که علم د لانجې، مقابلې او ریا لپاره وي سزا یې څه ده؟

ژباړه:څوك چې طلب د علم وكړي ددې لپاره چې په هغه باندې ځان د علماوو سره په لانجه كې واچوي او يا په هغه باندې د كم عقلانو سره مقابله وكړي او يا په هغه باندې ځان ته د خلکو مخونه را واړوي، نو الله پاك به هغه سړی اور ته داخل كړي.

عَنْ كَعْبِ بْنِ مَالِكٍ عَنْ أَبِيْهِ : قَالَ سَمِعْتُ رَسُوْلَ اللهِ صَلَى اللهُ عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ يَقُوْلُ مَنْ طَلَبَ الْعِلْمَ لِيُجَارِيَ بِهِ الْعُلَمَاءَ أَوْ لِيُمَارِيَ بِهِ السُّفَهَاءَ أَوْ يَصْرِفَ بِهِ وُجُوهَ النَّاسِ إِلَيْهِ أَدْخَلَهُ اللهُ النَّارَ.[سنن ابن ماجة 253]

توضيح: يعنې څوك چې تحصيل د علم كوي خو د الله د رضا لپاره نه بلكې ددې لپاره چې په هغه باندې د نورو علماو سره ځان په جنجال كې واچوي او د هغوی سره مناظرې وكړي او يا په خپل علم باندې و غواړي د كم عقلانو انسانو سره مقابله وكړي البته د هغوی د اصلاح لپاره نه بلكې ددې لپاره چې ځان په هغوی كې مطرح كړي او يا هم د دوی سره داسې بحثونه كوي چې نه تنها دا چې هغوی ورباندې اصلاح كيږي نه بلكې پرې پوهيږي نه چې په نتيجه كې هغوی نور هم د اصلاح كېدلو څخه لرې كيږي، او يا هم تحصيل د علم ددې لپاره كوي چې ځان په خلکو كې مطرح كړي، شهرت وګټي پدې باندې ځينې دنيوي امتيازات او لوړ نوم وګټي نو دغسې انسان به اور ته داخليږي.

يا الله د داسې خلکو څخه مو مه ګرځوې!

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب