلة الام ۳ )ترور دمور په مرتبه ده . يعنې څرنګه چې دمور سره ښه چلنداو رويه كيږي همدا ډول د ترور سره بايدنېكه او ښه رويه وشي او  د ترور سره ښه كول دومره ثواب لري لكه څوك چې د خپل مور سره ښه وكړي.

وهب بن منبه روايت كړى وايي : ( الله  جل جلاله  موسى  علیه السلام  ته وحې وكړه او ورته يې وويل : ( اى موسى ! د مور او پلار دي عزت كوه ، څوك چې دخپل مور او پلار عزت كوي الله  جل جلاله  به د هغه كس عمر زيات كړي او بل داسي زوى به وركړي چې د ده عزت وكړي او څوك چې دمور او پلار څخه سرغړونه كوي الله  جل جلاله  به د هغه  كسعمر لنډ كړي او بل داسي زوى به وركړي چې د ده امر به نه مني .)

ابوبكر بن ابى مريم وايي: ( په تورات كې مې ولوستل چې څوك خپل پلار ووهي هغه كس ووژنئ .) وهب بن منبه بيا وايي :  په تورات كې مې ولوستل چې څوك دمور او پلار سرغړونكى وي هغه كس غرغره كړى.

عمرو بن مرة الجهنى  رحمة الله علیه  روايت كړى دى وايي:  يو سړى پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ته راغى وې ويل اى دالله  جل جلاله  رسوله! ته مې وينې چې پنځه وخته لمونځ كوم ، روژه نيسم ، زكات وركوم او حج ته هم ځم نو زما د دې كارونو اجر به څه وي ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ورته وويل : ( امن فعل ذالك كان مع النبين والصديقين و الشهداء والصالحين الا ان يعق والديه ) ۱ )څوك چې دا ډول كارونه كوي ، د مور اوپلار  سرغړونه يې هم نه وي كړې هغه به د قيامت په ورځ د نبييانو،صديقانو ، شهيدانو او نيكانوملګرى وي. مګر د مور او پلار سرغړونكى به نه وي )

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  په بل حديث شريف كې فرمايلي دي : ( لعن الله العاق الولديه ) الله  جل جلاله  دمور او پلار په سرغړونكي لعنت وايي .

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ويلي دي: ( رايت ليلة اسرى بى اقوما فى النار معلقين فى الجذوع من النار فقلت يا جبريل :من هولاء :الذين يشتمون اباءهم وامهاتهم فى الدنيا ۲ )د اسرىٰ په شپه مې يوه ډله خلك وليدل چې د دوزخ په ونو پورې ځړول شوي وو، جبرائيل  علیه السلام   ته مې وويل دا څوك دي ؟ جبرائيل  علیه السلام  راته وويل: (دا هغه كسان دي چې په دنيا كې به يې خپل مور او پلار ته بدرد ويل .)

څوك چې خپل مور او پلار ته كنځلې كوي په قبر كې به د اور سكروټې دباران دڅاڅكو په ډول پرې را اوريږي. په يو بل روايت كې راغلي دي چې كله د مور او پلار سرغړونكى په قبر كې  كېښودل شي قبر به تر دې اندازې پرې راتنګ شي چې د يو اړخ پوښتۍ به يې په بل اړخ كې ورننوځي ، ( دقيامت په ورځ باندې به دټولو څخه سخت عذاب د درېو كسانو وي : مشرك ، زنا كار ، دمور او پلارسرغړونكى.)

بشر رحمة الله علیه  وايي : ( څوك چې خپل مور ته د دې لپاره نزدې شي چې خبري يې واوري  نوموړى كس د هغه چا څخه هم غوره دى چې دالله  جل جلاله  په لاره كې توره چلوي ) يعنې مور او پلار ته په مينه كتل د هر شي څخه ډېر ثواب لري .

يو سړى اومېرمن پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ته راغلل  چې پر خپل زوى يي جنګ كړى وو. پلاره يې ويل چې دى ما ته په برخه كې رسيږي او مور يې ويل چې نه ما ته په برخه كې رسيږي ، لومړي سړي پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ته وويل : اى دالله جل جلاله   رسوله! دا هلك ما ته رسيږي ځكه چې زما د شا څخه پيدا شوى دى ، بيا مېرمنې وويل : اى دالله  جل جلاله  رسوله! دې سړي خو دا اسانه ګڼلې ده ، ما خو ډېر تكيلفونه ورسره ګاللي دي : په ډېر تكليف سره مي زېږولى دى او پوره دوه كاله مي تى وركړى دى ، په اخر كې يې پېغمبرصلی الله علیه وسلم  سوله داسيوكړه چې كوچنى يې مېرمنې ته وكړ.۱ )

نصيحت

اى دسختو حقونو ضايع كونكې ! دمور او پلار دنيكۍ په بدل كې سرغړونه ورڅخه كوې. اى دفرض حقونو هېرونكې او د خپل كارونو څخه ناخبره! دمور او پلار عزت په تا باندې فرض دى .

مور اوپلار ته دي بدرد وايې او بيا ګمان هم كوې چې جنت ته به ځې او حال دا چې جنت دمور او پلار تر قدمونو لاندې دى ، نهه (9) مياشتې چې دنهه كلنو په ډول وې  ته مور په خپله خېټه كې ګرځولى يې دزيږيدنې په وخت يې دمرګ څخه هم سخت تكليفونه درباندې زغملي دي ، دخپلې سينې څخه يې دوه كاله شيدې دركړي دي، بې خوبۍ يې تيري كړي دي او شپې يې سباكړي دي ، په خپل لاس يې ستا ( ګند )  پاك كړى دى ، او ته يې د خپل خوراك ، څښاك او پوښاك څخه هم غوره كړى وې ستا سره يې ډېره مينه كوله،كه مريض به شوې مور به دي درباندې ډېره غمجنه وه ، د درملنې لپاره به يې په خپلو پيسو ډاكټرانو ته وړلې ، كه مور ته ستا د ژوند او مرګ اختيار وركړى شوى واى دې به ستا ژوند په چغوـ چغو غوښتلاى واى ، خو ددې ټولو نېكيو سره ـ سره تا ورسره څوـ څو وارې بد اخلاقيوكړه خو بيا هم مور درته په پټه او په ښكاره دهدايت غوښتنه كوي .

اوس چې مور دې بوډۍ  شوه او تا ته اړه شوه ، تا ته ترټولو شيانو څخه سپكه او بې ارزښته شوه؟ ځان دي په داسي حال كې موړكړ چې مور دي وږې اوتږې وه . د دې نيكۍ دې هيرې كړې  خپل اولاد ته دي پام دى پر هغوى مهرباني كوې ، ديواځيتوب په داسې حال كې چې ستا څخه يې پرته بل مرستندوى هم نشته ژوند يې درباندي وغمېدى او ډېر اوږد شو حال دا چې د دې عمر ډېر كم دى ، امر يې درته سخت ښكاري او په داسې حال كې چې امر يې ډېر اسانه دى.

 . هو الله  جل جلاله  مور او پلار  ته د ( اف ) قدرې الفاظو وېلو څخه هم منع كړى ده  او په دې اړه  يې په قرانكريم كې د ډېرو عذابونه يادونهكړې ده.

هو ژر ده چې الله  جل جلاله  په دنيا كې د دې سرغړونو سزا دركړي او په اخرت كې دي د خپل رحمت او مهربانۍ څخه بې برخي كړي .

الله  جل جلاله  وايي : ذَلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ يَدَاكَ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلاَّمٍ لِّلْعَبِيدِ {10}۱ ) دا سزا دهغه عمل له كبله ده چې ستا لاسونو وړاندې ليږلې وه او الله  جل جلاله  پر خپلو بنده ګانو ظلم كوونكى نه دى .

لامك حق لو علمت كثيــر  كثيرك يا هذا لديه يسير
فكم ليلة باتت بثقلك تشتـكي
 لها من جواها انة وزفير
وفى الواضع لو تدري عليها م
ــشقه      فمن غصص منها الفواد يطير
وكم غسلت عنك الاذى بيمي
ـنـيها      ومت حجرها الا لديك سرير
وتفديك مما تشتيك بنفس
ــــها     ومنثديها شرب لديك نمير
وكم مرة جاعت واعطتك
قـوتها   حنانـاواشـفاقاوانتصغير
فاها لذي عقلا ويتبع الهــ
ــواى      واها لاعمى القلب وهو يصبر
فدونك فارغب فى عميم دع
ـائها    فانت لما تدعو اليه فقيـر
اى د مور اوپلار د حقونو ضايع كوونكيه! د 
مور اوپلار په تا باندې ډېر حقونه دي . ډېر ځلې به يې ستا د درد له وجې شپې سبا كړي وي . ستا تكليفونه دزيږيدلوڅخه تر تي وركولو پورې يې ډېر په زغم سره ګاللي دي .نو دهغه چا پر حال افسوس دى چې بيا هم دخپل ځان په غوښتنو پسې ګرځې خپل موروپلار ته پام نه كوي، هو وروڼوكوشش وكړئ چې دمور اوپلار په دعا ګانو كې ياد شى .

كيسه

دپېغمبر صلی الله علیه وسلم  په زمانه كې يو ځوان و ۱ )نوم يې علقمه و، دالله  جل جلاله  په پيروى كې به يې ډېر كوشش كولو لمونځ روژه او خيراتونه به يې وركول . دوخت په تېرېدو سره يوه ورځ مريض شو،په اخركېيې مرض ډېر سخت شو ان تر دې چې زنكدن ته يې ورسولو ، مېرمنې يې پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ته سړى ورولېږه چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم  خبر كړي چې علقمه دزنكدن په حالت كې دى. پېغمبر صلی الله علیه وسلم  حضرت عمار  رضی الله عنه  حضرت بلال  رضی الله عنه  او حضرت صهيب  رضی الله عنه وروليږل چې دشهادت دكليمې تلقين وركړي . كله چې درې واړه صحابه ورورسېدل علقمه د زنكدن په حالت كې و ، صحابه وو چې كله كليمه شروع كړله دعلقمه ژبه په كليمې باندې نه روانېده صحابه وو پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ته خبر ورولېږه چې ژبه يې په كليمې باندې نه روانيږې! پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ورته وويل : ( د مور و پلار څخه يې څوك ژوندى دى؟ كوم صحابي  رضی الله عنه  ورته وويل: ( اى دالله  رسوله! بوډۍ مور يې ژوندى ده ، پېغمبر صلی الله علیه وسلم  يې مور ته سړى ورولېږه چې ورته ووايي كه پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ته دتللو توان لرې پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ته راشه او كه نه ته پر ځاى كېنه چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم  درته راشي ، سړى چې كله دعلقمه مور ته راغى او ورته يې وويل چې  پېغمبر صلی الله علیه وسلم  وايي : ( كه دراتلو توان لرې دلته راشه او كه نه نو ته پر ځاى كېنه چې زه درشم ) بوډۍ وويل : ( زه دي دپېغمبر صلی الله علیه وسلم  نه قربان شم دهغه پر ما حق دى چې زه ورشم ) بوډۍ خپله آمسا راواخېستله پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ته راغله سلام يې واچواوه پېغمبر صلی الله علیه وسلم   يې دسلام ځواب وركړ او ورته يې وويل : ( ما ته به رښتيا ـ رښتيا وايي كه رښتيا دي ونه ويل بيا الله  جل جلاله  ما ته وحې كوي ستا دزوى علقمه ژوند څه ډول و؟ بوډۍ وويل : ( اې دالله جل جلاله  رسوله! لمونځ ګزاره ، روژتي او سخي انسان و ) پېغمبر صلی الله علیه وسلم  بيا ورته وويل : ( ستا سره څرنګه چلېده ؟) بوډۍ وويل: اى دالله  جل جلاله  رسوله ! زما خبره به يې نه منله دخپلې مېرمنې خبره به يې منله ،هغه يې پر ما غوره كړې وه، پېغمبر صلی الله علیه وسلم  وويل:  په رښتيا چې دعلقمه ژبه دمور دنا خوښۍ له كبله بنده ده .  حضرت بلال   رضی الله عنه  ته يې وويل: بلاله! ولاړ شه ډېر لرګې راوړه  بوډۍ وويل : ( اى دالله  جل جلاله  رسوله! په لرګيو څه كوې ؟

پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ورته وويل : ستا زوى ستا په وړاندې پرې سوزوم. بوډۍ وويل : اى دالله  جل جلاله  رسوله ! زه دا نشم زغملاى چې زما زوى دي زما په مخكې وسوزول شي ) پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ورته وويل : ( دعلقمه مورې دالله  جل جلاله  عذاب د دې څخه زيات او دوامداره دى كه غواړې چې الله  جل جلاله  بخښنه ورته وكړي ته ورڅخه خوشحاله شه كه نه زما دېقسم په هغه ذات وي چې زما ژوند يې په واك كې دى  چې تر څو پورې ته دعلقمه څخه خفه يې علقمه ته به يې لمونځ ، روژه ، او خيراتونه هيڅ ګټه ور ونه رسوي  بوډۍ وويل : اې دالله جل جلاله   رسوله ! زه دالله  جل جلاله  ، ملائيكو او كوم مسلمانان چې دلته ولاړ دي د دې ټول په مخكې شاهدي وركوم چې زه دعلقمه څخه خوشحاله يم. پېغمبر صلی الله علیه وسلم  حضرت بلال ته وويل : ( ولاړ شه وګوره چې دعلقمه ژبه د ( لا اله الا الله ) دويلو توان لرې او كه نه؟  كيداى شي چې دعلقمه مور زما څخه دحياء له كبله هغه څه ويلې وي چې هغه يې په زړه كې نه و، حضرت بلال  رضی الله عنه  ولاړى وې ليدل چې علقمه كليمه ( لا اله الا الله ) وايي حضرت بلال بېرته راغى وې ويل : اى خلكو دعلقمه ژبه دمور ناخوښۍ دكليمې دويلو څخه بنده كړې وه او خوښۍ يې ژبه بېرته روانه كړه ، د دې څخه وروسته علقمه په همدې ورځ وفات شو ،بيا پېغمبر صلی الله علیه وسلم   راغى علقمه ته يې دغسل او كفن وركولو حكم وكړ او دجنازې لمونځ يې ورباندې وكړ،دپټولو په وخت كې يې پېغمبر صلی الله علیه وسلم  د قبر په غاړه ودريدلو او وې ويل : ( اې مهاجرو او انصارو ! ګورئ چې ميرمنې مو دمور څخه غوره نه كړئ چا چې دا ډول كار وكړ الله  جل جلاله  ، ملائيكې او ټول خلك ورباندې لعنت وايي ، دعا به يي نه منل كيږې ، او كه الله  ته توبه وباسئ او دمور سره ښه وكړئ الله  جل جلاله  به درڅخه خوشحاله شي، دالله  جل جلاله  خوښي ( رضاء ) دمور په خوښۍ او ناخوښې يې دمور  په ناخوښۍ كې ده .)

دالله   جل جلاله  څخه سوال كوو چې دمور او پلار په خدمت كولو مو وتوانوي او دهغوى سره مو دسختۍ كولو څخه وژغوري په رښتيا چې الله  جل جلاله  سخي ، مهربان او ښه نرمي كوونكى ذات دى .

‌ژباړن :مولوي نورالله ( وفا )

(1) سورة الاسراء الاية 23.

(1)  سورة الاسراء الاية 24.

(2)  سورة لقمان الاية 14.

۱ ) رواه ابن ماجه والترمذي وقال صحيح وابن حبان نحوه وله شاهدعن ابن عمررواه د ، ت، هـ ، حب وقال به حسن صحيح اهـ منذري .

۲ ) قال المنذري وفي رواية حسنة للترمذي، فذكره كماهناعن أبي هريرة ثم قال وروى أبوداؤدهذه بتقديم وتأخير، وله شاهدمن حديث عقبة بن عامرعندالطيراني بإسنادصحيح اهـ . ترغيب ملخصًا .

۳ ) صححه الترمذي قاله المصنف في رسالته الصغرى .

۱ ) رواه احمدوالطپراني، باسنادين احدهماصحيح ورواه ابن خزيمة وابن حبان في صحيحيهماباختصاراهـ منه .

۲ ) قال المصنف في الصغرى : اسنادحسن .

۱ ) روى احمدوابوداودمن حديث عمروبن شعب عن جده نحوهذاالحديث .

۱ ) سورة الحج الآية (۱۰)

۱ ) في اترغيب والترهيب . وروى عن عبدالله بن اوفي قال : كناعندالنبي 0 فاتاه آت قال : شاب يجودبنسه ـ فذكرفصع نحوهذه القصة التي هناثم قال رواه الطبراني واحمدمختصراً اهـ وذكرهاابن الجوزي في الموضوعات بدون تسمية الشاب ثم قال لايصح قائد ـ اي ابن عبدالرحمن العطارـ متروك قال العقيلي لايتابع عليه وداود ـ يعني ابن ابراهيم قاضي قزوين ـ كذاب اهـ ونازعه السيوطي بان داود لم ينفردبه ثم ساقه الخرائطي في مساوي الاخلاق والبيهقي في شعب الايمان والطبراني كلهامن طريق فائدبن عبدالرحمه العطارعن عبدالله بن ابي اوفى نحوه .

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب