د کلک زړه علاج

که موږ خپلو حالاتو او ځانون, ته فکروکړو، راته څرگنده به شي  چي زموږپه ډېروکارونوکي ډېرنقصانونه  اوکمي شته .
لکه دبېلگي په توگه په لمانځه کي موخشوع اوعاجزي نشته،دقرآن کريم دتلاوت په وخت کي له قرآن کريم څخه اثراخيستل په موږکي کم دی،ژړانه وي،په کاروبارکي له شبهاتوڅخه دځان دژغورني دهڅو
نه شتون،دنورو خلگوپرحقونوتېری اوظلم کول په موږکي شته،دوروڼوپه منځ کي دبدگمانۍ شتون اوپه کورنيوکي اختلافات اوجنجالونه.
له دغوټولونښوڅخه جوتېږي چي په موږکي يوخطرناک مرض موجوددی چي هغه دزړونوکلکېدل دي.
دزړه کلکېدل يوډېرناوړه مرض دی چي په مخکنوبې لاري شويوامتونوکي راڅرگندشوی وو اوالله پاک ددوی ددې ناوړه صفت له امله بدويلي اومؤمنانوته يې حکم کړی  چي ددوی له ورته والي څخه ځان وساتئ!اوله دې ناوړې ناروغۍ څخه ځان لېري وساتئ!
الله جل جلاله فرمايلي دي:
{وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ}(سورة الحديد۱۶)
(ترجمه:اوچي (مومنان دي)دهغوکسانوپه شان نه کېږي چي له دې مخکي کتاب ورکول شوی ؤ،چي اوږده زمانه پرې تېره شوه،زړونه يې کلک شول،اوله هغوی څخه زياتره فاسقان وو!!)
يعني بايدمؤمنان دمخکينوکتابيانوله مشابهت څخه ځان وساتي ځکه دهغوی زړونه سخت شوي وو،نونه يې وعظ قبلوی اونه ددين طرف ته بېرته راگرځېدل.
له هغوی څخه اکثره فاسقان وو:يعني دزړه کلکوالی په ټولوکي وو،خوځينوکسانوتوبې وايستلې خوزياترويې توبې هم ونه ايستلې.

په حديث کي راغلي دي:

وان ابعدالناس من الله القلب القاسي(رواه الترمذي ص۶۶ج۲\رياض الصالحين ص۴۴۶)
يقيناله الله پاک څخه په خلگوکي ډېرلري کلک زړه دی!!
سخت زړی انسان دحق اوباطل ترمنځ توپيرنه شي کولای،له نصيحت څخه گټه نه اخلي اونصيحت نه قبلوي،حق ته غوږ نه نيسي اودالله تعالی عبادت خوندنه ورکوي.
اسلام زړه ته دپام وړپاملرنه کړې اوانسان يې هڅولی  چي دی بايددده په بدن کي ددې مهم غړي دعلاج لپاره  ډېري هلي ځلي وکړي.
داسلام دمبين دين سترلارښودجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي دي:
(ألا وإن فى الجسد لمضغة إذا صلحت صلح الجسد كله واذا فسدت فسد الجسد كله ألا وهى القلب ) متفق عليه.
(ترجمه:خبرشئ! دانسان په بدن کي يوه ټوټه غوښه ده،کله چي هغه سمه شي ټول بدن سميږي اوکله چي هغه ټوټه خرابه شي  ټول بدن خرابيږي خبرشئ! هغه زړه دی!!)
دزړه دکلکوالی دختمېدلولپاره څوعلاجونه شته  چي دهغوپه اختيارولوسره به انشاءالله په زړه کي نرمي پيداشي.

د زړه د کلکوالي علاجونه :

۱:له الله پاک څخه هدايت غوښتل اودُعاگاني کول.
۲:مسکينانوته خوراک ورکول.
۳ :پريتيمانوشفقت اوترحم کول،
وعن ابي هريرة رضی الله عنه ان رجلاشکی الی النبي صلی الله عليه وسلم قسوة قلبه قال امسح راس اليتيم واطعم المسکين(رواه احمد\مشکاة المصابيح ص۴۲۵ج۲)
له حضرت ابوهريره  رضی الله عنه روايت دی چي يوه سړي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته دزړه له کلکوالي  شکايت وکړ!
رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل:ديتيم پرسرلاس تېروه اومسکينانوته ډوډۍ ورکوه.!!
له حضرت ابوالدراء رضی الله عنه  روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته يوسړئ راغی اودخپل زړه له سختوالي يې شکايت وکړ.
رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمايل: ته غواړي چي ستازړه نرم اوخپل مقصد ترلاسه کړې؟
پريتيم رحم کوه،پرسريې لاس تېروه،له  خپله خوراکه هغه ته هم خوراک ورکوه ستازړه به نرم اوخپل حاجت به ترلاسه کړې.!!
۴:دفرضي لمونځونوپابندي کول:
۵:دحلال  کسب هڅه کول اودامانت اداءکول.
۵:نفلي لمونځونه اونورعبادتونه زيات کول.
۶:دزړه دنرمېدلولپاره لوی سبب دالله جل جلاله ذکرکول دي
دالله تعالی ذکرچي کوم انسان کوي دهغه زړه به نه سختيږي،څوک چي څومره دالله تعالی له بندګی اوذکره غافل شي  هغومره به يې زړه سختيږي .
۷:دخبروکمول داهم دزړه په نرمېدلوکي ډېرمؤثرعمل دی .
۸:مسخرې اوګپ شپ پرېښودل،له دې امله له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه په ټول عمرکي يوازي شل ځله مزاح رانقل شوې دي، سره ددې چي دپيغمبرصلی الله عليه وسلم ګپ هم حق وي.
۹:دمرگ يادول:دمرگ ياد انسان له ټولوگناهونوڅخه راگرزوي اودانسان په زړه کي له دې امله ډېره نرمي پيداکېږي.
۱۰:دقبرونوزيارت کول:
دقبرونوزيارت کول دادانسان زړه نرموي ځکه  چي دقبرونودزيارت په مشروعيت کي غرض دادی چي انسان ته آخرت ورپه يادشي اوله دُنياسره يې مينه کمه شي .
کله چي دانسان ددُنياسره مينه کمه اوآخرت ته توجه زياته شي نوپه زړه کي يې نرمي پخپله راځي.
۱۱:جنازي ته حاضرېدل:
۱۲:سخاوت اودخلگوسره نېکي کول.
۱۳:توبې اواستغفارونه زياتول اوپرگناه باندي له اصرارکولوڅخه ډډه کول.
۱۴:دديني علم اودذکرپه مجلسونوکي گډون کول.
۱۵:دنېکانوخلگوسره مجلس اودعلماووسيرت ته پام کول.
۱۶:له دُنياسره مينه کمول،ددُنيوي ژوندانه په کموالي کي،دحالاتوپه بدلېدلوکي يې فکرکول اوالله پاک چي کوم نعمتونه نېکانوته تيارکړي دي دهغوسره مينه اورغبت کول.
۱۷:دمريضانو،مصيبت وهليواومرگ ته نږدې کسانوزيارت کول اوددوی له حال څخه نصيحت اخيستل .
۱۸:دقرآن تلاوت دفکراوسوچ سره زيات کول:

زړه ولي کلکېږي

دزړه دکلکوالي اسباب دادي:
۱:له قرآن کريم اودالله پاک له ذکرڅخه اعراض اومخ گرزول :
۲:دفرائضوداداءکولوپه هکله کمزوري کول:
۳:حرام مال خوړل:
۴:گناهونه کول:
۵:په جهالت اوناپوهۍ سره راضي کېدل اودعلم دزدکړي پرېښودل:
۶:تکبراولويي.
۷:بحثونه اومناظري ډېري کول.
۷:بداخلاقي.
۸:ډېرخوراک.
۹:ډېرخوب.
۱۰:ډېري خبري:
وعن ابن عمررضی الله عنهماقال:قال رسول الله صلی الله عليه وسلم:لاتکثرالکلام بغيرذکرالله،فان کثرة الکلام بغيرذکرالله قسوة للقلب،وان ابعدالناس من الله القلب القاسي(رواه الترمذي ص۶۶ج۲)
له حضرت ابن عمررضی الله عنهماڅخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:دالله پاک له ذکرپرته خبري مه ډېروه!ځکه دالله تعالی له ذکرپرته دخبرو ډېرول دزړه لپاره کلکوالی  دی اويقيناله الله پاک څخه په خلگوکي ډېرلري کلک زړه دی!!
۱۱:دخلگوسره ډېرتعلق اوگډون:
ابن قيم رحمه الله  ليکلي دي چي زړه دڅلوروشيانوله امله سختيږي  کله چي  ترخپلي اندازې واوړي:خوراک،خوب،خبري اواختلاط (دخلگوسره ډېرتعلق اوگډون)(الفوائدص۱۶۷)
۱۲:اميدونه.
۱۳:دغيرالله سره تعلق:
ابن قيم جوزی رحمه الله  ليکي:زړه پنځه شيان خرابوي :ډېراختلاط(دخلگوسره ډېره ناسته اوگډون)اميدونه،له الله پرته دبل چاسره تعلق،موړوالی(په ډک نس خوراک کول) او(ډېر)خوب(مدارج السالکين ص۳۴۳ج۱)
وروسته ابن قيم رحمه الله په خپل کتاب کي ددې شيانوتفصيل اولاملونه ليکلي دي .
نوکه څوک له دزړه دکلکوالي له دغواسبابوڅخه ځان وژغوري نوانشاءالله زړه به يې نه کلکېږي .
الله  پاک دي زموږزړونه سالم زړونه کړي
(يادونه : داوږدوالي دوېري له امله مو دهرسبب تفصيل ونه کړبلکي دځينوپه تفصيل مواکتفاءوکړه!)
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
مولوي عصمت الله عزام

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب