ايا شرعاً د غلا مال رانيول جايز دی او که نه؟

ايا شرعاً د غلا مال رانيول جايز دی او که نه ؟

د اسلام مقدس دين له جرم سره د مخالفت ښکاره کولو او د جرايمو د له مينځه وړلو د پاره د داسې شيانو رانيول حرام ګرځولي ،چې مجرم او جرايمو ته قوت حاصليږي ،چا ته چې معلومه شي چې دغه د غلا شوی يا د غصب مال دی يا د مال له اصلي مالک څخه په ناروا طريقه تر لاسه شوی وي را نيول يې حرام دي ،ځکه چې په دغه صورت کې دده لخوا له غله ،غاصب او ظالم سره د غصب ، غلا او ظلم په ناوړه کار کې يو ډول تعاون دی .

الله تعالی فرمايي : وَلاَ تَعَاوَنُو عَلَی الاِثمِ وَالعُدُوان (المائده 2 ) .

مه كوي تاسې مرسته يو تر بله د ګناه او ظلم په کار کی .
او خاص په دی معامله کې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

من اشتری سرقة وهو يعلم انها سرقة فقد اشترک فی اثمها وعارها (السنن الکبری للبيهقي ج۵ ص ۳۳۵ حاکم ج ۳ ص ۳۵ )

ژباړه : چاچې د غلا مال رانيوی او دی په دې خبر ؤ چې دا مال د غلا دی ،نو دغه کس په دغه ګناه او ناوړه کار کې شريک دی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب